یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 366

حامد کرزی:هرات کې د ترافیکي پېښې له کبله د هېوادوالو په شهادت ډېر خواشینی یم

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات په ترافیکي پېښه کې د یو شمېر هیوادوالو د شهادت له امله خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا دعا کړې.

د یادونې ده چې تېره شپه یو مسافربر بس، چې له ایرانه را اېستل شوي افغان کډوال پکې سپاره وو، د هرات-کابل پر لویه لاره له یوه باروړونکي موټر او یو موټرسايکل سره ټکر وکړ چې ۷۱ کسان پکې وژل شوي دي.

نصیر فایق:د افغانستان ریښتینې ازادي د طالبانو له سیاسي او فکري اشغال او بهرنۍ تکیې څخه د خلاصون په صورت کې ممکنه ده

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، چې د افغانستان ریښتینې ازادي هغه مهال ممکنه ده، چې هېواد د طالبانو له فکري او سیاسي اشغال، او له بهرنۍ مرستو څخه له تړاو څخه خلاص شي.

فایق دغه څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ (۲۸ اسد) د افغانستان د ازادۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، تر هغه چې د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې وي او په هېواد کې یو ټول‌منلی، قانون‌پال، عادل، او د خلکو پر اراده ولاړ نظام نه وي رامنځته شوی، د ازادۍ لمانځنه یوازې یو تش شعار ګڼل کېږي.

هیله نجیب:ملا او مذهب د هېواد د دوښمنانو لپاره تر ټولې اغېزناکې وسیلې دي

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ویلي چې “ملا او مذهب” د هېواد د دښمنانو لپاره تر ټولو اغېزناکه وسیله ګرځېدلې، څو له لارې یې هېوادوال له غربت، بې‌وسۍ او غلامۍ سره مخ کړي.

هغې پر خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي:«۱۰۶ کاله کېږي چې شاه امان‌الله خان زموږ ازادي اعلان کړې ده او انګلیس له هېواده شړل شوی دی. ملا او مذهب د هېواد د دښمنانو لپاره تر ټولو غوره وسیله شوه، څو له هر نسل وروسته د غربت او غلامۍ کړۍ تکرار شي.»

هغې ټینګار کړی، چې باید د خپلواکۍ ارزښت ته په سپکه ونه کتل شي.

نوموړې زیاته کړې:«موږ باوقاره خلک یو؛ خو غربت زموږ ملي غرور تر پښو لاندې کړی، ان د هغه ګاونډي هېواد پر وړاندې چې له لسګونو کلونو راهیسې زموږ پر خاورې بریدونه کوي او څلور کاله مخکې یې په کابل کې خپل لاسپوڅي واک ته ورسول.»

د یادونې ده، چې سږ کال د خپلواکۍ ورځ په کور دننه او بهر په پراخه کچه ونمانځل شوه؛ خو په کور دننه بیا د طالبانو حکومت له لوري له یو شمېر محدودیتونو سره هم مخ وه.

هرات؛ترافیکي پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۱ تنو ته ورسېد

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، د هرات په ترافیکي پېښه کې د مړو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی دی.

دغه پېښه د سې شنبې په شپه، د اسد پر ۲۸مه، هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافربر بس، چې له ایرانه را اېستل شوي افغان کډوال پکې سپاره وو، د هرات-کابل پر لویه لاره له یوه باروړونکي موټر او یو موټرسايکل سره ټکر وکړ.

د طالبانو حکومت د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، بس له ټکر وروسته اور واخیست او زیات شمېر کسانو د اور په لمبو کې ژوند له لاسه ورکړ.

په وژل شویو کې ۱۷ ماشومان هم شامل دي.

هرات؛د ټرافیکي پېښې له امله نږدې ۶۰ تنه وژل شوي

هرات کې د ټرافیکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځایي سرچینې وایي، پېښه د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې نږدې ۶۰ مسافر وژل شوي دي.

