شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 330

نصیر احمد فایق:نړۍ دې د طالبانو کړنې عادي نه ګڼي او د افغانانو کړاوونه دې له پامه نه غورځوي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې له نړۍوالو وغوښتل چې د طالبانو کړنې عادي ونه ګڼي او د افغانانو پر کړاوونو سترګې پټې نه کړي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې ترهګري د ډېرېدو په حال کې ده او القاعده او داعش د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.

فایق د طالبانو د حکومت له خوا د انټرنېټ بندېدو، د تعلیمي مضامینو لرې کېدو، د مدرسو د پراختیا او د اعتراضونو د ځپلو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا وضعیت د افراطیت د پراخېدو لامل کېږي.

هغه د طالبانو د عمومي عفوې ادعا رد کړه او زیاته یې کړه چې شاوخوا ۳۰ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې دي او پر ښځو، پخوانیو چارواکو او نظامیانو بشري سرغړونې روانې دي.

فایق ټینګار وکړ چې افغانستان ته د مشروع، ځواب ویونکي او هر اړخیز سیاسي بهیر پر بنسټ د یو نوي دولت اړتیا ده، او بشردوستانه مرستې باید بې‌طرفه او بې‌شرطه وي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام:د کونړ زلزلې ۲۳ زره تنه بې کوره کړي دي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په تازه راپور کې ویل شوي چې د کونړ وروستۍ زلزلې نږدې ۶۴۹ زره ټنه وراني شاته پرې ایښې چې باید ژر تر ژره پاکې شي.

راپور زیاتوي، له دې طبیعي پېښې وروسته له ۲۳ زره ډېر کسان بې کوره شوي دي.

د UNDP د معلوماتو له مخې، دغه زلزلې شاوخوا ۲۴۶ زره ودانیو ته زیان رسولی دی چې پکې د خلکو کورونه، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه شامل دي.

د غزې په تازه بریدونو کې ۶۳ تنه وژل شوي؛د فلسطینیانو تلفات له ۶۵ زرو واوښتل

0

د غزې په تړانګه د اسراییلي ځواکونو د وروستیو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

فلسطیني چارواکي وایي، کره شمېرې تر دې هم لوړې دي، ځکه ګڼ شمېر کسان لا هم د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

بل لور ته، اسراییلي چارواکو اعلان کړی چې د غزې اوسېدونکو ته یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته اضافي وخت ورکړی دی.

د یادونې ده چې د جګړې له پیل راهیسې د فلسطینیانو د وژل شوو شمېر اوس له ۶۵ زرو څخه اوښتی دی.

زلمی خلیلزاد:د شیخ هبت‌الله د انټرنېټ بندیز پرېکړه له سپکاوي ډکه او ستره تېروتنه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د انټرنېټ د بندیز پرېکړه بې‌مانا او ناسمه ده.

ښاغلي خلیلزاد پوښتلي: «شیخ هبت الله په کوم اساس فکر کوي چې افغانان انټرنټ یواځې د فحشا لپاره کاروي.؟»

هغه ویلي، چې د شیخ هبت الله دا پریکړه له سپکاوي ډکه او یوه لویه تیروتنه.

هغه دغه راز ویلي چې د انټرنېټ بندیز د هیواد پر پانګونه او اقتصاد لوی اغیز لرلی شي.

سیف الاسلام خیبر؛په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو راپورونه رد کړل

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې تېرو دریو ورځو کې یې کابل ښار کې ښځې او نجونې نیولي.

هغه په خپله ایکس پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د امربالمعروف وزارت د ښځو د نیولو ادعا په کلکه ردوي او په وینا یې د دوی حکومت د ښځو حقونو ته ژمن او حقوق یې تامین کړي دي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وه چې کابل کې یو شمېر ښځې د طالبانو حکومت نېولې وې؛ خو هغه وخت هم سیف الاسلام خیبر دا ادعا رد کړې وه.

د خلیلزاد او حکمتیار تازه مطبوعاتي جګړه؛حلیم فدایي وایي پرون مو د حکمتیار ملاتړ کاوه، نن د طالبانو ملاتړ کوئ، له درواغو پرته بل څه لرئ؟

د افغان سولې په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لورې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په اړه د سختو نیوکو وروسته د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي چې غواړي د طالبانو په اړه د نوموړي دریځ ولري.

ښاغلي فدایي لیکلي، امریکا پرون د حکمتیار ملاتړې وه او خلیلزاد نن د طالبانو ملاتړی دی.

حلیم فدایي وایي، طالبان د زرګونه بې ګناه افغانانو قاتلین دي او ۲۴۰۰ امریکایان یې هم وژلي.

