جمعه, جون 12, 2026
Home Blog Page 24

العربيه:د ایران د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د خوشې کولو په اړه خبرې روانې دي

العربیه د یوې باخبره سرچینې له قوله ويلي، چې د ایران د کنګل شویو مالي شتمنیو د یوې برخې د خوشې کولو لپاره د یوه میکانیزم په اړه خبرې اترې روانې دي.

سرچینې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي؛ خو اصلي خنډ لا هم د ایران د کنګل شویو پیسو د مدیریت او خوشې کولو څرنګوالی دی.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځګړو ته ویلي چې تر هغې به ایران ته هېڅ مالي سرچینه خوشې نه شي، څو چې وروستۍ هوکړه لاسلیک شوې نه وي.

سرچینې زیاته کړې چې اوس مهال د یوه ځانګړي مالي صندوق د جوړولو طرحه تر بحث لاندې ده، ترڅو د ایران کنګل شوې شتمنۍ پکې وساتل شي او د احتمالي هوکړې له مخې مدیریت شي.

ریچارډ بېنټ: افعانه سمیرا نوا د نورو ښځو لپاره الهام او بېلګه ده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو کلتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ربچارډ بېنټ د ډنمارک د انرژۍ وزیرې په توګه سمیرا نوا ته د ټاکل کېدو مبارکي ویلې.

ښاغلي بېنټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«افغان الاصله سمیرا نوا ته د ډنمارک هېواد د اقلیم، انرژۍ او عامه خدماتو د وزیرې په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وایم.»

بېنټ ټینګار کړی چې د سمیرا نوا ټاکل کېدل په عامه ژوند کې د ښځو د برابر ګډون د ارزښت ښکارندویي کوي او دا ثابتوي چې ټولنه له ټول ګډونه مشارکت او رهبرۍ څومره اغېزناکه ګټه ترلاسه کوي.

ریچازډ بېنټ همداراز سمیرا نوا د نورو ښځو او نجونو لپاره الهام او بېلګه بللې ده.

سپین غر زون لوبډلې؛د نهم پړاو لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

سپین غر زون لوبدلې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د لېسټ اې یو ورځنیو لوبو په پای لوبه کې آمو زون لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د سپین غر لوبډلې لپاره عرب ګل مومند درې، ظاهر خان، عصمت علم او محمد ابراهیم دوه- دوه او زبید اکبري یوه وېکټه ترلاسه کړه او له ۲۷۸ منډو هدف یې بریالۍ دفاع وکړه.

د پایلوبې پچه سپین غر ګټلې وه او خپله یې د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه چې د دروېش رسولي ۱۰۱ او عصمت علم ۱۰۰ ډېرو منډو پر مټ یې سیالې آمو زون لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.

د آمو لوبډلې لپاره توپ اچوونه کې ګلبدین نایب ۵، فضل الحق فاروقي او جاوېد سعیدي یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.

خو یادې لوبډلې ونه شول کولی هدف پوره کړي، په ۳۸ اوورونو کې یې یوازې ۱۹۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل چې لوبه یې د ۸۴ منډو په توپیر له لاسه ورکړه.

په همدې حال کې د کورنیو لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو پسې د شپږیزې لیګ سیالۍ پیلیږي خو تراوسه یې د پیل نېټه او د لوبو مهالوېش نه دی په ډاګه شوی.

د هرات د مالګې کان؛په ۲۰ میلیونه ۴۵ زره ډالرو د رېډ ګولډ آسیا شرکت ته ورکړل شو

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د مالګې کان رېډ ګولډ آسیا شرکت ته ورکړ.

دغه وزارت نن پنجشنبه(غبرګولي ۱۴مه) د غوریانو د مالګې کان د دویم بلاک تړون چې ۹.۷ کیلو مټره مربع مساحت لري له رېډ ګولډ آسیا کان کېندنې شرکت سره د ۲۰ میلیونه ۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ.

د دغې تړون له لارې به شاوخوا سلو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپل حکومت له پیل راهیسې په لسګونه کانونه بېلابېلو شرکتونه ته ورکړي او د حکومت د عوایدو لویه برخه یې هم د کانونو د کېندنې او خرڅلاو له لارې تامینیږي.

روسیه؛ د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ د سترې پروژې ارزونې ته دوام ورکوي

روسیې ویلي، د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ د یوې مهمې سیمه‌ ییزې پروژې په اړه تخنیکي او اقتصادي ارزونې لا هم روانې دي.

دا پروژه به د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.

د راپورونو له مخې، مسکو او تاشکند د «ټرانس افغان» په نوم د دې پروژې پر پرمختګ خبرې کوي او هڅه کوي د عملي کېدو لپاره یې لازمې تخنیکي چارې بشپړې کړي.

ټاکل شوې دا رېل پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار د مزار شریف او کابل له لارې تر پېښوره وغځېږي، چې په بشپړېدو سره به د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره نوې او لنډه لاره برابره کړي.

