د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند له پیل څو ساعته وروسته په تروت سوشیال کې لیکلي چې: «نن ورځ کولی شي د لبنان لپاره تاریخي ورځ وي، ځکه ښه بدلونونه روان دي.»
ټرمپ تر دې مخکې هم هیله څرګنده کړې وه چې حزبالله به په دې حساس پړاو کې سم او مسؤلانه چلند وکړي.
هغه ویلي وو، که دغه ډله مثبت ګام واخلي، دا به د هغوی لپاره یو مهم فرصت وي او زیاته کړې یې وه: «نور بس دی، جګړه باید پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي.»
بل لور ته، د حزبالله یوه لوړپوړي چارواکي له اېنبيسي سره په خبرو کې ویلي، چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ اوربند یو عاجل او اړین ګام دی او دا د ټولو ګډه غوښتنه ده؛ خو نوموړي ټینګار کړی چې دا ډله به یوازې هغه مهال د وسلو پرېښودو ته غاړه کېږدي، چې دا بهیر د لبنان د پراخ ملي امنیتي چوکاټ په رڼا کې ترسره شي.
هغه همداراز ویلي، تر هغه چې اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د لبنان حکومت د هغوی د مخنیوي توان ونه لري، خلک به د ځان د دفاع حق کاروي.
دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې که اوربند مات شي، حزبالله به بېرته جګړې ته ستون شي او د هر ډول حایلي سیمې جوړول یې د لبنان د حاکمیت ښکاره نقض او اشغال بللی، او د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه یې کړې ده.

