د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهيل اپرېدي د پېښور د سفر پر مهال د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره هېڅ لیدنه نه ده کړې.
د وزارت ویاند ویلي، هغه راپورونه چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د دواړو چارواکو د لیدنې په اړه خپاره شوي، بېبنسټه او له حقیقته لرې دي.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې اعلیٰ وزیر د کورنیو چارو له وزیر سره لیدلي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې له عمران خان سره د لیدنې د اجازې موضوع هم مطرح کړې ده.

