یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 367

یعقوب مجاهد:په یوې پېړۍ کې افغانانو درې ازادۍ اخیستي؛ خو بېرته یې له لاسه ورکوي

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د اوسنۍ ازادۍ د ساتلو لپاره باید هڅه وشي.

نوموړي ویلي، په یوې پېړۍ کې افغانانو درې ازادۍ اخیستي؛ خو بېرته یې له لاسه ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې د هېواد په هر فرد فرد دا لازم دي، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې خپل کوشش وکړي، تر څو د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانشي.

مجاهد دغه راز ویلي، چې موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار واوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.

زلمی خلیلزاد:له اوږدو جګړو وروسته افغانستان اوس د امنیت شاهد دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې هېواد اوس له اوږدو جګړو وروسته د زیات امنیت شاهد دی او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان لا هم له جدي اقتصادي ستونزو، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو، او د پخوانیو سیاستوالو د تېروتنو د تکرار هڅو سره مخ دي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د بدلون اړتیا شته او دا بدلون باید د فکر بدلون وي.

هغه ویلي چې افغانان د دغو ننګونو د ماتولو وړتیا لري او هیله یې څرګنده کړې چې بریالي به شي.

ملا عبدالغني برادر:بهرنیو هېوادونو کې سکون نشته او افغانان دې خپل هېواد ته راستانه شي

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې بهر مېشتي افغانان دې هېواد ته راوګرځي.

هغه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت غونډه کې ویلي، چې تاسو ته به معلومه شوې وي چې نورو هېوادونو کې د امکاناتو سره بیا هم د مالکیت او سکون احساس نشته.

نوموړي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» ستاسې خپل نظام دی او موږ درته ښه راغلاست وایو.

ملا برادر پر هېوادونو هم غږ کړی چې د لاسوهنې پر ځای دې له «اسلامي امارت» سره د تعامل لار غوره کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:د افغانستان خاوره د یرغلګرو هدیره ده

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ تاریخي ورځ ده او دوی په دې مناسبت د هېواد ټولو وګړو ته مبارکي ویلې ده.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ۱۰۶ کاله وړاندې د افغانستان مېړني ولسونو د انګلیسي ښکېلاک پر وړاندې په زړورتیا مبارزه وکړه او هېواد ته یې خپلواکي راوسته.

اعلامیه زیاتوي چې افغانانو تل پر خپلواکۍ، ملي ارزښتونو او پر جغرافیې د هر ډول یرغل او تجاوز پر وړاندې قاطع دریځ نیولی او نړۍ ته یې ثابته کړې چې دا خاوره د یرغلګرو هدیره ده.

د اعلامیې په دوام کې ویل شوي چې که څه هم وروسته بیا افغانستان د نورو یرغلونو ښکار شو؛ خو د افغان ولس، مجاهدینو او مبارزینو په قربانیو سره بیا هم د آزادۍ لمر راوخوت او هېواد له اشغال خلاص شو.

حامد کرزی:که د بهرنیو له مداخلو خلاصون غواړو، باید ملي تفاهم ولرو

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، چې ازادي د ملي ځواک په اتحاد، تعلیم او سولې کې ده او ټول افغانان باید په ګډه د یو روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي.

ښاغلي کرزي ویلي، چې د بهرنیانو له مداخلې د خلاصون لپاره ملي تفاهم ته اړتیا ده.

د یادونې ده، چې نن د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ د بیرته ګټلو ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده.

ملا عبدالحق وثیق:د «اسلامي امارت» پر وړاندې هیڅ ځواک د ودریدو جرات نه شي کولای، ځکه یو قوي نظام لرو

د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې ویلي، چې «اسلامي امارت» یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې د ودریدو جرات نه شي کولای.

ښاغلي وثیق ویلي چې نظام یې د اسلامي نظام او شریعت تطبیق ته ژمن دی او هېچا ته به په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

ملا عبدالحق وثیق خبرداری ورکړ هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر لري باید د تېر تاریخ مطالعه وکړي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.

قاري فصیح الدین:د خپلواکۍ ورځ داسې مهال لمانځو، چې هېواد مو په بشپړه توګه خپلواک دی

د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځغونډې په مراسمو کې ویلي: «دغه ورځ داسې مهال لمانځو، چې هېواد مو په بشپړه توګه خپلواک دی.»
ښاغلي فطرت وویل چې په تیرو کلونو کې د «اشغال» تر سیوري لاندې د خپلواکۍ ورځ لمانځل کیده.

د خپلواکۍ په ورځ د طالبانو حکومت اعلامیه:نوی نسل باید له تېرو بریو مثبته زدکړه وکړي

د طالبانو حکومت د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ویلي چې نوی نسل باید د خپلو تېرو بریو پر پل قدم کېږدي او مثبته زده کړه ترې وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په تېره یوه پېړۍ کې د درېیو سترو زبرځواکو ماتول لومړی د الله ج احسان او بیا د ولس د ایماني هوډ او غېرت څرګندونه کوي.

اعلامیه کې راغلي، اوس باید د شریعت پابندي وشي او ټول بري د الله احسان او نصرت وبلل شي.

معصوم ستانکزی:۱۰۶ کاله وروسته هم افغانستان له سخت کړکېچ سره مخ دی

جمهوري حکومت کې ‏د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزی وایي، دا ۱۰۶ کاله وړاندې د افغانستان د خلکو د ژوند یو نوی فصل پیل شو، چې ازادۍ، د علم رڼا او د ملت وقار یې رامنځته کړ.

د هغه په خبره، ۱۰۶ کاله وروسته، هېواد له سخت کړکېچ سره مخ دی او د علم دروازې د هېواد د بچیانو پر مخ تړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې له ناپوهۍ سره مبارزه د ریښتینې ازادۍ لار ده.

سمیع سادات:افغانستان ۱۰۶ کاله وروسته هم پوره ازادي نه لري

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وايي، په ۱۹۱۹ کال کې د شاه امان‌الله خان په مشرۍ افغانستان له انګلستان څخه خپله ازادي تر لاسه کړه؛ خو بیا د ملایانو او انګریزانو په مرسته دغه ازادي له منځه ولاړه.

نوموړی وايي، اوس، ۱۰۶ کاله وروسته هم افغانستان نه بشپړ استقلال لري او نه هم بشپړ آزاد دی.

د هغه په خبره، شاه امان‌الله خان موږ ته درې رنګه ملي بیرغ او دا درس پرېښود چې استقلال په زور ترلاسه کېږي او ازادي د ځواکمنې اردو په مرسته ساتل کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې د آزادۍ لپاره د افغانانو مبارزه لا هم روانه ده.