جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 230

منظور پښتین:پاکستان د نوې جګړې ټیکه اخیستې، خو دا ځل به دې خپله ددې اور په لمیو وسوځي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستان د نوې جګړې ټیکه اخیستې او د کرښې دواړو خواوو کې بې ګناه خلک ښځې،ماشومان، او سپین ږیرې وژني.

ښاغلي پښتین پاکستان مکار او منافق ملک بللی چې په وینا یې دغه هیواد ټول عمر جنګي کاروبار کړی، بل کار او تولید نه لري او هدف یې د ترهګرۍ ایجادول دي.

د پښتنو دغه مشر خبرداری ورکړی چې پاکستان نور پدې ډول شومو اهدافو خپلو موخې ته نشي رسیدلای، او دا ځل کوم څه چې د نورو لپاره غواړي برخلاف ددې هیواد په اړه معکوس نتیجه ورکړي

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر؛اندری یرماک د فساد پلټنو وروسته استعفا وکړه

0

د اوکراین د ولسمشر دفتر مشر اندری یرماک وروسته له هغې له دندې استعفاء وکړه چې د فساد ضد ادارې د هغه کور وپلټه.

یرماک ویلي چې له پلټونکو سره پوره همکاري کوي.

ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان کړی چې د شنبې په ورځ به د نوي مشر په اړه پرېکړه وکړي.

د یرماک استعفا په داسې وخت کې شوې چې په اوکراین کې د لوړپوړو چارواکو د پراخ فساد په اړه څېړنې روانې دي او وروستیو پلټنو د حکومت پر وړاندې د خلکو غبرګون شدید کړی دی.

یرماک، چې د زېلنسکي نږدې ملګری بلل کېږي، په رسمي ډول په کوم جرم نه دی تورن؛ خو د مخالفینو له لوري د هغه د لېرې کولو غوښتنې زیاتې شوې وې.

کمال ناصر اصولي:افغانان باید د پاکستان پر وړاندې متحد اوسي ترڅو دغه هیواد خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي وایي، د پاکستان پوځي مشر عاصم منیر په «لر او بر وطن» کې د پښتنو د ټولوژنې پروژه اخیستې.

ښاغلي اصولي له افغانانو غوښتې چې د پاکستان پر وړاندې متحد اوسي او یو بل ته لاس ورکړو ترڅو دغه هېواد خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي.

کمال ناصر اصولي ویلي د افغانانو د یوالي په پایلې کې به افغانستان ددې جوګه شي چې د پاکستان سره خپل کتاب وکړي.

مولانا فضل‌الرحمن:د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره له لسیزو راهیسې ناکامه ده

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن یو ځل بیا د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو توندې نیوکې کړي دي.

هغه دا څرګندونې په هغه ناسته کې کړې چې د افغانستان سره د سوداګرۍ د بیا فعاله کېدو لپاره یو شمېر پاکستاني سوداګران ورغلي وو.

فضل‌الرحمن ویلي، اسلام‌اباد له ۴۵ کلونو راهیسې داسې پالیسي تعقیبوي چې «نه د عملي کېدو وړ ده او نه یې پایله مثبته شوې».

نوموړي ادعا کړې چې د ضیاءالحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې د افغانستان کړکېچ د پیسو د ترلاسه کولو لپاره کارول شوی او پاکستاني ادارو د افغانانو په نوم ډالر تر لاسه کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره د سولې او ګډو اقتصادي همکاریو پر بنسټ نوې پالیسي جوړېدو ته اړتیا ده.

امریکا؛په سن‌خوزه ښار کې د ډزو پېښې دوه تنه ټپیان کړي دي

0

د امریکا د کلفورنیا ایالت د سن‌خوزه ښار پولیسو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ په یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوې دي چې په نتیجه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

د اسویشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دواړه ټپیان د مرمیو د لګېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي، تر اوسه د بریدګر پېژندګلوي نه ده څرګنده شوې او د خلکو د خوندیتوب لپاره یې ټول مرکز تخلیه کړی دی.

