شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 245

بنیامین نتنیاهو؛د ډسمبر پر ۲۹مه له ټرمپ سره د غزې د اوربند دویم پړاو په اړه ګوري

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې د ډسمبر پر ۲۹مه به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، څو د غزې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې وکړي.

د اسرائیلي حکومت ویاند شوش بېدرسیاڼ ویلي چې په دې لیدنه کې به د اوربند د راتلونکو ګامونو، پړاوونو او د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د رول په اړه بحث وشي.

نتنیاهو څو ورځې مخکې ویلي وو چې د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د طرحې لومړنی پړاو بشپړ شوی او اوس به د دویم پړاو په تړاو له ټرمپ سره مستقیمې خبرې وکړي.

د اسرائیل او حماس تر منځ لنډمهالی اوربند لومړی ځل په اکتوبر کې پلی شوی و.

افغانستان او قزاقستان؛پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د سیمې پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي.

امیر خان متقي ویلي، “اسلامي امارت” د ډیپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام پر بنسټ له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

بل لور ته د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان دریځ ستایلی او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات د متقابل باور، امنیت او اقتصادي همکاریو له لارې شونی دی.

ډیلي شهادت:ګلبدین حکمتیار دوبۍ ته رسېدلی؛ سفر به مالیزیا ته دوام وکړي

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار، نن سهار د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته رسېدلی دی.

د ګلبدین حکمتیار اړوند ډېلي شهادت ورځپاڼه وایي چې نوموړی به په دوبۍ کې لنډ تم شي او له هغه وروسته به خپل سفر ته د مالیزیا په لور دوام ورکړي.

ډیلي شهادت زیاته کړې چې په دوبۍ کې مېشت افغانان له حکمتیار سره د لیدنې په تمه دي؛ خو د هغه رسمي لیدنې لا نه دي پیل شوي ځکه چې سفر یې لا روان دی.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ګلبدین حکمتیار ته هېواد څخه بهر ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده.

عاصم منیر:طالبانو ته مو ویلي چې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي تر منځ یو انتخاب وکړي

د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر جنرال سید عاصم منیر وايي چې طالبانو ته یې روښانه پیغام ورکړی چې باید د پاکستاني طالبانو او پاکستان تر منځ یو انتخاب وکړي.

هغه دا څرګندونې په راولپنډۍ کې د افسرانو په غونډه کې وکړې، چې پکې د دفاعي ځواکونو د نوې مشرۍ د رامنځته کېدو موضوع هم یاده شوه.

منیر ویلي که هند پر پاکستان د برید هڅه وکړي، له سخت او چټک ځواب سره به مخ شي.

ندا محمد ندیم؛د ایران په قم کې له مهمو علمي بنسټونو سره د اکاډمیکو اړیکو د پراخولو پر سر خبرې کړې

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم، د ایران د سفر پر مهال د قم له مهمو علمي او ديني بنسټونو څخه لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تعلیمي اړیکو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

نوموړي د قم پوهنتون، المصطفی نړیوال پوهنتون او د قم له حوزې سره په جلا جلا ناستو کې د ګډو تحصیلي پروګرامونو، د استادانو او محصلینو د تبادلې او د علمي تجربو د شریکولو خبرې کړي دي.

ویل کېږي چې دا لیدنې د دې لپاره ترسره شوې چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو بهیر پیاوړی شي او د سیمې له علمي بنسټونو سره نوې اکاډمیکې اړیکې رامنځته شي.

کریم خرم:د امریکا نوې ستراتیژي انزوا پالنه نه ده؛ افغانستان د چین د مهارولو په لوی چوکاټ کې لا هم مهم دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ړ دفتر پخوانی رییس کریم خرم وایي چې د امریکا د ۲۰۲۵م کال د ملي امنیت نوې ستراتیژي د انزوا پالنې نښه نه ده، بلکې واشنګټن لا هم د نړۍ په کچه د خپلې برترۍ د ساتلو هڅه کوي.

د ده په وینا، که څه هم په سند کې افغانستان په ښکاره نه دی یاد شوی، خو د چین د مهارولو په لویه لوبه کې افغانستان، پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه مهم پاتې کېږي.

