د افغانستان جلاوطنې فوټبال ښځینه لوبډلې چې د Afghan Women United په نوم یادیږي، د فیفا نړیوالو سیالیو کې د رسمي ګډون ترلاسه کولو وروسته نن د جون په څلورمه د کوک ټاپوګانو ښځینه لوبډلې پر وړاندې دوستانه لوبه وکړه.
افغان لوبډلې دغه لوبه د نیوزیلنډ په اوکلنډ ښار کې په وروستۍ شېبه کې د یو پر صفر په توپیر وبایلله.
په همدې حال کې دواړه لوبډلې به دویمه دوستانه لوبه په اوکلنډ کې را روانه اوونۍ د جون په اتمه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې ټولې لوبغاړې بېلابېلو هېوادونو ته ووتې او شاوخوا له پنځو کالو راهیسې یې د فیفا نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د ګډون حق ترلاسه کولو لپاره عدالت غوښتنه وکړه.
بلاخره د فیفا نړیوال فدراسیون د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون رسمي اجازه ورکړه.
له دې وروسته یاده لوبډله د فوټبال دوه اړخیزو نړیوالو لوبو او په نړیوالو ټورنمټونو کې برخه اخیستلی شي.