امیرخان متقي؛د ترکیې له روانېدونکي دیپلومات سره د مخه‌ښې لیدنه ترسره کړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکیې د سفارت له چارسمبالي جنک اونال سره د هغه د ماموریت د پای په مناسبت د خدای‌پامانۍ لیدنه کړې ده.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ ییزو همکاریو پر پراختیا او موجودو موضوعاتو خبرې کړې.

متقي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو د کوربتوب په برخه کې د ترکیې له هڅو ستاینه کړې ده.

جنک اونال، چې خپل ماموریت یې بشپړ کړی، وویل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې هڅې کړې او د ښه همکارۍ د دوام هیله یې څرګنده کړې.

کریم خُرم:امریکا له طالبانو سره د ځینو افغان کډوالو د بېرته ستنولو خبرې کړي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس کریم خرم ادعا کړې چې امریکا له طالبانو سره د ځینو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي دي.

هغه ویلي چې د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو د برید وروسته د واشنګټن چټک غبرګون ښيي چې امریکا د ورته فرصت په لټه کې وه.

د خُرم په وینا، هغه افغانان چې پخوا د CIA ځانګړو پروګرامونو له لارې روزل شوي او امریکا ته لېږدول شوي، ښايي د ستنولو هدف وي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ممکن له دې ډلې سره نور افغان کډوال هم په قصدي ډول له بېلابېلو هېوادونو اخراج شي.

کریم خُرم هر ډول ترهګریز برید غندلی دی.

په سریلانکا کې د «ډېټوا» توپان تباهي؛۴۶ کسان مړه او ۲۳ لا هم نادرکه دي

0

په سریلانکا کې د «ډېټوا» توپان د هېواد شمالي سیمې سختې ځپلې دي او د شدیدو بارانونو له امله رامنځته شویو سېلابونو پراخ ویجاړی اړولی دی.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې تر اوسه لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او ۲۳ تنه لا هم نادرکه دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ۱۲ ساعتونو کې به توپان او سېلابونه لا پسې زور واخلي، او د نویو خطرونو احتمال شته.

چارواکي زیاتوي چې د مرګ ژوبلې ډېره برخه هغه وخت رامنځته شوه چې د درنو اورښتونو له امله ځمک‌ښویېدنې رامنځته شوې او کورونه یې لاندې کړل.

د ژغورنې ټیمونه د خرابو لارو او درنو بارانونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

امریکا؛د ټرمپ د نوې پرېکړې له مخې افغانانو ته د ویزو ورکول ودرول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزو ورکولو پروسه ځنډول شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا اقدام د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د خوندي کولو لپاره دی.

دا پرېکړه دوه ورځې وروسته له هغه شوې چې په واشنګټن ډي‌سي کې یو افغان د ملي ګارډ پر دوه سرتېرو برید وکړ، چې له امله یې یوه سرتېرې په روغتون کې مړه شوه او بل ټپي دی.

ولسمشر ټرمپ هم ویلي چې له هغو هېوادونو څخه چې هغه یې «درېیمه نړۍ» بولي، د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه دروي.

نورالدین عزیزي؛د ترکیې د خپلواکه صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې ته په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ډاډ ورکړی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، د ترکیې د خپلواکه صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې (MÜSİAD) له مشر او غړو سره کتلي.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو په اررونې خبرې کړي.

نورالدین عزیزي ډاډ ورکړی چې «اسلامي امارات» به د کورني او بهرني خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د ترکیې پانګوالو، بشپړ ملاتړ وکړي.

د MÜSİAD غړو هم د افغانستان په بازار کې د پانګونې او سوداګرۍ علاقه ښودلې او افغانستان یې د ترکیې د خصوصي سکتور لپاره ستر اقتصادي هدف بللی.