جمعه, جون 12, 2026
Home Blog Page 25

د هوا پېژندنې ادارې؛سبا په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې د جمعې ورځې، د ۱۴۰۵ کال د جوزا ۱۵مې لپاره په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د یادې ادارې د خبرتیا له مخې، په بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، خوست، کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۵ میلي مترو پورې اټکل شوې ده، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو خطر موجود دی.

په همدې حال کې، هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د هېواد په مرکزي، ختیځو، شمالي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له طوفانونو سره د سختو بادونو د چلېدو احتمال هم شته.

همدا رنګه ویل شوي، د بادونو چټکتیا به په ځینو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو په ساعت پورې ورسېږي.

د امریکا او ایران د کړکېچ ۹۷مه ورځ؛د دواړو لوریو په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی

د امریکا- اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ د پیل نن ۹۷مه ورځ ده، یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره لا هم د دواړو لوریو ترمنځ په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی راغلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي، له امریکا سره په روانو خبرو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او خبرو اترو لارې لا هم پرانیستې دي.

عراقچي همداراز د خلیج په سیمه کې د ایران وروستي بریدونه د ځان‌ دفاع بللې او خبرداری یې ورکړی چې نور بندیزونه او پوځي فشارونه به تهران له دریځ په شا نه کړي.

په همدې حال کې، اسرائیل او لبنان د امریکا په منځګړیتوب د اوربند د عملي کېدو هوکړې ته نږدې شوي، خو د راپورونو له مخې اسرائیلي ځواکونو له دې هوکړې وروسته هم د لبنان په سویل کې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

راپورونه وایي د اوربند له اعلان سره سره د اسرائیل او حزب‌ الله ترمنځ کړکېچ لا هم په بشپړه توګه پای ته نه دی رسېدلی او د دواړو خواوو ترمنځ لا هم بې‌ باوري موجوده ده.

عمان؛ له ایران سره د اړیکو پرېکولو لپاره د امریکا فشارونه رد کړل

عمان د امریکا هغه غوښتنې رد کړې چې له ایران سره خپلې اړیکې محدودې یا پرې کړي او ټینګار یې کړی چې له تهران سره اړیکې به وساتي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا هڅه کوي د هرمز تنګي د روان کړکېچ په تړاو پر عمان فشار راوړي چې له ایران ورانه کړي، خو مسقط ویلي، له تهران سره اړیکې یوازې د نړیوالو قوانینو او د سمندري تګ راتګ د مدیریت په چوکاټ کې دي، نه د کوم سیاسي یا پوځي ایتلاف په موخه.

عمان، چې له اوږدې مودې راهیسې د سیمې په شخړو کې د منځګړي رول لوبولی، ویلي د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ساتل د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړین دي.

راپور زیاتوي د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته، واشنګټن غواړي سیمه‌ ییز متحدان د تهران پر وړاندې سخت دریځ ته راکاږي، خو عمان تر اوسه خپله بې‌ طرفي ساتلې ده.

تازه خبر؛ کویټ کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو

باوري سرچينو حماسه ميډيا ته ويلي، په کویټ کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی او مولوي محمدشفیق خطیب د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

سرچینې وایي، نوموړی د پخواني سفیر سید جواد هاشمي ځای ناستی شوی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت محمد داود خروټی په کویټ کې د سفارت د شارژدافیر په توګه معرفي کړی و.

محمدشفیق خطیب پخوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت کې د سرحدونو چارو د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.

د راپورونو له مخې، کویټ د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ میاشت کې چمتووالی ښودلی و چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپاري.

حامد کرزی:د ملګرو ملتونو په عمومي مجمعې کې د فایق ټاکل کېدل د افغانستان مهمه لاسته‌راوړنه ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي نصير احمد فايق د ټاکل کېدو هرکلی کړی او هغه ته یې مبارکي ویلې ده.

کرزي په یوه پیغام کې ویلي چې د ښاغلي فایق ټاکل کېدل د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې د عمومي مجمعې د مرستیال په توګه د افغانستان لپاره یوه مهمه لاسته‌راوړنه ده.

نوموړي زیاته کړې چې هیله لري فایق به په دې نوې دنده کې هم د افغانستان د خدمت لپاره لا زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي.

د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې؛ د کوک ټاپوګانو ښځینه لوبډلې ته لومړۍ لوبه وبایلله

د افغانستان جلاوطنې فوټبال ښځینه لوبډلې چې د Afghan Women United په نوم یادیږي، د فیفا نړیوالو سیالیو کې د رسمي ګډون ترلاسه کولو وروسته نن د جون په څلورمه د کوک ټاپوګانو ښځینه لوبډلې پر وړاندې دوستانه لوبه وکړه.

افغان لوبډلې دغه لوبه د نیوزیلنډ په اوکلنډ ښار کې په وروستۍ شېبه کې د یو پر صفر په توپیر وبایلله.

