جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 229

خیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې

0

پاکستاني پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ د نصرت‌خېل په سیمه کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ زیانمنه شوې ده.

د جومات د امام کور هم وروسته د ډزو او لاسي بم په برید کې په نښه شوی؛ خو په پېښه کې کوم کس ټپي یا وژل شوی نه دی.

پولیسو د ناڅرګندو بریدکوونکو پر ضد لومړنۍ دوسیه ثبت کړې ده او د پېښې د څرنګوالي څېړنه روانه ده.

یونیسف:د هوا له سړېدو سره افغان ماشومان د تنفسي ناروغیو له زیات خطر سره مخ دي

یونیسف په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې د هوا په سړېدو ماشومان د تنفسي عفونتونو پر وړاندې لا ډېر زیان‌پذیر کېږي.

دغه اداره وايي چې اړین درمل او نور طبي توکي د هېواد روغتیايي مرکزونو ته لېږي څو د ناروغو ماشومان درملنه وشي.

یونیسف زیاتوي چې سخت ژمی، اقتصادي ستونزې او په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو د ناروغېدو خطر لوړوي.

د دې ادارې استازي مخکې ویلي چې فقر، شخړې او اقلیمي بحرانونه د افغان ماشومانو راتلونکی ګواښي، او د بودجې کمښت یې له مهمو حقونو او خدماتو بې‌برخې کوي.

خوشال سادات:پاکستان کلونه سخت‌دریځې ډلې روزلې او اوس یې له پایلو شکایت کوي

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، جنرال خوشال سادات، د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اېس ای» تګلارې په کلکو ټکو غندلې دي.

هغه په اېکس کې لیکلي چې اسلام‌اباد د نیمې پېړۍ لپاره سختدریځې ډلې لکه د کورنیو بوټو روزلې او اوس د همدې پالنې له پایلو نارې وهي.

سادات په طنزي ډول ویلي چې پاکستان ځکه شکایت کوي چې نور امریکا د لویو مرستو باران پرې نه اوروي.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد هڅه کوي د نړۍ پام خپل درد ته واړوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې پاکستان پرله‌پسې ادعا کوي د هغه هېواد ضد وسله‌وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ خو د طالبانو حکومت یې ردوي.

امریکا؛په کلفرونیا کې د ډزو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د کلفرونیا ایالت د سټاکټن په ښار کې د یوې کورنۍ په مېله کې ډزې شوې چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د بریدګر هویت لا نه دی معلوم او هغه له سیمې تښتېدلی دی.

پولیس وایي ډزې د شنبې په ماښام د یو مېلمستون په تالار کې شوې او قربانیان د عمر په بېلابېلو ګروپونو پورې تړاو لري.

تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او د برید انګېزه هم روښانه نه ده.

د ښاروالۍ مرستیال لیکلي چې پېښه د ماشوم د زېږون د جشن پر مهال رامنځته شوې ده.

سهیل شاهین:د واشنګټن پېښه د افغانستان سره تړل د اسلام‌اباد استخباراتي هڅه ده

په قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین، ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي اداره «آی‌اېس‌آی» هڅه کوي د امریکا وروستۍ پېښه د «اسلامي امارت» سره وتړي، څو د افغانستان حکومت ته منفي انځور ورکړي.

شاهین د یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې امکان لري ځینې بهرنۍ استخباراتي کړۍ په دغه پېښه کې لاس ولري او هڅه کوي افغانان د نړیوال امنیت لپاره په خطر بدل وښيي.

ده ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» دریځ بدلون نه دی کړی او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره په بهرنیو بریدونو کې وکاروي.

اسحاق ډار:له افغانستان سره د تجارتي لارو د تړلو پرېکړه ممکن له سره و ارزول شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار، وایي چې ملګرو ملتونو له اسلام‌اباد څخه غوښتنه کړې څو د افغانستان سره د سوداګرۍ د لارو د بندېدو پرېکړه یو ځل بیا تر غور لاندې ونیسي.

اسحاق ډار څرګنده کړې چې دا موضوع به د هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره شریکه کړي او احتمال شته چې په دې برخه کې بدلون راشي.

هغه ادعا کوي چې له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، په پاکستان کې څلور زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت:د بایډن د حکومت د پالیسۍ له امله یو شمېر افغانانو د امریکایي وګړو اندېښنې زیاتې کړې

د امریکا د کورني امنیت وزارت ادعا کوي چې د جو بایدن د حکومت په لومړیو کلونو کې هغه افغانان چې پرته له پوره امنیتي ارزونو امریکا ته داخل شوي وو، د دغه هېواد د خلکو د خوندیتوب لپاره ستونزې رامنځته کړي دي.

