شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 329

آیا رښتیا هم د افغان دولت په سقوط کې زلمی خلیلزادملامت دی؟

0

لیکوال: احمد شاه انګار
د نړیوالو اړیکو د سولې او شخړو مطالعاتو او ستراتیژیکو استخباراتو د علومو متخصص، ژورنالیست او سیاسي شننونکی.

افغان ټولنه له تېرو څو لسیزو را په دېخوا له ژور سیاسي، ټولنیز او فکري بحران سره مخ ده. د قبایلي تعصب او قومي ذهنیت دومره سترګې ړندې کړي چې د قرآن کریم دا آیت پر دوی په بشپړ ډول تطبیق کېږي:
صُمٌّ بُكمٌ عُميٌ فَهُم لا يَرجِعونَ
(کاڼه، ګونګه او ړنده دي، نو بیرته نه راګرځي).
نن ورځ په عامه ذهنیت کې داسې یو تصویر جوړ شوی چې د افغانستان د سقوط ټول مسؤلیت باید د زلمي خلیلزاد پر اوږو واچول شي. دلیل یې دا ښيي چې نوموړی د افغانانو سره نژادي تړاو لري، د افغانانو دا قبیلوي ذهنیت دا نشي درک کولای چې یو انسان چې نژاد يې پښتون وي هغه دې دي بل هیواد ته ژمن وي . خو د عقل او واقعیت له مخې دا تصور ډېر ناسم دی. خلیلزاد د امریکا تابعه دی، امریکایي سیاستوال او دیپلومات دی او دنده یې د امریکا د ملي ګټو خدمت کول دي، نه د افغانستان.
نوموړي په خپله څو ځله په ښکاره ویلي وو چې دی د امریکا رسمي استازی دی او یوازینی مسؤلیت یې د امریکا د دولت د پالیسیو عملي کول دي.

ولې یوازې خلیلزاد ملامتوو؟!

پوښتنه دا ده: ولې د افغانانو ټول قهر یوازې پر خلیلزاد ورټولېږي؟ ولې هغه امریکایي چارواکي نه ملامتوو چې په ښکاره ډول یې پرېکړې کولې او د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې یې ستر لاس درلود؟ ولې جنرال سکاټ مېلر، جو بایډن، ډونلډ ټرمپ، مایک پومپیو او د CIA او پنټاګون مسؤلین نه ملامتوو؟
ځکه دا کسان د افغانانو سره نژادي اړیکي نلري، نو ځکه په بحثونو کي د هغوی نوم هم نه اخلو.
ایا موږ فکر کوو چې د امریکا حکومت د افغانستان په څېر دی چې یو کس کولای شي هر څه په خپله خوښه پرېکړه کړي؟ دا یو ډېر ساده او جاهلانه ګمان دی.
د امریکا نظام د څو ګونو ادارو پر همغږۍ ولاړ دی.
د طالبانو سره د سولې پروسه یوازې د خلیلزاد په خوښه نه وه، بلکې په کې پنټاګون، CIA، NSA، د بهرنیو چارو وزارت، د کانګرس استازي او د امریکا ولسمشر ښکېل وو.
د امریکا د پرېکړې پروسه
په امریکا کې هېڅکله سترې پرېکړې د یوه کس په خوښه نه کېږي. هره ستراتیژیکه تګلاره د بېلابېلو ادارو له بحث، ارزونې او تصویب وروسته عملي کېږي. نو دا تصور چې ګواکې خلیلزاد خپله پرېکړه وکړه او د امریکا دولت یې ومنله، یوازې ناپوهي ده. هغه یوازې د یو مامور په توګه د هغه پلانونو د عملي کولو دنده لرله چې په واشنګټن کې جوړ شوي وو.

د افغان مشرانو ناکامي!

راځئ عادلانه قضاوت وکړو. هغه کسان چې د افغانانو لخوا ټاکل شوي وو، د افغانستان د قانوني مشرتابه چوکۍ یې درلودې او د افغانستان د ساتنې لوړه یې کړې وه، هماغه کسان ناکام او د سقوط مسؤل دي. اشرف غني، حامد کرزی، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او نور ټولو ځانونه د افغانستان مشران بلل، خو په عمل کې یې د خپلو ژمنو خلاف وکړل.
اشرف غني، چې ځان یې د نړۍ “دویم  متفکر” باله او د امریکا د پوهنتونونو تجربه یې لرله، ولې ونه شوای کولای د امریکا له سیاستونو ځان خبر وساتي؟ ولې یې په ساده‌والي سره د امریکایانو خبرې ومنلې او د هیواد د ګټو لپاره یې کلک دریځ ونه نیوه؟ د ده بې کفایتي او ناپوهۍ د دولت په سقوط کې تر هر څه ډېره ونډه لرله.
ان هیڅ دا فکر هم نه وو کړی چي یو وخت نه یو وخت به امریکا وځي ، هیڅ بدیل پلان يی نه لاره ، که فرضاً د امریکا منافع تغیر کوي ، نو افغانستان به په داسي حالت کي څه کوي.
افغان مشرانو سخت غفلت وکړ، او اوس خپله ملامتیا
پر نورو اچوي.