یاد مسافر له ایران څخه خپل هېواد ته را روان وو.

کابل؛سبا د چین او پاکستان د لوړپوړو چارواکو کوربه دی

ټاکل شوې، چې د سبا د چین او پاکستان استازي کابل ته د «کابل، بیجنګ او اسلام اباد» ترمنځ د درې اړخیزې ناستې لپاره راشي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو پلاوو کې به چین د حاکم ګوند د سیاسي بیرو غړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي او د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار مله وي.

په دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه تر سره شي.

رحمت الله اندړ:د افغانستان خپلواکي د اماني فکر په دوام کې خوندي کېدای شي

دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ ویلي، چې د افغانستان خپلواکي یوازې د اماني فکر په دوام کې خوندي پاتې کېدای شي.

هغه ویلي غازي امان الله خان د اساسي قانون، د بیان او فکر ازادۍ، د ښځو او سړیو د تعلیم او د سواد د پراختیا له لارې د خپلواکۍ ریښتینی بنسټ کېښود.

نوموړي زیاته کړې:«اوسنی حاکم فکر د اماني فکر ضد دی، د نجونو مکتبونه تړل شوي، د هلکانو پر تعلیم محدودیتونه دي، اساسي قانون کفر ګڼل کېږي او د حکومت مشران له نړیوالو سفرونو هم بې واکه دي.»

هغه ټینګار کړی چې د غازي نوم او ملي بیرغ سره حساسیت د جهالت ښکاره نښه ده او زیاته کړې یې ده چې په دې پېر کې پرته له علم او ټیکنالوژۍ، نه، خپلواکي ګټل کېږي او نه ساتل کېږي.

امیر خان متقي:نړۍ دې د افغانستان په اړه چپه خوبونه نه ویني

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې نړۍ باید د افغانستان په اړه “چپه خوبونه” ونه ویني.

نوموړي ټینګار کړی چې په هېواد کې یو واحد او باثباته نظام حاکم شوی او د بهرنیو هېوادونو جوړېدونکې غونډې بې‌ځایه دي.

متقي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په نمانځغونډه کې ویلي چې «اسلامي امارت» هڅه کوي خپل سیاست او ملت له بهرني نفوذ او لاسوهنې خوندي وساتي.

دغه غونډه د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کابینې یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

ضیاءالحق امرخېل:خپلواکي مو ۱۰۶کاله مخکې ترلاسه کړه؛ خو د نجونو پرمخ مو د زده‌کړو دروازې لاهم تړلي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت ویلي، که څه هم افغانانو خپلواکي ترلاسه کړه؛ خو لا هم د خویندو او لوڼو پر مخ د زده کړو دروازې تړلې دي، چې دا د خواشینۍ وړ ده.

هغه هیله څرګنده کړې چې د خپلواکۍ د ارزښتونو د ساتلو په موخه دې د ځوان نسل لپاره د تعلیم زمینې برابرې شي، تر څو هېواد با ثباته، پرمختللی او پر ځان بسیا شي.

امرالله صالح:طالبان خپله پاليسي له راولپنډۍ اخلي او د دوی مشري د پاکستان له‌خوا تنظیمېږي

د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو د شاه امان‌الله خان مزار، چې د افغانستان د خپلواکۍ اتل و، مدروکه او ممنوعه سیمه ګرځولې ده او خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته ولاړ شي.

نوموړی وايي، دا کار د طالبانو له خوا د ملي ارزښتونو او تاریخي شخصیتونو سپکاوی دی.

د هغه په خبره، طالبان خپله پاليسي لا هم له راولپنډۍ اخلي، او د دوی مشري د پاکستان له خوا تنظیمېږي.

صالح زیاتوي، د طالبانو پخوانۍ اړیکې له نصیرالله بابر، د کوټې او پېښور له شوراګانو او د اکوړه خټک له مدرسې سره خلکو ته معلومې دي.