جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 33

خورشید روز چهارشنبه دقیقاً بر فراز کعبه قرار می‌گیرد؛ فرصتی برای تعیین دقیق قبله

0

فردا چهارشنبه برابر با ۲۴ سرطان ساعت ۱۲:۲۷ بعد از ظهر به وقت مکه (۱:۵۷ بعد از ظهر به وقت کابل) خورشید به‌گونه‌ای تقریباً عمودی بر فراز کعبه قرار خواهد گرفت پدیده‌ای نجومی که تنها دو بار در سال رخ می‌دهد و از آن برای تعیین دقیق جهت قبله در بسیاری از نقاط جهان استفاده می‌شود. در این لحظه هر فرد می‌تواند با قرار دادن یک جسم کاملاً عمودی، مانند چوب یا قلم، روی سطحی صاف، جهت قبله را مشخص کند. جهت قبله دقیقاً در خلاف جهت سایه آن جسم قرار خواهد داشت این روش قرن‌هاست که در علم نجوم اسلامی برای تصحیح جهت قبله مساجد و تعیین قبله بدون نیاز به ابزارهای پیشرفته به کار می‌رود. کارشناسان نجوم می‌گویند این پدیده به دلیل موقعیت جغرافیایی مکه در نزدیکی مدار رأس‌السرطان رخ می‌دهد و هر سال یک‌بار در اواخر ماه می و بار دیگر در اواسط ماه جولای تکرار می‌شود. در زمان وقوع این رویداد پرتوهای خورشید تقریباً به‌صورت عمود بر کعبه می‌تابند و امکان تعیین دقیق قبله را برای میلیون‌ها مسلمان در سراسر جهان فراهم می‌کنند.

هند خیمه‌های خانوادگی را برای حمایت از مهاجران بازگشته به افغانستان اهدا کرد

وزارت امور خارجه هند اعلام کرده است که در ادامه کمک‌های بشردوستانه این کشور به افغانستان محموله‌ای از خیمه‌های خانوادگی را به وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان حکومت طالبان تحویل داده است تا از نیازهای فوری سرپناه و اسکان شهروندانی که به‌تازگی به کشور بازگشته‌اند، پشتیبانی شود. بر اساس اعلام این وزارت، این کمک‌ها بخشی از برنامه‌های بشردوستانه مداوم هند برای حمایت از مردم افغانستان است و با هدف کمک به اسکان و بازتوانی مهاجران بازگشته به‌ویژه در شرایط افزایش روند بازگشت شهروندان افغان از کشورهای همسایه، ارائه شده است. در هفته‌های اخیر روند بازگشت مهاجران افغان، به‌ویژه از پاکستان، به‌طور چشمگیری افزایش یافته است. هم‌زمان نهادهای بین‌المللی از جمله کمیساریای عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان (UNHCR) نسبت به بازگرداندن اجباری پناهجویان و نیاز فوری آنان به سرپناه و کمک‌های بشردوستانه هشدار داده‌اند.

ریکارډي اېل نینو؛افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش او سومالیا له نوي اقلیمي بحران سره مخ دي

د بشري مرستو یوې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د اېل نینو (El Niño) چټکه پیاوړې کېدونکې موسمي پدیده ښايي په ختیځه افریقا او د اسیا په یو شمېر هېوادونو کې سخت سېلابونه، د ناروغیو خپرېدل او د خوړو بحران رامنځته کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د دوشنبې په ورځ ویلي چې کینیا، یوګانډا، سومالیا، بنګله‌دېش، پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر د دې پدیدې له خطر سره مخ دي.

د دغو هېوادونو ډېری یې لا هم له بشري ناورینونو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ژغورنې نړيوالې کمېټې د بېړنیو چارو مشر باب کیچن ویلي، نړۍ په یوه وخت کې له څو بحرانونو سره مخ ده، او هغه هېوادونه چې د نوو ناورینونو د زغملو لږ ظرفیت لري، تر ټولو ډېر زیانمنېدای شي.

د امریکا د اقلیم د وړاندوینې مرکز د جولای په نهمه اعلان وکړ چې اېل نینو په چټکۍ سره پیاوړی کېږي او ۸۱ سلنه احتمال شته چې دا به له ۱۹۵۰ کال راهیسې یو له تر ټولو ځواکمنو موسمي پېښو څخه وي.

