یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 368

د ایران د کورنیو چارو وزیر:د کال تر پای د ستنوونکو افغانانو شمېر دوه میلیونو ته رسېږي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې اوس مهال په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان ژوند کوي او اټکل کېږي چې تر کال پای پورې د ستنوونکو افغانانو شمېر دوه میلیونو ته ورسېږي.

تر دې وړاندې نوموړي ویلي وو، چې د افغانانو له تلو وروسته، ایران کې د کار قوه کمه شوې.

شهباز شریف:د کابینې د یوې میاشتې معاشونه به د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو ته ورکړل شي

0

په پاکستان کې د سختو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د مرستې لپاره د لومړي وزير شهباز شریف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د مرکزي کابینې غړي به د خپلې یوې میاشتې تنخواوې خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو ته ځانګړې کړي.

شهباز شریف ویلي چې د مرستې او رغونې په چارو کې باید د ایالتي او مرکزي حکومت توپیر مطرح نه وي، بلکې د خلکو ژغورنه او د سیمو بیارغونه باید لومړیتوب ولري.

د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په پاکستان کې لږ تر لږه ۶۶۰ کسان مړه شوي چې زیاتره تلفات، ۳۹۲ تنه، په خېبرپښتونخوا کې رامنځته شوي دي.

بدخشان؛د کورني تاوتریخوالي له کبله یو ۱۵ کلن هلک ځان‌وژنه کړې

ځایي سرچینې وایي، چې بدخشان کې یو تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې.

د معلوماتو له‌مخې، پېښه د کشم په ولسوالي کې رامنځته شوې.

یاد هلک ۱۵ کاله عمر درلود او د خپل پلار له لوري له ده سره د سخت چلند له امله یې ځان ځوړند کړی.

د سیمې ځایي طالب مسولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اوتونبایوا:د افغان راستنېدونکو د ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستو ته ضرورت دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا په افغانستان کې، د هرات د اسلام‌قلعه بندر ته د خپل سفر پر مهال له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو سره د لیدنې پر وخت، له نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې.

نوموړې ټینګار کړی چې تر ټولو زیات زیان ماشومان او ښځې ویني، ځکه چې د هغې په وینا، د هغوی د خدمتونو لاسرسی ډېر محدود دی.

آغلې اوتونبایوا له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د افغان راستنېدونکو ستونزې هېرې نه کړي او په وینا یې د دې موضوع له پامه غورځول د خلکو د مرګ لامل کېدای شي.

ټي‌ټي‌پي:جنوبي وزیرستان کې خپل یو غړی د دیني عالم د وژنې په تور په ډزو وژلی

0

په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌والو خپل یو غړی د یوې عامې محکمې په ډول د خلکو پر وړاندې په ډزو وژلی دی.

دغه کس د سیمې د یو دیني عالم په وژلو تورن شوی و.

یاد دیني عالم، مولانا سناالله، څو ورځې وړاندې هغه مهال په ډزو ووژل شو چې ښوونځي ته پر لاره روان و.

د سیمې خلکو دغه پېښه د ټولنې پر دیني او تعلیمي فضا دروند ګوزار بللی دی.

ټي‌ټي‌پي ویلي، چې د هر چا د ناوړه اعمالو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او سزا ورکوي.

طالبانو؛په کندز کې د بهرنی سیلانۍ د ځورولو په تور یو کس نیولی

د طالبانو حکومت په کندز ولایت کې هغه کس نیولی چې یوه بهرنۍ سیلانۍ یې په باسیکل ځورولې وه.

دغه نیول شوی شخص “الهام” نومېږي.

د امر بالمعروف وزارت ویاند، سیف خیبر، ویلي چې نوموړی په غیر اخلاقي توګه د یوې بهرنۍ باسیکل سورې سیلانۍ د ځورولو هڅه کړې وه.

دی زیاتوي چې الهام د لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته د قانوني تعقیب لپاره سپارل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ:که زلنسکي وغواړي کولای شي چې د اوکراین جګړه ژر پای ته ورسوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدای شي چې کی‌یف له ناټو سره ونه‌نښلي.

نوموړي د اروپايي مشرانو او د اوکراین د ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، له لیدنې مخکې په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «هیڅکله به اوکراین ناټو سره ونه‌نښلي. ځینې شیان هېڅکله نه بدلېږي.»

زلنسکي، چې واشنګټن ته تللی، ټینګار کړی چې د جګړې دایمي او عادلانه پای غواړي او ویلي یې دي چې اوکراینیان د خپل هېواد د دفاع لپاره جګړه کوي.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره په الاسکای کې لیدلی و او پوتین د دونتیسک غوښتنه کړې وه.

خو د اوکراین مشرتابه د خاورې د هر ډول مبادلې مخالفت کړی او ټینګار کوي چې هېڅ قلمرو به ونه‌سپاري.

احمد الشرع:هیله لرم، چې له کُرد وسله والو سره له نښتو ډډه وشي

0

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع هیله څرګنده کړې چې د امریکايي ملاتړه کُردي ځواکونو سره له پوځي نښتو ډډه وشي.

هغه ویلي، کُرد مشرانو مخکې د دولت تر چتر لاندې د یووالي چمتووالی ښودلی و؛ خو اوسنۍ کړنې یې برعکس دي.

الشرع زیاته کړه چې ترکیه او امریکا د دې هوکړې سوله‌ییز حل غواړي.

د خوړو نړیوال سازمان:افغانان به د ژمي له رارسېدو سره سم، بې‌سارې لوږې سره مخ شي

د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان د ژمي له رارسېدو سره له بې‌ساري لوږې سره مخ کېږي.

دې ادارې ویلي، مالي امکانات نه لري چې ۱۵ میلیونه اړمنو ته مرسته ورسوي.

د یاد سازمان مشر جان ایلیف ویلي، وچکالي، د نړیوالو مرستو کمښت او د مهاجرو جبري بېرته‌راستنېدل د خوارځواکۍ ستونزه زیاته کړې.

نوموړی زیاتوي، راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا لري؛ خو تر اوسه یوازې ۱۵۵ میلیونه ډالر ترلاسه شوي.

پاکستان؛اسلام اباد ته د ورتلونکو افغانو سیاسي څېرو نوملړ خپور شوی

اسلام اباد کې د افغانانو د غونډې لپاره د ګډونوالو ځینې سرچینو یو نوملړ خپور کړی، چې پکې د ښځو حقونو فعالان او د ځینو سیاسي ګوندونو استازي شامل دي.

په دغه نوملړ کې، نرګس نهان، معصومه خاوري، فوزیه کوفي، حبیب الرحمان حکمتیار، میرویس ناب، نصیر اندېشه، شينكۍ كړوخيل، قهرمانه کاکړ، بلقيس احمدي، سيما نوري، اثار حیکمي، مجيب الرحمن رحيمي، ادريس زمان، يأسا، زهرا حسيني، ډاکټر پتوني تايشمن، نبيله مصلح او حاجي الماس شامل دي.

غونډه به د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې ترسره شي.

پاکستان تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي؛ خو رسنیو یې تایید کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دې غونډې سخت مخالفت کړی او پاکستان یې د طالبانو مخالفو ته په ملاتړ تورن کړی.