د ایران د مشهد ښار د جمعې امام احمد علمالهدی له امریکا سره د مذاکراتو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا له نظره مذاکره د تسلیمېدو معنا لري.
نوموړي ویلي چې اټومي ټکنالوژي د ایران یوه عمومي علمي لاسته راوړنه ده او ګڼ شمېر محصلان په دې برخه کې زده کړې کوي؛ نو ځکه دا موضوع د مذاکرې وړ نه ده.
هغه زیاته کړې چې په داسې حال کې چې ایران د خپل مخالف پر وړاندې برلاسی دریځ لري او د امریکا اوسنی حکومتي جوړښت د کمزورۍ په حال کې دی، نو مذاکره کول د امتیاز ورکولو معنا لري.
نوموړي ټینګار کړی چې پر ځای د مذاکرې، باید پر هرمز تنګي فشار زیات شي، څو له امتیاز ورکولو څخه ډډه وشي.