د اټکل له مخې، دا پدیده به د روان کال د اکتوبر او ډسمبر ترمنځ خپل اوج ته ورسېږي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اېل نینو له امله به په ځینو سیمو کې سخت بارانونه او سېلابونه، او په نورو کې وچکالي رامنځته شي، چې دا به د میلیونونو خلکو پر ژوند، کرنې او خوړو امنیت جدي اغېز وکړي.

سلګونه کارپوهان:نړۍ دې د مصنوعي ځیرکتیا اقتصادي اغېزو ته چمتو شي

0

له ۲۰۰ څخه زیاتو اقتصادپوهانو او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) څېړونکو د نړۍ له مشرانو او ټکنالوژۍ شرکتونو غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا د پراخو اقتصادي بدلونونو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

دغه پرانیستی لیک، چې د سټینفورډ پوهنتون د ډیجیټلي اقتصاد لابراتوار له لوري تنظیم شوی، د ۱۶ نوبل جایزې ګټونکو په ګډون د څه باندې ۲۰۰ متخصصانو له خوا لاسلیک شوی دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې مصنوعي ځیرکتیا ښايي په راتلونکو لسو کلونو کې په بې‌ساري ډول پرمختګ وکړي او داسې اقتصادي بدلونونه رامنځته کړي چې د صنعتي انقلاب تر بدلونونو هم لوی وي، خو په خورا لنډ وخت کې به ترسره شي.

د لیک په وینا، AI کولی شي د خلکو د ژوند د کچې د لوړولو، تولید زیاتولو او نوښت ته پراخ فرصتونه برابر کړي، خو ورسره د میلیونونو دندو د له منځه تلو او د کار بازار د پراخو ګډوډیو خطر هم شته.

لیک له حکومتونو او خصوصي سکټور غواړي چې داسې قوانین، تګلارې او بنسټونه رامنځته کړي چې مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو بشپړونکې وګرځي، نه دا چې د هغوی ځای ونیسي، او ګټې یې ټولنې ته په عادلانه ډول ورسېږي.

د دې نوښت تنظیموونکي او د ویرجینیا پوهنتون استاد، انتون کورینک، ویلي چې د اقدام لپاره وخت محدود دی او که نړۍ تر بشپړ ډاډه کېدو انتظار وباسي، نو د بدلونونو د مدیریت لپاره به ډېر ناوخته وي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا اغېزې د کار په بازار کې لا دمخه څرګندې شوې دي.

د بېلګې په توګه، امازون اعلان کړی چې زرګونه دندې کموي، او د شرکت مشرتابه ویلي چې د تولیدي AI او هوښیارو سیسټمونو له امله به ځینې دندې اتومات شي.

همدارنګه، په امریکا کې نوي پوهنتون‌فارغان د کار موندنې له سخت بازار سره مخ دي، چې یو لامل یې د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ بلل کېږي.

سپاه پاسداران:په بحرین کې مو د امریکا اړوند هدفونه په نښه کړي

0

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ادعا کړې چې د بحرین په الجفیر پوځي اډه کې یې د وسلو څو زېرمې، د سپوږمکۍ مخابراتي مرکز او هغه ودانۍ په نښه کړې چې د امریکايي ځواکونو د استوګنې او فعالیت لپاره کارېده.

د سپاه په وینا، دا برید د امریکا د وروستیو پوځي عملیاتو په غبرګون کې ترسره شوی او که واشنګټن خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، ایران به د سیمې پر نورو امریکايي اډو هم بریدونه پراخ کړي.

تر اوسه د امریکا پوځ یا د بحرین چارواکو د سپاه د دغو ادعاوو په اړه د زیان یا مرګ‌ژوبلې تایید نه دی کړی.

د عراق لومړی وزیر امریکا ته ځي؛له ډونالډ ټرمپ سره د تیلو او ګازو تړونونه د خبرو مهمه برخه ده

0

ټاکل شوې چې د عراق لومړی وزیر، علي الزیدي، په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

تمه ده چې دواړه مشران به د تیلو او طبیعي ګازو په برخه کې یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې به د انرژۍ، پانګونې، سوداګرۍ او د عراق د اقتصادي بیارغونې اړوند موضوعات هم وڅېړل شي.

دواړه لوري هڅه کوي چې د امنیتي همکاریو ترڅنګ خپلې اقتصادي اړیکې هم پیاوړې کړي.

