د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وایي، د ټاپي (TAPI) پروژې د عملي کارونو پرمختګ دوام لري او ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه یې برخه تر هرات ولایت پورې ورسېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې د انرژۍ په برخه کې د ګازو کارول د برېښنا په پرتله ارزانه تمامیږي او کولی شي د لګښتونو کچه له ۱۵ تر ۲۵ سلنې پورې راټیټه کړي.
د هغه په وینا، که هر کال شاوخوا یو میلیارد متر مکعب ګاز هرات ته انتقال شي، نو دا به د نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي سپما رامنځته کړي.
شفیع اعظم همداراز ویلي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې د اقتصادي ودې ترڅنګ شاوخوا ۲ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي، چې دا به د خلکو پر ژوند او سیمهییز اقتصاد مثبت اغېز ولري.