فدایي پوښتلي:« ایا دا د منلو وړ وه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر ځای طالبانو ته ترجیح ورکړئ؟ ستاسو د اړخ معامله له دوی سره څه وه؟»

حلیم فدایي خلیلزاد په دروغ ویلو تورن کړ چې د خپلې ګټې لپاره یې افغان سیاسي مشران د پخواني ولسمشر پر وړاندې ودرول او جمهوري نظام یې نسکور کړ.

فدایي خلیلزاد ته لیکلي:«تاریخ به هېڅکله هېر نه کړي، او نه به افغان ولس هېروي. یوه ورځ به د طالبانو جنایتونه دومره څرګند شي چې د هغوی پلویان هم انکار ونه کړي. هغه مهال به تاسو هڅه وکړئ تور پر طالبانو واچوئ؛ خو حقیقت به تل پاتې وي. ستاسو پرېکړې د هغوی د بېرته راتګ لار هواره کړه او تاریخ به تاسو د افغانستان دیموکراسۍ قصاب په نوم یاد کړي.»

د خلیلزاد او حکمتیار تازه مطبوعاتي جګړه؛جاوید همدرد وایي زلمی خلیلزاد د اعصابو تکلیف لري

وروسته له هغه چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، ګلبدین حکمتیار د کابل قصاب او پاکستان او ایران ته نږدې کس یاد کړ، د چارو شننونکي جاوید همدرد زلمی خلیلزاد بې حافظې او د جهادي ډلو اصلي تمویلونکی وباله چې سپینې ماڼۍ ته یې رسمي بلنې ورکولې.

ښاغلي همدرد په دې غبرګون کې لیکلي:« ښاغلی خلیلزاد زه ستا په اړه اندیښمن یم، ایا تاسې په ریښتیا د حافظې له لاسه ورکولو یا د الزایمر یا کومه بله ناروغۍ لرئ؟»

ښاغلی همدرد وایي، دا ښاغلی زلمی خلیلزاد وو چې د جهادي ډلو سپینولو ته یې کار ویلی وو.

د خلیلزاد او حکمتیار تازه مطبوعاتي جګړه؛زلمی خلیلزاد وایي، حکمتیار د ایران او پاکستان سړی دی

د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په ناببره توګه د حزب اسلامي مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار، د کابل قصاب، په کابل کې د ښځینه زده کوونکو په مخونو تیزاب اچونکی، په پیښور کې د نورو مقاومتي ډلو د غړو په وژلو تښتولو تورن کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد، ښاغلی حکمتیار د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د کورنۍ جګړې مسول بللی.

هغه ویلي د نوموړي د جنګ جګړو له امله سلګونه افغانان وژل شوي دي.

نوموړي، حکمتیار طالبانو سره په معاملې تورن کړی خو ویلې یې دي چې ملابرادر دې معاملې ته حاضر نه شو.

زلمي خلیلزاد، حکمتیار د ISI او د ایران د قدس ځواک نږدې ملګری یاد کړی دی.

د طالبانو حکومت؛ننګرهار کې هم د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ

حماسه میډیا ته سرچینو ویلي چې د طالبانو حکومت نن مازدیګر په ننګرهار کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ.

د وایفای شرکتونو ته د طالبانو د یو هئیت په تللو سره چې د امر بالمعروف غړي هم پکې وو، ویلي دي چې د شیخ هبت الله لخوا د شوي امر قدردانی دې وکړي او په وینا یې د «امیرالمومنین» په هره پریکړه کې د دنیا او اخیرت راز پروت دی.

امر بالمعروف په خپل پیغام کې دوی ته ویلي چې باید د شیخ هبت‌الله اطاعت وکړي او پر وړاندې یې نیوکه ونکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نوري فایبر انټرنېټ قطعه شوی دی.

د کرملین او طالبانو اړیکې؛مسکو کې طالب سفیر له روسیې همکاري غواړي

مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې ده.

د طالبانو حکومت سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د وروستۍ غونډې په اړه هم خبرې کړي دي.

د یادې غونډې په ترڅ کې د ډېری غړو هېوادونو له خوا پر افغانستان د ناظر غړیتوب ورکولو پرېکړه وشوه، چې له مخې به یې افغانستان د دې سازمان په راتلونکو غونډو کې په رسمي ډول ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، سفیر ګل حسن د افغانستان ګډون په SCO غونډو کې د هېواد لپاره حیاتي بللی او ټینګار یې کړی چې دا به د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د متقابل تفاهم د رامنځته کولو لپاره یو اړین ګام وي.