دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 31

روسیه؛د اوکراین له ویرې د بریا ورځې پوځي پریډ په محدود ډول ترسره کوي

0

د روسیې چارواکو اعلان کړی چې د مسکو د «بریا ورځې» سږنی پوځي پریډ به د اوکراین له لوري د احتمالي بریدونو د ګواښ له امله په محدود ډول ترسره شي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د ترهګریز ګواښ له امله ټول امنیتي تدابیر نیول کېږي؛ خو پریډ به بیا هم د مسکو په سره میدان کې ترسره شي.

د روسیې د دفاع وزارت هم څرګنده کړې چې سږ کال به په پریډ کې درانه پوځي وسایط، ټانکونه او د پوځي ښوونځیو زده‌کوونکي ګډون ونه لري، او دا پرېکړه یې د اوسني امنیتي وضعیت له امله بللې ده.

دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې اوکراین په وروستیو کې د روسیې په ځینو سیمو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

کیف وایي چې یوازې نظامي هدفونه په نښه کوي؛.خو مسکو بیا اوکراین د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو تورنوي.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې په مسکو کې د بریا ورځې پریډ له درنو پوځي تجهیزاتو پرته ترسره کېږي.

شهباز شریف:د ایران او امریکا د جګړې له امله د ستونزو یو غر زموږ مخې ته ولاړ دی

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب هڅې لا هم روانې دي، خو د سولې خبرې اوس مهال له خنډ سره مخ شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لپاره هڅې کېږي، خو په وینا یې، د مذاکراتو بهیر د بېلابېلو ستونزو له امله په ټپه درېدلی دی.

شهباز شریف د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې د ستونزو یو غر زموږ مخې ته ولاړ دی، په ځانګړي ډول یې د سون‌توکو د بیو لوړېدو ته اشاره کړې ده.

هغه ډاډ څرګند کړی چې حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره کار کوي او په وینا یې، تمه ده چې دا ننګونې به په نږدې راتلونکې کې حل شي.

د بریتانیا لومړی وزیر:لندن کې پر دوه تنو د چاقو برید د ژورې اندېښنې وړ دی

0

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر ویلي چې په لندن کې د چهارشنبې ورځې د چاقو برید، چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي، ژور اندېښمنوونکی دی.

نوموړي په پارلمان کې د استازو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې دا پېښه د ټولو لپاره د اندېښنې وړ ده او زیاته کړې چې د پارلماني غونډې تر پیل مخکې د پېښې په اړه خبر شوی و.

استارمر ټینګار کړی چې پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي او ویلي چې ټول باید له دې بهیر سره مرسته وکړي، څو حقیقت روښانه شي.

هغه همداراز څرګنده کړې چې حکومت د دا ډول جرمونو پر وړاندې جدي دریځ لري او ټینګار یې کړی چې په وروستیو کې د دې ډول پېښو زیاتوالی د لا قوي اقداماتو اړتیا ښيي.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت:کابل کې د ۵جي انټرنېټ ازمایښتي پړاو پیل شو

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، په کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د ۵جي انټرنېټي خدماتو ازمایښتي پړاو پیل شوی دی.

د وزارت د ویاند عنایت‌الله الکوزي د معلوماتو له مخې، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له لوري په ۷۴ مخابراتي انتنونو کې د انټرنېټ ظرفیت ۵جي ته لوړ شوی، چې دا به د انټرنېټ د سرعت او کیفیت په ښه‌والي کې مهم بدلون راولي.

د افغان بېسیم مسؤلینو ویلي چې دا پروژه اوس مهال ازمایښتي ده او تر بشپړې ارزونې وروسته به هڅه وشي چې دغه خدمات د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

ندا محمد ندیم:پر کونړ بریدونه د افغان ځوانانو حوصله نه شي ماتولای

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د کونړ پر وروستیو بریدونو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې به د افغان زده‌کړیالانو پر عزم او زده‌کړو هېڅ اغېز ونه لري.

نوموړي په اسعداباد کې د یوې دیني غونډې پر مهال ویلي چې که څه هم وروستیو بریدونو مرګ‌ژوبله اړولې؛ خو افغان ځوانان به خپل تعلیمي مسیر ته دوام ورکړي او له ستونزو سره به مقابله وکړي.

ندیم، چې د ټپي شویو زده‌کړیالانو د پوښتنې لپاره هم ورغلی و، ټینګار کړی چې افغانان کمزوري نه دي او د ده په وینا، د دې ډول بریدونو پر وړاندې به مناسب ځواب ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي وګړي او زده‌کړیالان دي.

شیخ هبت‌الله:طالب چارواکي دې د علماوو مشورې واوري او درناوی دې وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ویلي چې د اسلامي نظام مسؤلیت د شریعت پلي کول دي او ټولو مسؤلینو ته لازمه ده چې د خپلو دندو اړوند شرعي زده‌کړه ترلاسه کړي.