د حکمتیار جنایات او د افغانانو چوپتیا!

ګلبدین حکمتیار، چې زرګونه افغانان یې د ISI او د ایران د سپاه پاسداران په ګټه ووژل، یو ښکاره جنګي مجرم دی. خو څوک هغه ته د حساب ورکولو غوښتنه نه کوي. برعکس، هغه ته د سولې د نوم لاندې امتیازات ورکړل شول. ایا دا د انصاف خبره ده چې د یوه جنګي مجرم له جنایاتو سترګې پټې کړو او ټول قهر یوازې پر یوه دیپلومات خالي کړو؟

نړیوال سیاست او دیپلوماتیک تاکتیکونه!
خلیلزاد هغه څه وکړل چې هر دیپلومات یې د خپلې دندې په چوکاټ کې کوي. دا د نړیوال سیاست یوه عادي قاعده ده چې هر استازی د خپل هیواد ګټې ساتي او د ګټو د ساتلو لپاره د مختلفو تکتیکونو څخه کار اخلي چي خطا ایستل هم یو مهم تکتیک دی د داسی پرېکړو.
موږ نه شو کولای د امریکا دیپلومات د افغانستان د ګټو د خوندي کولو لپاره مسؤل وبولو. اصلي مسؤلیت د افغان مشرانو پر غاړه دی چې د دې تکتیکونو د درک او مقابله کولو وړتیا یې نه لرله.

پایله!
په پایله کې، د خلیلزاد پر وړاندې دا ډول قضاوت یوازې احساساتي او غیر منطقي دی. هغه امریکایي دیپلومات و، دنده یې د امریکا ګټو ته خدمت کول و، نه د افغانستان.
اصلي خیانت او ناکامي د هغو افغان مشرانو ده چې د افغانستان د ساتنې لوړه یې کړې وه، خو یا یې هېواد د پردیو په لاس کې ورکړ او یا یې د خپلو شخصي ګټو لپاره ملت په وینو ولمباوه.
که موږ رښتینی عدالت غواړو، باید خپل قضاوت له احساساتو وباسو او د افغان مشرانو د خیانتونو، جنایاتو او بې کفایتۍ په اړه صادقانه خبرې وکړو. افغانان باید پوه شي چې ستونزه د نورو په ملامتولو سره نه حل کېږي. د افغانستان د ناکامۍ ریښه په خپله د افغانانو په منځ کې ده، نه په خلیلزاد کې یا امریکا کې.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ:غواړم یو ځل بیا د بګرام هوايي اډه تر لاسه کړم

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، يو ځل بيا د جو بايډن د حکومت له لوري د بګرام هوايي اډې پرېښودل سخت غندلي او ويلي يې دي چې هغه د دې اډې د بېرته تر لاسه کولو نيت لري.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ټينګار کړی چې د بګرام ستراتيژيک اهميت د جغرافيايي موقعيت له امله، په ځانګړي ډول د چين ته د نږدېوالي له کبله ډېر دی او له همدې کبله غواړي دا اډه يو ځل بيا خپله کړي.

د فرانسې ولسمشر؛د خپلې مېرمنې د ښځینه جنسیت ثابتولو لپاره یوې امریکايي محکمې ته ساینسي شواهد وړاندې کوي

0

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او مېرمن یې بریژیت مکرون غواړي چې په امریکا کې محکمې ته ساینسي او تصویري شواهد وړاندې کړي، څو ثابته کړي چې بریژیت ښځه ده.

دوی دا شواهد د افتراء په یوه قضیه کې وړاندې کوي چې د ښي اړخي انفلوئنسر کانداس اوونز پر ضد یې ثبت کړې.

اوونز دعوه کړې چې ګواکې بریژیت مکرون نارینه زیږېدلې ده.

د امریکا کانګرس؛د طالبانو ضد کسانو ته د استخباراتي معلوماتو ورکړې لپاره دفاعي بودجې په طرحه کې تعدیل تصویب کړ

د امریکا د کانګرس ځینو غړو د ۲۰۲۶ کال دفاعي بودیجې په طرحه کې تعدیل تصویب کړی چې د دفاع وزارت ته اجازه ورکوي چې د طالبانو ضد پخوانیو افغان پوځیانو، پولیسو او نورو مقاومت کوونکو ډلو سره استخباراتي معلومات شریک کړي.

