شنبه, جون 27, 2026
Home Blog Page 302

افغان ایواک:افغانستان کې بند پاتي افغان متحدین د امریکا د غلطو سیاسي پریکړو قربانیان دي

0

افغان ایواک بنسټ وایي، چې د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) بهیر په قانوني ډول لا هم موجود دی، خو د امریکا د نوو اجرايي پالیسیو له امله عملاً ټکنی شوی او زرګونه افغان همکاران یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

د بنسټ د معلوماتو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د افغانانو لپاره د ویزو ډېری چارې درولې دي، چې پکې هغه قضیې هم شاملې دي چې له مخکې یې رسمي امنیتي او اداري تایید ترلاسه کړی و.

افغان ایواک ټینګار کوي، چې ستونزه تخنیکي نه ده، بلکې د سیاسي پرېکړو او د ویزو د محدودیتونو پایله ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې زرګونه افغانان چې کلونه یې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره کار کړی، اوس په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، له خپلو کورنیو جلا شوي او د ژوند د ژغورنې لپاره د روښانه حل لارې په تمه دي.

راپورونه:کوشنر، ویتکاف او د سنتکام قومندان د ابراهام لینکلن جنګي بېړۍ څخه لیدنه کړې

0

د اکسیوس خبریال بارک راوید د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر استازي، جرد کوشنر او سټیو ویتکاف، د شنبې په ورځ د سنتکام له سمندري قومندان ادمیرال براډ کوپر سره یوځای، د امریکا د جنګي بېړۍ یو‌اېس‌اېس آبراهام لینکلن څخه لیدنه کړې ده.

یاده بېړۍ دا مهال د عربي سمندر په سیمه کې، د ایران له پولو نه په نسبتاً نږدې واټن کې ځای پر ځای شوې ده.

د راپور له مخې، تمه ده چې د آبراهام لینکلن جنګي بحري بېړۍ او د هغې جنګي ډله، که چېرې په راتلونکي کې د امریکا له لوري پر ایران کوم احتمالي پوځي برید ترسره شي، مخکښ رول ولوبوي.

دا لیدنه چې د ایران سره د خبرو له ترسره کېدو یوازې یوه ورځ وروسته شوې، تهران ته یو څرګند سیاسي او پوځي پیغام بلل کېږي؛ دا چې که مذاکرات ناکام شي، واشنګټن د فشار او اقدام نور انتخابونه هم په لاس کې لري.

عبدالمتین قانع:د ترافیکو پولیسو ته نوي او عصري موټرونه وسپارل شول

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو ته د ښاري نظم او د ترافیکي خدمتونو د ښه والي په موخه یو شمېر نوي او عصري موټرونه وسپارل.

یاد وزارت ویلي، دغه موټرونه چې د ترافیکو پولیسو ځانګړی رنګ، نښې او عصري تجهیزات لري، به په ښارونو او مهمو لویو لارو کې د ترافیکي نظم په ټینګښت، د پېښو په مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د ترافیکو پولیسو تجهیز او پیاوړتیا د ښاري امنیت او عامه خدمتونو د ښه والي لپاره د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

محمود خان اچکزی:پاکستان نن د خپلو تېرو ناسمو پالیسیو پایلې رېبي

د پاکستان د اپوزیسیون مخکښ سیاستوال محمود خان اچکزی وايي، هېواد یې اوس د هغو تګلارو پایلې ویني چې په تېرو لسیزو کې یې خپله غوره کړې وې.

نوموړي ټینګار کړی چې «انسان هماغه څه رېبي چې کرلي یې وي».

اچکزي د پاکستان پر اوږدمهالو سیاسي او امنیتي پالیسو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د غلطو پرېکړو له امله هېواد څو لسیزې وړاندې د یوه داسې خطرناک جګړه‌ییز مسیر پر لور ولاړ، چې پایلې یې بې‌توپیره وې او ښه او بد یې سره جلا نه کړل.

د هغه په وینا، په هماغه موده کې پاکستان د نړۍ بېلابېلو افراطي عناصرو ته ځای ورکړ، هغوی یې سره راټول کړل او د تشدد او ترهګرۍ لپاره یې وروزل؛ هغه څه چې نن یې اغېزې د ټولنې پر هر قشر ښکاره دي.

نوموړي زیاته کړې چې تاوتریخوالی او افراطیت کله هم تر کنټرول لاندې نه پاتې کېږي او بالاخره هماغه نظام ته زیان رسوي چې ملاتړ یې کړی وي.

اچکزي د وضعیت د سمون لپاره د پالیسیو د بنسټیز بدلون، د قانون د حاکمیت او د سوله‌ییز سیاست پر اړتیا ټینګار کړی.

عباس عراقچي:د یورانیمو غني‌کول زموږ نه انکارېدونکی حق دی او د توغندیو په اړه هېڅ مذاکره نه کوو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، د یورانیمو غني‌کول د ایران ُمسلم او نه انکارېدونکی حق دی او دا به دوام ولري، خو تهران چمتو دی چې د غني‌سازۍ کچه راکمه کړي.

نوموړي د الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د ایران د توغندیز پروګرام په اړه نه اوس او نه هم په راتلونکي کې د کوم ډول مذاکراتو امکان شته.

عراقچي همدارنګه وویل، چې لوړ غني شوي یورانیم به له هېواده بهر ونه لېږدول شي او دا موضوع د ایران لپاره سره کرښه ده.