نوموړي له طالب چارواکو غوښتي چې د علماوو مشورې واوري، درناوی یې وکړي او د دیني ارزښتونو په پیاوړتیا کې خپل رول ادا کړي.

هغه همداراز د بیت‌المال پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په ګمرکونو کې راټولېدونکې عواید د خلکو مال دی، نو باید له ډېر احتیاط سره مصرف شي او یوازې د عامه ګټو لپاره وکارول شي، نه د شخصي موخو لپاره.

نوموړي زیاته کړې چې چارواکي باید ځانونه د خلکو خادمان وبولي، د خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ټولنې خدمت وکړي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند الوخېل سیمه کې له ۸۰۰ جریبو زیاته ځمکه دولتي اعلان شوه

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اړوند د الوخېل په سیمه کې له ۸۰۰ جریبو زیاته ځمکه د محکمې د پرېکړې له مخې د دولت ملکیت ګرځول شوې ده.

د چارواکو په وینا، دا ځمکه چې په دوو جلا کادستري برخو کې شامله ده، د قانوني اسنادو، املاکي ثبتونو او د اړوندو ادارو د معلوماتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته د دولت په نوم ثبت شوې ده.

وزارت ټینګار کړی چې دغه ساحه به د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپارل شي، څو راتلونکې کې یې د ساتنې او قانوني کارونې چارې تنظیم شي.

د عدلیې وزارت زیاتوي چې د دولتي ځمکو د تثبیت او له غاصبینو د بېرته اخیستلو بهیر په ټول هېواد کې دوام لري او دا اقدام د عامه شتمنیو د ساتنې په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

نړیوال بانک:د انرژۍ بیې به سږکال په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو ډېرې لوړې شي

0

راپورونه وایي، د فارس خلیج په سیمه کې د روانو کړکېچونو له امله نړیوال بانک د نړیوال اقتصاد، په ځانګړي ډول د انرژۍ د بیو په اړه نوې ارزونې خپرې کړې دي.

د نړیوال بانک کارپوهان اټکل کوي چې د انرژۍ بیې به سږکال شاوخوا ۲۴ سلنه لوړې شي، چې دا به د ۲۰۲۲ کال د روسیې او اوکراین جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه کچه وي.

په راپور کې ویل شوي چې د انرژۍ د بیو دغه زیاتوالی نه یوازې د تېلو او ګازو بازار اغېزمنوي، بلکې د نړیوال تولید پر سکتور هم فشار راولي او ښایي د بیو د نورو ناڅاپي لوړیدو لامل شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انرژۍ د بیو دوامداره لوړوالی کولای شي په نړیوالو بازارونو کې د بې‌ثباتۍ لړۍ نوره هم چټکه کړي او د اقتصاد پر بېلابېلو برخو منفي اغېزې پرېږدي.

افغانستان او چین؛د سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پانګونو د پراختیا پر همکاریو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) مشرتابه چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د ژېجیانګ ولایت د بهرنیو چارو له ولایتي استازي سره لیدنه کړې، چې پکې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، رېل پټلۍ همکاریو، نندارتونونو او ګډو پانګونو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، افغان پلاوي په دې لیدنه کې د کابل او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیل هم ټینګار کړی او چینایي لوري د دې موضوع د تعقیب ډاډ څرګند کړی دی.

په ورته وخت کې، د ACCI مشرتابه د هانګژو د سوداګرۍ او صنعت خونې سره هم جلا غونډه ترسره کړې، چې پکې د سوداګرۍ د پراختیا، ګډو پانګونو، نندارتونونو او د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو (B2B) پر پیاوړتیا بحث شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې د دې لیدنو په پایله کې د هانګژو خونې او د کندهار د سوداګرۍ خونې ترمنځ د تفاهم یو یادداشت (MoU) هم لاسلیک شوی، چې هدف یې د دواړو لورو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته وده ورکول دي.

ډونالډ ټرمپ:موږ به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو اجازه ورنه کړو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا له پاچا چارلس درېیم سره په لیدنه کې په لنډ ډول د منځني ختیځ د شخړو یادونه کړې او ویلي چې امریکا له ایران سره په جګړه کې ډېر ښه کار کړی دی.

هغه د ایران له نوم اخیستلو پرته ویلي: «موږ له نظامي پلوه هغه ځانګړی مقابل لوری مات کړی دی.»

ټرمپ زیاته کړې: «موږ به هېڅکله هغه مقابل لوري ته اجازه ورنه کړو—چارلس له ما سره موافق دی، حتی تر ما هم زیات—موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې هغه لوری اټومي وسلې ولري.»

نوموړي همدارنګه ویلي چې امریکا او بریتانیا په ګډه د «کمونیزم، فاشیزم او استبداد» پر وړاندې درېږي.