شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 246

پاکستان:له جنورۍ تر نومبر له ۳ زرو ډېر کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي

0

د اسلام‌اباد د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز په خپل نوي راپور کې ویلي چې په روان کال کې د پاکستان امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی.

یاد سازمان ویلي، چې د ژمنیو یوولسو میاشتو په پرتله امنیتي پېښې ۲۵ سلنه لوړې شوې دي.

راپور ښيي چې له جنورۍ تر نومبر پورې په بېلابېلو بریدونو او امنیتي پېښو کې ټول ۳ زره ۱۸۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲ زره نور ټپیان شوي دي.

د مرکز په وینا، د تاوتریخوالي د زیاتوالي لاملونه پیچلي دي او په ځینو سیمو کې لا هم د وسله‌والو فعالیتونه ستره ستونزه بلل کېږي.

ولادیمیر زلنسکي:له امریکا سره د سولې خبرې راټولې؛ خو ستونزمنې وې

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، ویلي چې له امریکايي استازو سره یې د سولې د طرحې په اړه خبرې راټولې؛ خو اسانه نه وې.

د رویټرز د راپور له مخې، زلنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي استیو ویتکاف او د ټرمپ له زوم جرد کوشنر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ټاکل شوې چې زلنسکي د دوشنبې په ورځ لندن کې د فرانسې، بریتانیا او آلمان له مشرانو سره وګوري، او نورې خبرې به په بروکسل کې وشي.

زلنسکي ویلي چې امریکايي استازي د اوکراین اساسي دریځونه پېژني.

بل لورته مسکو وايي د خبرو هرکلی کوي؛ خو کیف او لویدیځ یې د خنډونو لامل بولي، په داسې حال کې چې اروپایي مشران د پرله‌پسې ډیپلوماتیک بهیر ملاتړ کوي.

پاکستان؛کراچۍ کې د یوې کورنۍ د درې ښځو مړي موندل شوي

0

د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې پولیسو ویلي چې د یکشنبې په ورځ په ګلشنِ اقبال سیمه کې په یوه اپارتمان کې د یوې کورنۍ د درې ښځو جسدونه موندل شوي دي.

پولیسو څرګنده کړې چې مړې شوې مېرمنې د یوې کورنۍ مور، لور او اینګور دي

د دغې پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.

چارواکي وايي پېښه یې تر پلټنو لاندې نیولې او د مړینې ډول، وخت او احتمالي عوامل به د جنايي څېړنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

عاطف مشعل:افغانستان بشپړ حاکمیت لري، پاکستان دې د نوې مرحلې واقعیتونه درک کړي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د سیمې د اوسني وضعیت په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانان خپلې نیمګړتیاوې مني؛ خو افغانستان د کورني او عقیدتي جګړې له حالت څخه وتلی او د بشپړ حاکمیت تر سیوري لاندې وړاندې روان دی.

مشعل وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې ځینې افغان سیاستوال فاسد وو او د بهرنیو لپاره یې کار کاوه؛ خو هغه ټینګار کوي چې د پاکستان په نظامي بنسټونو کې داسې کړۍ موجودې وې چې د پاکستان حاکمیت یې په بیا بیا بهرنیو قدرتونو ته «کرایه او پلورلی» او د سیمې د بې‌ثباتۍ ریښې یې کرلې.

د ده په وینا، د پاکستان امنیتي ستراتیژي د لسیزو لپاره د بهرنیو اجنډاوو د پلي کولو وه.

مشعل زیاتوي چې پاکستان نن د ژورو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو لاندې دی او د نړۍ بدلېدونکی نظم نور هغه پخوانی ابهام نه مني چې اسلام‌اباد پرې د چين او امريکا ترمنځ تګلاره چلوله.

نوموړي وویل چې افغانستان په بشپړه توګه پر خپله خاوره کنټرول لري او نړۍ یې د داعش خراسان پر ضد جګړه پېژني؛ هغه جګړه چې د ده په تعبیر رېښې یې د ډیورند کرښې هغې غاړې ته دي.

هغه افغانستان د سیمې د نښلونې او ثبات نوې تګلارې مهمه نقطه وبلله.

مشعل له پاکستان څخه وغوښتل چې د سیمې د نوې مرحلې واقعیتونه درک کړي او د بدلون نوې دورې ته ځان چمتو کړي.

ملګري ملتونه:د نشه‌یي توکو او ترهګرۍ د تمویل پر ضد د طالبانو او نړیوالو، تخنیکي غونډه ترسره شوه

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر د طالبانو حکومت د استازو، د غړو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ګډون د دوحې د بهیر په لړ کې ناسته ترسره کړې ده.

دا ناسته د نشه‌یي توکو د قاچاق، د پیسو د سپینولو، د ترهګرۍ د مالي سرچینو او نورو پولې‌اوښتونکو جرمونو پر ضد د ګډې مبارزې پر لاروچارو ورټوله وه.