هغه زیاته کړه چې تر دې دمه د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره کومه رسمي نېټه نه ده ټاکل شوې او خبرې لا هم د ابهام په حالت کې دي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت:د روغتیایي محصولاتو د تنظیم رئیس د درملو د همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترکیې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم رئیس، نعیم الله ایوبي، ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی.

د وزارت په وینا، د سفر موخه د روغتیایي همکاریو پیاوړتیا ده او ایوبي به له ترکي چارواکو سره په مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

سره له دې چې ترکیې د طالبانو حکومت لا تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو دواړه خواوې په بېلابېلو برخو کې پراخې همکارۍ لري.

آلمرصاد:پاکستان د داعش خراسان ډلې د بیا تنظیم اصلي مرکز ګرځېدلی

د طالبانو حکومت اړوند المرصاد رسنۍ په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي، چې پاکستان په جنوبي اسیا کې د داعش د بیا تنظیم او پراختیا لپاره په اصلي مرکز بدل شوی دی.

د راپور له مخې، پاکستان نه یوازې دا چې داعش ته د فعالیت زمینه برابره کړې، بلکې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د دې ډلې روزنیز مرکزونه هم فعال ساتلي، چې له همدې ځایونو څخه په افغانستان، ایران، روسیه او نورو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه تنظیمېږي.

المرصاد وايي، د کندهار خونړی برید، د روسیې د کنسرت تالار حمله او د ایران په کرمان ښار کې چاودنه هغه بېلګې دي، چې ترسره کوونکي یې وروسته د پاکستان له خاورې سره تړل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا په باړه ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو له لورې، د وروستیو عملیاتو پر مهال ۱۱ داعش غړي وژل شوي، چې ټول بهرني اتباع وو او دا پېښه ښيي چې داعش لا هم په پاکستان کې منظم حضور لري.

همدارنګه المرصاد زیاتوي، چې د بلوچستان په مستونګ کې د داعش لوړپوړی غړی عاصم بلوچ، د خیبر په سورغر سیمه کې عبدالمالک، او په پنجاب کې برهان په نوم یو بل مهم قومندان هم وژل شوي دي.

المرصاد زیاتوي، چې ترکیه‌يي داعش غړي «مهمت ګورین» هم د نیول کېدو پر مهال اعتراف کړی، چې په بلوچستان کې د داعش روزنیز مرکزونه شته، چیرې چې د بېلابېلو هېوادونو کسان د نړیوالو بریدونو لپاره روزل کېږي.

راپور ټینګار کوي، چې پاکستان د داعش د داخلي او بهرنیو غړو ترمنځ د نښلولو رول لوبوي او هڅه کوي دا ډله د ګاونډیو هېوادونو د بې‌ثباته کولو لپاره د فشار وسیله وګرځوي.

ایران:ډونالډ ټرمپ دروغجن دی

0

د ایران د ملي امنیت د کمېسیون ویاند، ابراهیم رضایي په اېکس کې لیکلي چې ډونالډ ټرمپ دروغجن دی.

هغه ویلي چې ایران له خپلو سرو کرښو هېڅکله نه اوړي او نه به واوړي.

دا څرګندونې د ایران له لوري په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له مسقط د مذاکراتو ویلي چې داسې ښکاري ایران ډېر غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې، دواړه خواوې د خبرو د جزیاتو په اړه محتاط پاتې شوي؛ خو څرګندونې ښيي چې د دواړو لورو د خبرو اترو له لارې د هوکړې د ممکنه هڅو موضوع تر بحث لاندې ده.

داعش خراسان:د اسلام آباد پر جومات ځانمرګی برید موږ کړی

0

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د تېرې جمعې ورځې پر یوه جومات د شوي ځانمرګي برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

یادې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې دا برید د دوی د جنګیالیو له‌خوا ترسره شوی دی.

بلخوا، د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته پاکستان پر هند تور پورې کړی و چې ګواکې په دغه برید کې لاس لري، خو د هند حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد دې د نورو هېوادونو د تورنولو پر ځای خپل کورنی امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.

همداراز، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف پر بلوچستان د وسله‌والو تحرکاتو او د اسلام‌اباد پر جومات برید د طالبانو حکومت ته منسوب کړي وو، خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په غبرګون کې ویلي چې پاکستان په بې‌منطق او عجولانه څرګندونو سره نشي کولای پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده واچوي او خپلې داخلي ستونزې پر افغانستان وتپي.

پمپیو:ایران دې له امریکا سره د مذاکراتو د بریا لپاره دا درې شرطونه ومني

0

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په اېکس کې د ایران او امریکا ترمنځ په عمان کې د روانو مذاکراتو په اړه لیکلي چې یوازینۍ د منلو وړ پایله باید د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د بالېسټیک توغندیو له منځه وړل او له ترهګرۍ د تهران د ملاتړ پای ته رسول وي.

پمپیو په خپله لیکنه کې ټینګار کړی چې له دې پرته هره بله پایله د منلو نه ده او شک یې څرګند کړی چې د ایران مشرتابه به دغو شرطونو ته غاړه کېږدي.

نوموړي په طنزي ژبه زیاته کړې: «که څوک فکر کوي چې آیت‌الله به دا ومني؛ نو زه په بروکلین کې د پل د خرڅولو لپاره هم وړاندیز لرم.»

د پمپیو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو او تماسونو په اړه بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د راتلونکې په اړه بحثونه روان دي.