د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د ایران په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پالیسۍ تندې نیوکې کړې دي.
بولټن ویلي، ټرمپ د ایران پر وړاندې د امریکا مهمه پوځي برلاسي داسې انځور کړې لکه ګواکې ناکامه چې وي. د هغه په وینا، ټرمپ د هغه سیاسي ستونزو او کړکېچونو پروا نه کوي چې په خپله یې رامنځته کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې ټرمپ حتی دا هم ویلي که د ایران سره خبرې ناکامې شي، نو پړه به پر خپل مرستیال ولسمشر جی ډي وینس واچوي.
بولټن د ټرمپ پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه تل یوازې د خپل شخصي ګټو او موقف په اړه فکر کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړې په امریکا کې ډېری سیاستوالان د ټرمپ له حکومت ناراضه کړي او د نوموړي دیپلوماسي ناکامه بولي.