په دې تعدیل کې د وسلو ورکول شامل نه دي.

دا طرحه به په راتلونکو ناستو کې وڅېړل شي او تر اوسه یې د سنا او ولسمشر ملاتړ لا روښانه نه دی.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د درملو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي قانون توشیح شو

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي نوی قانون توشیح او خپور شوی دی.

د دې قانون له مخې، یوازې هغه کسان د دغو توکو کاروبار او واردات کولای شي چې د روغتیا وزارت رسمي جواز ولري.

ټرانسپورټي شرکتونه، د هوايي ډګر کارکوونکي او روغتیايي موسسې هم له جواز پرته واردات نه شي کولی.

ذبیح الله مجاهد:انتونیو ګوترېش دې له بې‌ځایه څرګندونو او تورونو لګولو څخه ډډه وکړي

‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.

نوموړي ویلي، د افغانستان د ښځو او نارینه وو په اړه تګلارې د اسلامي شریعت پر بنسټ تنظیم شوي او هېڅکله د نورو د خوښې لپاره نه شي بدلیدلی.

مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان د حالاتو او اسلامي اصولو په اړه د کافي پوهې نه لرل د دې سبب ګرځي چې نړیوال چارواکي د نامناسبو اصطلاحاتو کارولو ته مخه کړي.

هغه له ګوتریش غوښتي چې په خپلو خبرو کې دقت وکړي او بې‌ځایه تورونه ونه لګوي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي څو ورځې وړاندې د افغانستان په دفترونو کې د ښځو د کار مخنیوی “احمقانه پرېکړه” بللې وه، چې د طالبانو حکومت له غبرګون سره مخ شوی دی.

محمد یعقوب مجاهد:امریکا سره مو اړیکې سیاسي او اقتصادي بڼه لري او اوسنی تمرکز مو د بندیزونو په لرې کولو دی

د طالبانو حګومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي چې له امریکا سره یې اړیکې دا مهال تر ډېره سیاسي او اقتصادي بڼه لري، او اصلي تمرکز یې د بندیزونو په لرې کولو دی.

نوموړی دا څرګندونې له الجزیرې ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې کړې دي.

محمد یعقوب مجاهد دا مهال قطر ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له ګڼو قطري چارواکو سره لیدنې کړي دي.

که څه هم امریکا د طالبانو له حکومت سره د دوحې تړون لاسلیک کړی؛ خو لا هم ځینې طالب مشران د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

امریکا وایي، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په برخه کې د دوی له کړنو سره تړاو لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر:د ادارو فعالیتونه دې د اسلامي ارزښتونو او د نظام د پالیسیو له مخې منعکس شي

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر شبیر احمد حقاني د مرکزي ادارو له ویاندویانو سره په ناسته کې ټینګار کړی چې د ادارو فعالیتونه باید په دقیقه، تحلیلي بڼه او د اسلامي ارزښتونو او د نظام له پالیسۍ سره سم منعکس شي.

نوموړي په دې ناسته کې له ویاندویانو غوښتي چې په یووالي سره د نشراتو په همغږۍ کې اغېزناک رول ولوبوي.

په ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین حيات‌الله مهاجر فراهي د منفي خبرونو له خپرېدو څخه خبرداری ورکړ، او ضیاءالحق حقمل د خلکو باور د اطلاعاتو رسولو تر ټولو لویه سرمایه وبلله.

یونیسف:د نجونو د زده کړو بندیز د افغانستان راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی د هېواد د دوامدار ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښ دی.

یاد بنسټ وايي، افغانستان هغه وخت د پرمختګ پر لور تلی شي چې ښځې او نارینه دواړه په ګډه ونډه واخلي.

د یونیسف د ارزونو له مخې، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به څه باندې ۲،۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

یونیسف یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت ټینګار کړی چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې بندیزونه باید پای ته ورسوي او ټولو ماشومانو ته دې د زده کړې مساوي فرصت برابر شي.

د بښنې نړیوال سازمان:د طالبانو پر وړاندې بېړني او پیاوړي اقدام ته اړتیا ده

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ ناستې په اړه ویلي، چې اوس د طالبانو پر ضد د یوه اصولي، پیاوړي او بېړني اقدام اړتیا ده، څو د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې طالبان د ښځو، نجونو او لږکیو حقونه تر پښو لاندې کوي او آن زلزله‌ ځپلو سیمو کې یې هم ښځې له مرسته کولو منعه کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغان کډوالو جبري شړل د ایران او پاکستان له لوري روان دي او دا کار د افغانستان کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.

یاد سازمان د امنیت شورا له غړو غوښتي چې د افغانستان د بشري وضعیت پر اړه تازه راپورونه واوري او پر طالبانو عملي فشارونه زیات کړي.