شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 312

د ایران سفارت:د کرنې برخه کې افغانستان سره ګډه همکاري سترې ګټې لري

په کابل کې د ایران سفارت د ۳۳م کرنیز نندارتون په څنډه کې اعلان کړی چې په کرنه او مالدارۍ کې د ایران او افغانستان ګډه همکاري سترې ګټې لري.

د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي ویلي چې د ایران خصوصي سکتور کولای شي د کرنیزو او مالدارۍ صنایعو د بنسټیزو جوړښتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده چې دا نندارتون تېره ورځ پرانیستل شو.

مسعود پزشکیان:ایران باید د تیلو او ګازو پر عوایدو تکیه ونه کړي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هرمزګان په سفر کې ویلي چې هېواد یې باید د تېلو او ګازو پر عوایدو تکیه ونه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې که یوه ورځ تېل او ګاز ختم شي، ملت باید د بقا لپاره نوې لارې ولټوي.

پزشکیان زیاته کړې، هغه هېوادونه چې طبیعي منابع نه لري په ښه ډول ژوند کوي؛ خو ایران له شتمنیو سره سره له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

یورویشیا:د انټرنېټ بندیز د افغانانو د ژوند ټولې چارې له ستونزو سره مخ کړې وې

یوروشیا ریویو راپور ورکړی، چې د طالبانو له لوري د انټرنېټ بندېدو د خلکو ژوند ګډوډ کړی و.

د دوی په خبره، د انټرنېټ د بندېدو پر وخت، بانکونه، سوداګري، الوتنې، زدکړې او هرڅه په ټپه درېدلي وو.

بل لورته بیا د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان برخې ویلي، چې افغانان پخوا هم منزوي وو او له دغه اقدام سره یې کورنیو خپلوانو او ان نړۍ سره اړیکې پرې شوې وې.

یوناما:د طالبانو له لوري د نامعلوم علت په اساس د انټرنېټ بندېدلو د افغانانو پر ژوند دروند اغېز وکړ

یوناما د طالبانو حکومت له لوري د نږدې دوه ورځو لپاره د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د بندېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، د دغه اقدام هېڅ دلیل نه دی وړاندې شوی؛ خو دا کار د خلکو پر ورځني ژوند، اقتصاد، د ښځو او نجونو پر وضعیت، د بیان ازادۍ او د معلوماتو پر لاسرسي دروند منفي اغېز کړی دی.

یوناما زیاتوي، انټرنېټ پرې کېدل د بشري مرستو د وېش او د زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر هم له خنډ سره مخامخ کړ.

دغه سازمان د خدمتونو د بېرته عادي کېدو هرکلی کړی؛ خو له طالبانو یې غوښتي چې د خلکو د حقونو په برخه کې روښانه او مسؤلانه دریځ ولري.

زلمی خلیلزاد:د طالبانو له زندان څخه فاروق اعظم خوشې شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، راپورونه یې تر لاسه کړي چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت لوړپوړی سلاکار، فاروق اعظم له بند څخه خوشې شوی دی.

زلمي خلیل‌زاد فاروق اعظم وطن‌دوست بللی او څرګنده کړې چې که دا خبر ریښتیا وي، نو دا به یو خوښوونکی خبر وي.

تر دې وړاندې د یاد وزارت ځینو سرچینو رسنیو ته تأیید کړې وه چې فاروق اعظم د نامعلومو علتونو له مخې د طالبانو حکومت نظامي محکمې ته لېږلی دی.

پاکستان کې؛د طالبانو حکومت سفیر له منصور احمدخان سره کتلي

په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکېب ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني سفیر منصور احمد خان سره یې لیدنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د اوسنیو ستونزو او همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی دی.

شکېب زیاتوي چې دوی د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا هم خبرې کړي دي.

هه‌نګاو:ایران تېره میاشت ۱۸۷ کسان اعدام کړي چې لس افغانان دي

د ایران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو ویلي، ایران په تېر سپټمبر کې لږ تر لږه ۱۸۷ تنه اعدام کړي دي چې له ډلې یې لس کسان یوازې د همدې میاشتې په وروستیو کې اعدام شوي دي چې ټول افغانان دي.

په اعدام شويو کسانو کې شپږ ښځې هم شاملې وې، چې یوه افغانه یې د نشه يي موادو پر قضیه اعدام شوې ده.

دغه سازمان زیاتوي، د ایران رسمي سرچینو یوازې د ټولو اعدامونو څلور سلنه خپاره کړي دي.

امریکا؛د قطر امنیت تضمینوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ یو نوی فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به یې متحده ایالات د قطر د امنیت ملاتړ کوي.

په دغه فرمان کې ټینګار شوی چې هر ډول وسله‌وال برید پر قطر، د هغه پر خاورې، حاکمیت یا بنسټیزو تاسیساتو، د امریکا د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د واشنګټن د سفر پر مهال د قطر له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د تېرې میاشتې د اسراییل د بریدونو له امله بښنه غوښتې ده.

احمدالله علیزی:له مولانا فضل الرحمن مې وغوښتل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سیمه‌ییز ثبات رامنځته کړي

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي ویلي، چې نن یې په اسلام‌اباد کې د جمعیت علما اسلام ګوند له مشر مولانا فضل‌الرحمن سره مهمه لیدنه کړې ده.

د علیزي په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو، سیمه‌ییز ثبات او متقابل تفاهم په اړه مفصلې خبرې شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې دواړو لوریو د سولې او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پر ګډو هڅو هوکړه کړې ده.

سرچینې:له درې ورځني بندیز وروسته د طالبانو حکومت د رییس الوزرا په امر انټرنېټ بېرته فعال شو

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د انټرنېټ خدمتونه د طالبانو حکومت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په امر بېرته فعال شول.

سرچینو زیاته کړې چې د انټرنېټ بندېدو پرېکړه هم د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده شخصي امر و.

سرچینې وایي، چې ملا محمد حسن اخند په تېرو درې ورځو کې د انټرنېټ د بندېدو پر سر څو غونډې ترسره کړې دي.

د سرچینې په وینا، د کابینې ګڼ غړي د دې موضوع د حل لپاره کندهار ته تللي څو شیخ هبت الله اخندزاده قانع کړي.

د یادونې ده چې له درې ورځو بندیز وروسته نن انټرنېټ بیرته فعال شو.