له کابله سرچینې وایي، دا مهال د طالبانو د حکومت په لوی شمېر ځواکونه د دشت برچې په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
ویل کیږي د طالبانو ځواکونه دغه ځای پر ځای کېدنه نن ورځ د لاریونونو او اعتراضاتو د مخنیوي لپاره شوې ده.
له دشت برچې سرچینې تاییدوي چې د کابل په لویدیځه برخه کې د طالب ځواکونو د ګرځېدو له امله په پراخه کچه د عادي تګ راتګ مخه نیول شوې.
همداراز له کابله ځینې نجونې او ښځې وایي، تازه ورته خبرداری ورکړل شوی چې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې له کورونو ونه وځي ځکه ښایي د طالبانو امر بالمعروف محتسبین په پلازمېنه کې هم د ښځو د نیولو لړۍ پیل کړي.
تراوسه رسمي سرچینو په دشت برچې کې د طالب ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او نویو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

