هرمز تنګي ته په نږدې سیمه کې د تېلو په یوه ټانکر د امریکا متحده ایالاتو په برید کې د هند درې سمندري کارکوونکي وژل شوي.
د ملګرو ملتونو د خبرونو مرکز UN News نن جمعه په یو راپور کې ویلي چې برید د چهارشنبې په ورځ د عمان په سمندري اوبو کې د پالو تر بیرغ لاندې د «سېټېبېلو» په نوم د تېلو پر ټانکر شوی.
هند او د ملګرو ملتونو اړوند نړیوالې سمندري ادارې (IMO) برید غندلی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي په بېړۍ کې ۲۴ هندي سمندري کارکوونکي سپاره وو چې له ډلې یې ۲۱ ژغورل شوي او درې نور ورک وو.
د ملګرو ملتونو سمندري ادارې ټینګار کړی چې په هر حالت کې باید د سمندري کارکوونکو ژوند خوندي اوسي.
یادې ادارې همداراز ویلي چې له دې پېښې سره د کړکېچ له پیل راهیسې په ټوله کې د وژل شویو سمندري کارکوونکو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

