د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي نصير احمد فايق د ټاکل کېدو هرکلی کړی او هغه ته یې مبارکي ویلې ده.
کرزي په یوه پیغام کې ویلي چې د ښاغلي فایق ټاکل کېدل د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې د عمومي مجمعې د مرستیال په توګه د افغانستان لپاره یوه مهمه لاستهراوړنه ده.

نوموړي زیاته کړې چې هیله لري فایق به په دې نوې دنده کې هم د افغانستان د خدمت لپاره لا زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي.