د عراق د لومړي وزیر د امریکا له سفر مخکې، شنونکي د امریکا او عراق د اړیکو مهم تاریخي پړاوونه یادوي.

په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا تر مشرۍ لاندې پوځي یرغل، د صدام حسین د رژیم نسکورېدل، د داعش پر ضد ګډه مبارزه، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه د دغو اړیکو له مهمو فصلونو څخه ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا به نن شپه او سبا پر ایران سخت بریدونه وکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې متحده ایالات به د ایران پر ضد د نن شپې او سبا په اوږدو کې سخت پوځي بریدونه ترسره کړي.

نوموړي ویلي چې امریکا به د ایران د «Pickaxe Mountain» په نوم غرنی هدف هم له منځه یوسي، چې د هغه په وینا د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لري.

ټرمپ دا څرګندونې د یوې راډیویي مرکې پر مهال کړې او ویلي: «موږ به ایران نن شپه او سبا سخت وولو. هغوی د دې د مخنیوي هېڅ توان نه لري.»

ايران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خواجه اصف، مولانا فضل الرحمن ته:د پوځیانو قربانۍ د معاش پايله بلل سياسي نيوکه نه، بلکې اخلاقي بې‌حسي ده

0

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف، د مولانا فضل الرحمان پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د پوځیانو د قربانیو له تنخوا سره تړل نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې د شهیدانو او د هغوی د کورنیو احساساتو ته هم زیان رسوي.

خواجه اصف ویلي، هېڅوک یوازې د معاش لپاره خپل ژوند نه قربانوي، بلکې د وطن سره مینه، عقیده، دنده او ژمنتیا د دغو قربانیو اصلي لاملونه دي.

هغه زیاته کړې چې په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ده او هره ورځ د پاکستان د پوځ، نورو امنیتي ادارو او ملکي وګړو مړي د ملي بیرغ په پوښ کې خپلو کورنیو ته سپارل کېږي، د هغوی قربانۍ د معاش پایله بلل سیاسي نیوکه نه، بلکې اخلاقي بې‌حسي ده.

د نوموړي په وینا، د مولانا فضل الرحمان څرګندونو یوازې یو بنسټ نه، بلکې د زرګونو شهیدانو، ټپیانو، کونډو، یتیمانو او غمجنو کورنیو احساسات هم ژوبل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي، دوی به د وسلوالو ډلو پر ضد ملېشې جوړې نه کړي، ځکه معاش نه اخلي او په وينا یې پوځیان د دولت له خوا معاش اخلي او د امنیت ساتل یې دنده ده.

هند:د افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره مو د کورنیو خېمې د طالبانو حکومت ته وسپارلې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، ویلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام په لړ کې د افغان راستنېدونکو د سرپناه او بیا مېشتېدو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کورنیو خېمې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارلې دي.

جیسوال په یوه بیان کې ویلي، دغه مرسته د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره ترسره شوې چې هېواد ته بېرته راستانه شوي او سرپناه ته اړتیا لري.

هند ویلي چې له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او د افغانانو د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به خپله همکاري دوامداره وساتي.

اصیلا وردګ:د «Vital Voices Global Engage» نړیوال فیلوشپ لپاره د ۲۵ ښځینه مشرانو له ډلې وټاکل شوم

پخوانۍ افغان ډیپلوماټې اصیلا وردګ ویلي چې د «Vital Voices Global Engage» فیلوشپ د اتم پړاو لپاره د نړۍ له ۲۵ ښځینه مشرانو څخه یوه دا هم ټاکل شوې ده.

وردګ په خپل ايکس پیغام کې ویلي چې د دې نړیوال فرصت له ترلاسه کولو خوښه او ویاړمنه ده، او دا به ورته زمینه برابره کړي چې زده کړې، تجربې او وده لا پراخه کړي.

هغې زیاته کړې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له هغو ښځینه مشرانو سره به یو ځای شي چې د بدلون او مثبت اغېز لپاره کار کوي.

د يادونې وړ ده چې «Vital Voices Global Partnership» د «Global Engage Fellowship» پروګرام موخه د ښځینه مشرانو ملاتړ، د هغوی د مهارتونو پراختیا او د ټولنیز بدلون لپاره د هغوی د هڅو پیاوړتیا بلل شوې ده.