په همدې حال کې دواړه لوبډلې به دویمه دوستانه لوبه په اوکلنډ کې را روانه اوونۍ د جون په اتمه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې ټولې لوبغاړې بېلابېلو هېوادونو ته ووتې او شاوخوا له پنځو کالو راهیسې یې د فیفا نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د ګډون حق ترلاسه کولو لپاره عدالت غوښتنه وکړه.

بلاخره د فیفا نړیوال فدراسیون د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون رسمي اجازه ورکړه.

له دې وروسته یاده لوبډله د فوټبال دوه اړخیزو نړیوالو لوبو او په نړیوالو ټورنمټونو کې برخه اخیستلی شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت:د ایران د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو ادعاوې بې‌بنسټه دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د هغو راپورونو ادعاوې رد کړې چې ګواکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکایي چارواکو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه استخباراتي معلومات شریک کړي دي.

اندرابي د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل: «پاکستان هغه راپورونه ردوي چې وایي د بهرنیو چارو وزیر د ایران په اړه له امریکا سره استخباراتي معلومات شریک کړي دي. دا ډول ادعاوې بې‌بنسټه او له اټکلونو ډکې دي.»

هغه همداراز وویل چې پاکستان د افغانستان اړوند موضوعات د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې کاجا کالاس سره هم مطرح کړي دي، او د ده په وینا اروپايي ټولنه د پاکستان دریځ درک کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د پاکستان د دفاع حق هم د اروپايي ټولنې له استازو سره په ګډه خبري ناسته کې د بحث یوه مهمه برخه وه.

طاهر اندرابي:د روسیې او افغانستان د پوځي همکارۍ په اړه تبصره لا وختي ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د روسیې او افغانستان ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکارۍ د احتمالي تړون په اړه له څرګندې تبصرې کولو ډډه کړې ده.

اندرابي د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل چې د موضوع جزئیات لا هم تر څېړنې لاندې دي او په اوسني پړاو کې به د دې تړون په اړه هر ډول تبصره له وخته مخکې وي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ د موضوع جزئیات ارزوو او تر هغه وخته چې بشپړ معلومات ترلاسه نه شي، تبصره کول مناسب نه دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه دریځ په داسې حال کې څرګند شوی چې څو ورځې وړاندې د روسیې او افغانستان ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړونونه لاسلیک شوي.

د طالبانو حکومت:د ۱۴۰۵ کانکور ازموینې لپاره ۱۲۰ زره زده‌کوونکو نوم‌لیکنه کړې

د طالبانو حکومت د ازموینو ادارې مرستیال رحیم الله حقاني ویلي چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې لپاره ټولټال ۱۲۰ زره د دولسم ټولګي فارغانو نوم‌لیکنه کړې ده، او دغه ازموینه به په څلورو پړاوونو کې ترسره شي.

هغه نن (پنجشنبه) په کابل کې د کانکور ازموینې د درېیم پړاو د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل چې د ازموینې لومړی پړاو په ۱۵ ولایتونو او دویم پړاو په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د کانکور بهیر د ټاکل شوي مهالوېش له مخې روان دی او پاتې پړاوونه به هم په منظم ډول ترسره شي، څو ټولو نوماندانو ته د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د داخلېدو فرصت برابر شي.

فايننشل ټايمز:ټرمپ او نتنياهو د ۱۹۸۲ کال د بېروت کړکېچ ته ورته حالت تکراروي

د بریتانیا ورځپاڼې فايننشل ټايمز په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا د ۱۹۸۲ کال د بېروت د جګړې پر مهال د امریکا او اسرائیل د مشرانو تر منځ رامنځته شوي اختلافات یادوي.

د راپور له مخې، د لبنان په جنوب او د بېروت په څنډو کې د اسرائیلو پوځي عملیاتو د واشنګټن او تل‌ابیب ترمنځ سیاسي اختلافات زیات کړي دي.

ویل کېږي، ټرمپ د یوې تلیفوني اړیکې پر مهال پر نتنياهو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې د پوځي بریدونو دوام کولی شي د اسرائیل نړیوال دریځ او روانې ډیپلوماټیکې هڅې زیانمنې کړي.

فايننشل ټايمز لیکي چې دغه وضعیت د ۱۹۸۲ کال هغه پېښو ته ورته دی، کله چې د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن د لبنان د جګړې پر مهال د اسرائیل له هغه وخت لومړي وزیر مناخیم بېګن څخه د بېروت د بمبارۍ د درولو غوښتنه کړې وه.

راپور زیاتوي چې که څه هم د سیمې سیاسي شرایط د تېرو لسیزو په پرتله بدل شوي؛ خو د لبنان په اړه د اسرائیل پوځي تګلاره او د امریکا اندېښنې لا هم د پخوانیو تجربو انعکاس ښيي.