خرم زیاتوي چې امریکا اوس له “جګړه د ترهګرۍ” څخه د “سترو قدرتونو رقابت” ته د تګ سیاست تعقیبوي، چې اصلي تمرکز یې پر چین دی.

هغه وایي، د چین د مخنیوي لپاره د چین سمندري اړخ، په ځانګړي ډول تایوان، جاپان او سویلي کوریا، د امریکا مطلق لومړیتوب ګڼل کېږي، خو د وچې لارې د بندولو لپاره افغانستان او سیمه هم ستراتیژیک ارزښت لري.

نوموړی زیاتوي، که د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) په بشپړ ډول فعال شي، دا به د چین لپاره ستره بریا وي، خو د پاکستان اوسنی سیاست په عملي توګه د واشنګټن په ګټه تمامېږي.

خرم وايي چې امریکا د نوې ستراتیژۍ په سند کې د نایابه منرالونو ارزښت ډېر مهم بللی، او افغانستان د دغو معدنیاتو سترې زیرمې لري، خو دا مهال د امریکا لپاره د افغانستان جغرافیایي موقعیت تر ټولو مهم دی.

د ده په باور، واشنګټن ښايي د بګرام هوايي اډې په بیا کارولو کې لېواله وي، خو د پراخو پوځي ځواکونو د بیا ځای پر ځای کولو په ډول نه.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت:د آمودریا له حوضې څخه ۱۸ زره ټنه خام تیل پلورل شوي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د آمودریا د تیلو د حوضې له قشقرې سیمې څخه ۱۸ زره ټنه خام تیل پلورل شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا خام تیل د ۱۰.۵ میلیون ډالرو په ارزښت، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي، خرڅ شوي دي.

چارواکي وایي چې له دې پلور څخه ترلاسه شوې عواید به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي او د سیمې د استخراج او انرژۍ د پروژو د دوام ملاتړ به وکړي.

د قطر لومړی وزیر:هڅه کوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ کم کړو

د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني ویلي چې قطر هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې کړکېچنې اړیکې نرمې کړي.

د ده په وینا، افغانستان او فلسطین د اوږدمهاله ثبات لپاره پراخ سیاسي ګډون ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې چې دوحې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو لومړی کوربه توب هم کړی، چې دواړو خواوو د موقتي اوربند پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

پاکستان:د هند د استخباراتو سره تړلي ۱۲ کسان مو ونیول

0

د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) ویلي چې د هند د استخباراتي ادارې RAW پورې تړلي ۱۲ کسان یې نیولي او د وسلو، چاودېدونکو توکو، ډیټونیټرونو، د تیار شویو چاودېدونکو وسیلو (IED) او نغدو پیسو لویه اندازه یې ترې ترلاسه کړې ده.

د CTD د معلوماتو له مخې، له لاهور څخه نیول شویو کسانو کې سُخدیپ سېنګ، عظمت، فایزان، نبیل، ابرار، عثمان او سرفراز شامل دي، په داسې حال کې چې دانش په فیصل‌اباد کې نیول شوی دی.

چارواکي وايي چې نیول شویو کسانو د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د سترې ترهګریزې حملې د ترسره کولو پلان درلود.

د CTD ویاند زیاتوي چې موضوع تر لا نورو پلټنو لاندې ده.

پاکستان:له جنورۍ تر نومبر له ۳ زرو ډېر کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي

0

د اسلام‌اباد د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز په خپل نوي راپور کې ویلي چې په روان کال کې د پاکستان امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی.

یاد سازمان ویلي، چې د ژمنیو یوولسو میاشتو په پرتله امنیتي پېښې ۲۵ سلنه لوړې شوې دي.

راپور ښيي چې له جنورۍ تر نومبر پورې په بېلابېلو بریدونو او امنیتي پېښو کې ټول ۳ زره ۱۸۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲ زره نور ټپیان شوي دي.

د مرکز په وینا، د تاوتریخوالي د زیاتوالي لاملونه پیچلي دي او په ځینو سیمو کې لا هم د وسله‌والو فعالیتونه ستره ستونزه بلل کېږي.