جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 228

د طالبانو حکومت لوړپوړی پلاوی؛پاکستان سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی

راپورونه وایي، چې د طالبانو حکومت یو لوړپوړي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

په دې پلاوي کې د طالبانو حکومت لوړپوړی غړی انس حقاني، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

راپورونه وایي چې په همدې مهال پاکستاني پلاوی هم سعودي عربستان ته تللی او د ریاض د منځګړیتوب له لارې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ خبرې بیا پیل شوې دي.

تر اوسه د خبرو دقیق محورونه نه دي روښانه شوي؛ خو نږدې سرچینې وايي چې د دې ناستو هدف د وروستیو شخړو کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره یوه چوکاټ جوړول دي.

سیف الاسلام خیبر:په فاریاب کې د امر بالمعروف پر ریاست د برید هڅه شنډه شوې

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت وايي، چې په فاریاب کې د دې وزارت پر ریاست د برید هڅه شنډه شوې ده.

د وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر ادعا کړې چې یو بریدکوونکي تېره شپه د میمنې په ښار کې د دوی د کارکوونکو د نښه کولو هڅه کې نیول شوی دی.

هغه د بریدګر د هویت او د ناکامۍ د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا ته هغه خلک راغلي چې باید نه وی راغلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ تګلارو په اړه توندې څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې په متحده ایالاتو کې اوس ډېر داسې کسان شته چې نه باید دلته وای او هېواد یې د دې وضعیت درنه بیه پرې کوي.

ټرمپ د خبریالانو سره په خبرو کې د واشنګټن په وروستي ډزې اشاره وکړه چې پکې د ملي ګارد دوه سرتېري د یوه افغان وګړي لخوا په نښه شول.

هغه ویلي چې دا ډول خلکو ته د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه نه باید ورکول شوې وای.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې هغه په څو وروستیو اونیو کې د مهاجرت موضوع د خپلو سیاسي نیوکو اصلي محور ګرځولی دی.

مولانا فضل الرحمن؛د امریکا د ولسمشر پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د امریکا د ولسمشر په هغه څرګندونو سخت انتقاد کړی چې افغانستان یې د ځمکې پر مخ جهنم بللی دی.

فضل‌الرحمن ویلي، امریکا هغه مهال هم د اسراییلو ملاتړ نه پرېږدي چې په فلسطین کې سلګونه زره خلک وژل کېږي او ژوبلېږي، خو کله چې دوه امریکایان د یوه افغان له لوري په نښه شي، د هغوی ولسمشر افغانستان جهنم بولي.

هغه دا دریځ د واشنګټن دوه‌ګوني چلند وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول څرګندونې د افغانانو د ملي عزت او د سیمې د واقعیتونو سره په ټکر کې دي.

بلوڅ وسله‌وال:د بلوچستان په نوکنډي برید کې ښځینه ځانمرګې بریدګرې برخه لرله

0

د بلوچستان د آزادۍ جبهې (BLF) اعلان کړی چې په نوکنډي کې د ترسره شوي ځانمرګي برید ترسره کوونکې یوه ښځه وه چې زارینه رفیق په نوم یادیږي او «ترنګ ماهو» په مستعار نوم پېژندل کېده.

د راپورونو له مخې، دا په پاکستان کې د بلوڅ وسلوالو ډلو له لوري پنځمه ښځینه ځانمرګې بریدګره ده.

سرچینې زیاتوي چې تر دې مخکې دوه نورې ښځې د ورته بریدونو په تور نیول شوې وې.

جابر نعماني د طالبانو حکومت ته:له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې نرمښت مه کوئ، اوس بدیلې لارې لرو

د طالبانو حکومت، یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي جابر نعماني، ویلي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټي لارو محدودول احساساتي پرېکړه نه وه، بلکې د اقتصادي خودکفایۍ، سیمه‌ییز توازن او ملي ګټو پر اساس ترسره شوې ده.

نعماني زیاتوي چې د پاکستان د لارو د محدودېدو په بدل کې بدیلې تجارتي لارې، نوي بازارونه او نوې ترانزیټي دهلېزونه خلاص شوي دي، چې دا پرمختګونه د پرېکړې د حساب‌شوي ماهیت ثبوت دی.

د ده په وینا، د دې پرېکړې نرمول به بې‌ځایه احساساتي اقدام وي او ښايي منفي پایلې ولري.

هغه ټینګار کړی چې دغه اقدام د ملي حاکمیت د پیاوړتیا، اقتصادي تنوع د پراختیا او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ په لور یو مهم ګام دی.

نوموړي دغه راز ویلي، که «اسلامي امارت» په همدې لوري ثابت پاتې شي، د افغانستان سیاسي ثبات، اقتصادي مقاومت او سیمه‌ییز اعتبار به نور هم زیات شي.

خیبر پښتونخوا؛په ډېره اسماعیل خان کې د پوځ پر کاروان چاودنې درې پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په کولایچي سیمه کې د پوځ پر کاروان یوه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې دوه پوځیان وژل شوي او د مېجر رتبې یو افسر ټپي شوی دی.

د رسمي سرچینو په وینا، برید د پوځي کاروان په تېرېدو کې ترسره شوی.

د دغه پېښې نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي.

خیبر پښتونخوا؛په کرم ولسوالۍ کې د وسله والو برید کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په چینارک سیمه کې وسله‌والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې د سختې جګړې له امله پولیس اړ شول نږدې غرونو ته ځانونه ورسوي او له ځينو سره اړیکه هم پرې شوې ده.

سرچینې وایي چې پوستۀ د بریدګرو له لوري نیول شوې او د وضعیت د کره څرنګوالي په اړه معلومات لا هم محدود دي.

اسوشیټېډ پرېس:د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید شکمن افغان له کلونو راهیسې د رواني ستونزو سره مخ و

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې رحمان‌الله لکڼوال، هغه افغان چې تېره اوونۍ د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري په ډزو وویشتل، په وروستیو کلونو کې له جدي رواني ستونزو سره ژوند کاوه.

راپور وايي لکڼوال اوږدې دورې یوازې تېرولې او کله ناکله یې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې ناڅاپي، اونیز سفرونه کول.

د هغه د کار ثبات هم له منځه تللی و او نه یې شو کولی چې دوامدارې دندې وساتي.

یاد اژانس زیاتوي چې د هغه ګډوډ حالت تر دې کچې رسېدلی و چې یو ټولنیز فعال د ده د ځان‌وژنې د امکان په اړه اندېښمن شو او د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې څخه یې مرسته وغوښته.

دغه اژانس وايي چې د لکڼوال په اړه خبرداری ورکوونکي ایمېلونه یې ترلاسه کړي چې د هغه د ژوند د ستونزو لا واضح انځور وړاندې کوي.

د ترکیې؛د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تهران ته رسېدلی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، نن یک‌شنبه له یو پلاوي سره تهران ته رسېدلی، څو د ایران له مشرانو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، سیمه‌ییزو بدلونونو او مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د ایراني رسنیو په وینا، فیدان تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي او ټاکل شوې له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره هم ناستې ولري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې ځینو پاکستاني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې یو ترکی پلاوی ښايي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.