کارپوهان باور لري چې د دې دهلېز جوړېدل به افغانستان د سیمې د ترانزیټي اتصال په یوه مهم مرکز بدل کړي او د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او روسیې ترمنځ به د توکو د لېږد بهیر چټک او ارزانه کړي.

شيخ هبت‌الله:د مخالفانو پر وړاندې د عفوې تګلاره لا هم پر ځای ده

د طالبانو حکومت مشر شيخ هبت‌الله اخوندزاده په کندهار کې د شمال لوېدیځ او شمال ختیځ زون د نهو ولایتونو له والیانو، د علماوو شوراګانو او استیناف محکمو له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د خپلو مخالفانو لپاره اعلان شوې عمومي عفوه لا هم نافذه ده او د پخواني حکومت له کارکوونکو سره د حساب اخیستنې تګلاره نه لري.

نوموړي ویلي، د عمومي عفوې موخه د غچ اخیستنې مخنیوی او په هېواد کې د سولې او ثبات ټینګښت و.

د ده په وینا، د پخواني نظام غړو وسلې پر ځمکه کېښودې او د همدې عفوې له مخې ورسره حساب نه دی شوی او نه به هم وشي.

هبت‌الله اخوندزاده طالب چارواکي او دیني عالمان هڅولي چې د بښنې، زغم او د ټولنیزو ستونزو د کمولو لپاره کار وکړي او خلک هم د عفوې او پخلاینې فرهنګ ته وهڅوي.

هغه همداراز د شریعت، امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او سیمه‌ییزو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې د ده فرمانونه لومړی پر ځان عملي کړي او بیا یې خلکو ته ورسوي.

د هوا پېژندنې ادارې؛سبا په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې د جمعې ورځې، د ۱۴۰۵ کال د جوزا ۱۵مې لپاره په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د یادې ادارې د خبرتیا له مخې، په بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، خوست، کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۵ میلي مترو پورې اټکل شوې ده، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو خطر موجود دی.

په همدې حال کې، هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د هېواد په مرکزي، ختیځو، شمالي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له طوفانونو سره د سختو بادونو د چلېدو احتمال هم شته.

همدا رنګه ویل شوي، د بادونو چټکتیا به په ځینو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو په ساعت پورې ورسېږي.

د امریکا او ایران د کړکېچ ۹۷مه ورځ؛د دواړو لوریو په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی

د امریکا- اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ د پیل نن ۹۷مه ورځ ده، یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره لا هم د دواړو لوریو ترمنځ په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی راغلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي، له امریکا سره په روانو خبرو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او خبرو اترو لارې لا هم پرانیستې دي.

عراقچي همداراز د خلیج په سیمه کې د ایران وروستي بریدونه د ځان‌ دفاع بللې او خبرداری یې ورکړی چې نور بندیزونه او پوځي فشارونه به تهران له دریځ په شا نه کړي.

په همدې حال کې، اسرائیل او لبنان د امریکا په منځګړیتوب د اوربند د عملي کېدو هوکړې ته نږدې شوي، خو د راپورونو له مخې اسرائیلي ځواکونو له دې هوکړې وروسته هم د لبنان په سویل کې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

راپورونه وایي د اوربند له اعلان سره سره د اسرائیل او حزب‌ الله ترمنځ کړکېچ لا هم په بشپړه توګه پای ته نه دی رسېدلی او د دواړو خواوو ترمنځ لا هم بې‌ باوري موجوده ده.

عمان؛ له ایران سره د اړیکو پرېکولو لپاره د امریکا فشارونه رد کړل

عمان د امریکا هغه غوښتنې رد کړې چې له ایران سره خپلې اړیکې محدودې یا پرې کړي او ټینګار یې کړی چې له تهران سره اړیکې به وساتي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا هڅه کوي د هرمز تنګي د روان کړکېچ په تړاو پر عمان فشار راوړي چې له ایران ورانه کړي، خو مسقط ویلي، له تهران سره اړیکې یوازې د نړیوالو قوانینو او د سمندري تګ راتګ د مدیریت په چوکاټ کې دي، نه د کوم سیاسي یا پوځي ایتلاف په موخه.

عمان، چې له اوږدې مودې راهیسې د سیمې په شخړو کې د منځګړي رول لوبولی، ویلي د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ساتل د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړین دي.

راپور زیاتوي د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته، واشنګټن غواړي سیمه‌ ییز متحدان د تهران پر وړاندې سخت دریځ ته راکاږي، خو عمان تر اوسه خپله بې‌ طرفي ساتلې ده.

تازه خبر؛ کویټ کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو

باوري سرچينو حماسه ميډيا ته ويلي، په کویټ کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی او مولوي محمدشفیق خطیب د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

سرچینې وایي، نوموړی د پخواني سفیر سید جواد هاشمي ځای ناستی شوی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت محمد داود خروټی په کویټ کې د سفارت د شارژدافیر په توګه معرفي کړی و.

محمدشفیق خطیب پخوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت کې د سرحدونو چارو د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.

د راپورونو له مخې، کویټ د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ میاشت کې چمتووالی ښودلی و چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپاري.