شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 311

فیلیپ لازاریني:د اسراییلو نوې پالیسۍ د غزې لپاره د ستر قتل‌عام نښې دي

0

د ملګرو ملتونو د کونډو او کډوالو لپاره د مرستو ادارې (UNRWA) مشر، فیلیپ لازارینی د اکتوبر پر ۲مه په ایکس کې خبرداری ورکړ چې د اسراییلو نوې پالیسۍ ښيي چې د غزې ښار لپاره د ستر قتل‌عام چمتووالی روان دی.

هغه وویل چې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان چې اوس په غزه او شاوخوا سیمو کې محاصره دي، د تروریست یا د ترورېزم ملاتړي په توگه نښه‌کول د ملکیانو پراخ هدف‌ ګرځولو نیت ښیي.

لازاریني ټینګار وکړ چې هغه کسان چې د سیمې د پرېښودو توان نلري، په حملو کې په مستقیم ډول په خطر کې دي.

هغه همدارنګه ویلي، هیڅوک د ملکیانو د وژلو جواز نه لري او په روانو جناياتو باندې چوپ پاتې کېدل د منلو نه دي.

محمد صادق خان:د دوو کلونو ځنډ وروسته د انګور اډې تجارتي دروازه د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د شاوخوا دوو کلونو ځنډ وروسته د انګور اډې تجارتي دروازه د سوداګرۍ او باروړونکو موټرو لپاره پرانیستل شوه.

نوموړي په ایکس کې لیکلي چې دا ګام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې او فعالیتونه نور هم پیاوړي کړي.

دا به داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد سوداګري کمرنګه شوې.

نجیب ازاد:طالبانو بګرام امریکا ته وسپاره او اوس امریکایي ځواکونه ور روان دي

د امريکايي پوهنتون استاد نجيب الله ازاد ادعا کړې چې د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته سپارل شوې او د اووم ګروپ ځانګړي ځواکونه د ځای پر ځای کېدو لپاره ور روان دي.

د ده په وینا، نږدې ۱۴۰۰ سرتېري به ژر په بګرام کې ځای پر ځای شي.

نوموړی زیاتوي چې امریکا د ايران–اسراييلو احتمالي جګړې او په سيمه کې د خپل استخباراتي–نظامي حضور لپاره بګرام ته عاجل اړتيا لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

هندي رسنۍ:امیرخان متقي به راتلونکې اوونۍ هند ته ولاړ شي

د هندي رسنۍ WION د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۹ او ۱۰ نېټه نوي ډیلي ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کمېټې له لوري نوموړي ته د سفر اجازه ورکړل شوې ده.

سرچینې وايي، همدغه اجازه مخکې نه وه ورکړل شوې او له همدې امله د هغه سفر هند او پاکستان ته ځنډېدلی و.

تر اوسه د طالبانو حکومت د متقي د سفر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

روسیه:امریکا په افغانستان کې د بګرام د بیا نیولو خوبونه ویني

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د واشنګټن د هغو راپورونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې ګواکې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې بګرام هوايي اډه بېرته تر واک لاندې راولي.

زاخاروا د یوې خبري ناستې پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې امریکا په «وېرونکي، شرموونکي او وینې تویونکي» ډول له افغانستانه وتلې او دا د شل کلنې ناکامې جګړې پای و.

هغې امریکا په افغانستان کې د پوځي حضور د بیا ټینګولو په هڅه تورنه کړه او بګرام یې د امریکا لپاره «یوه زړه راښکونکې نښه» وبلله.

زاخاروا زیاته کړې: «امریکا ښه پوهېږي چې د افغانستان ولس د خپلواکۍ لپاره د ناټو ځواکونو پر وړاندې مقاومت کړی او د ګواښونو په بدل کې به خپله حاکمیت نه تسلیموي.»

کوهاټ کې؛د پولیسو پر موټر چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي، نن د کوهاټ پر سړک د پولیسو د یوه موټر ترڅنګ بمي چاودنه شوې ده.

د چارواکو په وینا، په دې چاودنه کې یو پولیس افسر وژل شوی او درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

د ټپیانو روغتیایي حالت د درملنې لاندې دی.

پولیسو ویلي، پېښه د پلټنو لاندې ده، خو تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار؛فاروق اعظم له زندان وروسته خپل کور ته ستون شوی

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، چې د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله د شیخ هبت‌الله په امر نیول شوی و، پرون له زندان څخه خوشې شوی او خپل کور ته تللی دی.

سرچینې وایي، د طالبانو حکومت ځینو وزیرانو ورسره لیدلي وو او ویلي یې و چې د ده د بند پرېکړه د شیخ هبت‌الله امر دی او د خوشې کولو واک نه لري.

نوموړی د بښنې غوښتلو ته هم هڅول شوی و، خو هغه نه ده منلې.

فاروق اعظم تر دې مخکې په لیک کې خپل زوی ته ویلي و، چې د ښځو زده کړو، عصري تعلیم او د طالبانو د “امر بالمعروف” د کمزوریو د څرګندولو له امله بندی شوی دی.

نوموړي د کونړ د زلزلې پر مهال د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر ملاتړ ټینګار کړی و او د ښځو د زده کړو اهمیت یې په ډاګه کړی و.

ماریا زاخارووا:د مسکو د فارمټ اوومه ناسته د افغانستان په اړه جوړيږي

‏د روسیې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ اوومه ناسته د اکتوبر په اوومه نېټه په مسکو کې ترسره کېږي.

د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، په دې غونډه کې د افغانستان، هند، ايران، قزاقستان، قرغيزستان، پاکستان، روسيه، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون کوي، او د بلاروس پلاوی هم د مېلمه په توګه بلل شوی دی.

دغې ناستې کې د طالبانو حکومت پلاوی د امیرخان متقي په مشرۍ ګډون کوي او هغه به له سرګي لاوروف، د روسیې له بهرنيو چارو وزير، سره جلا لیدنه هم ولري.

د غونډې اصلي محور د افغانستان د ملي پخلاینې بهیر او د سیمې د هېوادونو له کابل سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاريو پراخول بلل شوي دي.

کونړ کې؛د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

ځايي سرچينې وايي، نن سهار شاوخوا اووه بجې د کونړ ولايت د ناوې ولسوالۍ په «دوکلام» سيمه کې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښته شوې ده.

ويل کېږي، جګړه په وقفه وي ډول روانه ده او پاکستاني پوځيانو د تحريک طالبان پاکستان د غړو د شتون په پلمه ډزې پيل کړې دي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې او زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي او د طالبانو هم تبصره نه ده کړې.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زيات شوي دي.

سوریې د بشري حقونو د څار ادعا:مسکو کې د بشار اسد د مسمومولو هڅه شوې

0

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر بشار اسد په مسکو کې د مسمومېدو د یوې هڅې هدف ګرځېدلی دی.

دغې ادارې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، اسد د دوشنبې په ورځ له روغتون څخه رخصت شوی او روغتیايي حالت یې ښه شوی دی.

سرچینې زیاتوي، د دې کار تر شا نیت دا و چې روسیه د اسد د فزیکي له منځه وړلو په تور متهمه شي.

بشار اسد د تېر کال د دسمبر په میاشت کې د خپل حکومت تر سقوط وروسته روسیې ته پناه وړې وه.