ملګرو ملتونو ویلي، دا همغږي د دې لپاره ده چې سیمه‌ییزه همکاري پیاوړې شي او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ګډ امنیتي ګواښونه مهار شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.

جي شنکر:د هند او پاکستان د شخړو ریښه د پاکستان پوځي جوړښت دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي چې د هند او پاکستان د ډېری شخړو اصلي سرچینه د پاکستان پوځي جوړښت دی.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان له هېڅ پلوه د هند سیال کېدای نه شي، ځکه د وړتیاوو، ولسواکۍ، حکومتولۍ او نړیوال اعتبار له نظره د دواړو هېوادونو ترمنځ څرګند توپیرونه شته.

جي شنکر په «HTLS» غونډه کې ویلي، د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې داسې ایډیالوژي رامنځته کړې چې موخه یې له هند سره د کړکېچ ډېرول دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ترهګرو ډلو او د روزنیزو مرکزونو شتون هم د پاکستان پوځ پورې تړاو لري او دا هر څه د دواړو هېوادونو اړیکې خرابوي.

هغه په پای کې ویلي، پاکستان په سیمه کې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي او د داعش او نورو نیابتي ډلو ملاتړ په اړه د ګاونډیو اندېښنې پر حق دي.

د روسيې؛هوايي دفاعي ځواکونو ۷۷ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي

0

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې هوايي دفاعي ځواکونو ۷۷ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

دغه ډرونونه د روسیې د جنوبي او مرکزي سیمو او کریمیا په فضا کې غورځېدلي دي.

د روستوف والي یوري سلیوسار ویلي، په سرحدي روستوف کې د برېښنا یوه ستنه زیانمنه شوې، چې له امله یې شاوخوا ۲۵۰ اوسېدونکي بې‌برښنا شوي، خو مرګ‌ژوبله نه ده شوې.

د روسي دفاع وزارت معلوماتو له مخې، ۴۲ ډرونونه په ساراتوف او ۱۲ ډرونونه په روستوف کې ویجاړ شوي دي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:قاري فصیح الدین د لوي درستیز په حیث خپلې دندې ته ادامه ورکوي، د بدلیدو اوازې دروغ دي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت یوې سرچینې هغه اوازې رد کړې چې ګوندې ددې وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین له دندې ګوښه شوی دی.
د دفاع وزارت سرچینه حماسه میډیا ته وویل:« موجوده اوضاع هم همدا تائیدوي، في الحال یې بدلیدو ته زمان او مکان نه دی برابر»

تردې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې دفراه والي د قاري فصیح الدین په ځای د دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی.

عاطف مشعل:افغانستان دې پر خپلو واقعي اړتیاوو تمرکز او د سیمې له نوې معادلې ګټه واخلي

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، نړۍ د ژور بدلون پړاو ته داخلېږي او امریکا له یواځې حاکم ځواک څخه د څو قطبي سیسټم د مدیریت لوري ته روانه ده.

مشعل په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، د امریکا نوې ملي تګلاره ښيي چې افغانستان د واشنګټن د ستراتیژیکو لومړیتوبونو په لېست کې نه دی؛ نو ځکه هغه کسان چې لا هم د امریکا پر محور د سیاسي بدلون تمه لري، باید خپل اټکلونه بیا وارزوي.

د ده په وینا، د سیمې د نوې جیوپولیټیکي فضا په رامنځته کېدو سره افغانستان د یورېشیا د یوې مهمې جغرافیایي نقطې په توګه طبیعي او رغنده رول موندلی شي.

مشعل ټینګار کړی چې افغانانو ته پکار ده خپلو کورنیو چارو، واقعي وضعیت او یو بل ته په زغم، حوصله او درناوي د تعامل پر مټ تمرکز وکړي، ځکه یوازې په دې ډول هېواد کولای شي ځان ته یو نوی او مثبت تصویر جوړ کړي او په سیمه کې د خپل اصلي ځای د ترلاسه کولو وړ شي.

اسماعیل بقایي:سوډان کې د لسګونه ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو غندو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سوډان په جنوبي کردفان ایالت کې د کلوني سیمې د لسګونو ملکي او بې‌وسه وګړو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

بقایي د نړیوالې ټولنې د چوپتیا له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په سوډان کې د انسانانو پرلپسې وژنه او د بشري وضعیت خرابېدل د بې‌پرواۍ نتیجه ده.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بې‌ړنۍ بشري مرستې د سوډاني کډوالو او اړمنو خلکو ته ولېږي او جدي، عملي ګامونه واخلي، څو په سوډان کې د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي او هغو وسله‌والو ته د وسلو لېږد ودرول شي چې د ده په وینا، د سوډان د روان بحران د دوام اصلي لامل دي.