یاد وزارت ویلي چې د بایدن پرېکړې د امریکا خلک د مجرمانو، احتمالي ترهګرو او نورو ګواښونو له خطر سره مخ کړې دي.

کورني امنیت وزارت همدارنګه د هغو افغانانو څو انځورونه خپاره کړي چې په دې وروستیو کې په امریکا کې نیول شوي دي.

وزارت ټینګار کوي چې دغه پېښې د هغو لسګونو زرو کسانو یوازې یو څو بېلګې دي چې د وزارت په ادعا له لازمو امنیتي څېړنو پرته امریکا ته داخل شوي او وروسته یې د قانون خلاف کړنې ترسره کړي دي.

عاطف مشعل:په تاجکستان کې پر چینایانو برید د سیمې د بې‌ثباتۍ هڅه ده

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې په تاجکستان کې پر چینایي وګړو وروستۍ حمله تصادفي نه وه، بلکې داسې ښکاري چې ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي د بدخشان او واخان په حساسو سیمو کې د بې‌باورۍ او ګډوډۍ فضا رامنځته کړي.

مشعل د چین له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي چې د دغو بریدونو موخه د چین او تاجکستان ترمنځ د افغانستان په اړه مصنوعي شکونه زیاتول دي.

هغه خبرداری ورکړی چې د چترال–بدخشان احتمالي دهلیز او د پاکستان له لوري د افراطي ډلو د نفوذ هڅې نه یوازې افغانستان، بلکې چین، منځنۍ اسیا او روسیه هم اغېزمنوي.

مشعل ټینګار کړی چې د دې ډول پروژو مخنیوی ګډو سیمه‌ییزو هڅو ته اړتیا لري.

هغه ویلي چې پاکستان لا هم د نفوذ د زړو نقشو د تعقیب هڅې کوي، خو سیمه د اقتصادي همکاریو، اتصال او ترانزیت نوې مرحلې ته داخلېږي چې د ثبات غوښتنه کوي.

مشعل افغانستان د چین تاریخي او باور وړ شریک بللی او زیاته کړې چې کابل د سیمې د امنیت او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ژمن دی.

هغه ویلي چې افغانستان د چینایي وګړو، پانګوالو او سیلانیانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړی او د منطقوي ثبات لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

واشنګټن؛د ډونالډ ټرمپ له نوې ژمنې څو ساعته وروسته د افغانانو پرمخ د ویزو دروازې وتړلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ مهاجراتي ژمنې له اعلان یوازې ۲۴ ساعته وروسته ټولې نړیوالې استازولۍ په نوې لارښود خبرې کړې چې له مخې به د افغان پاسپورټ لرونکو کسانو هر ډول ویزه ردوي.

دغه محرمانه لارښود، چې ډېلي وائر ورته لاسرسی موندلی، سفارتونو او قونسلګریو ته امر کوي چې “ټول هغه افغان اتباع چې نور شرایط یې پوره کړي هم” باید د غیرمهاجر، ځانګړي مهاجر او عادي مهاجر ویزو په هره کټه‌ګورۍ کې رد کړي.

وزارت ویلي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د غوښتونکو د امنیتي ارزونو پروسه نوره هم سخته شي او د دوی د هویت او اسنادو قانوني اعتبار په بشپړ ډول وڅېړل شي.

چارواکو دا هم زیاته کړې چې ډېر ژر به د لا سختو او “پرمختللو امنیتي ارزونو” په اړه نوې مفصله تګلاره خپره شي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې د دغه هیواد ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې، د هغو هیوادونو له اوسېدونکو سره د امریکا د مهاجراتي چلند تګلاره په کلکه محدوده کړي چې هغه یې “درېیمې نړۍ” هېوادونه بولي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت؛۷۰کلن ټیکټاکر «ملک اکبر» د “غیر اخلاقي فعالیتونو” په تور نیولی

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ټولنیزو رسنیو د محتوا د څار په تازه اقدام کې یو ۷۰ کلن ټیک‌ټاک کاروونکی، چې «ملک اکبر» معرفي شوی، نیولی دی.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، ملک اکبر په داسې کړنو بوخت و چې د دوی په باور د «اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف» عمل ګڼل کېده چې نوموړی له نیول کېدو وروسته د طالبانو حکومت ځانګړې محکمې ته سپارل شوی دی.

د دغه کاروونکي د نیول کېدو د دقیق ځای په اړه معلومات نه دي څرګند شوي، خو وزارت خبرداری ورکړی چې د ټیک‌ټاک او نورو شبکو هر کاروونکی چې ورته چلند تکرار کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.