جمعه, اپریل 17, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت کې یوه امنیتي سرچینه:ملا معتصم اغا جان نه دی...

د طالبانو حکومت کې یوه امنیتي سرچینه:ملا معتصم اغا جان نه دی نیول شوی

د طالبانو حکومت کې یوې باوري امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته د ملا معتصم اغاجان د نیولو د راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه د نېول کېدو خبرونه ناسم او بې‌بنسټه دي.

د دغو سرچینو په وینا، نوموړی نه دی نیول شوی او په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي.

سرچینې ټینګار کوي، هغه ادعاوې چې ګواکې معتصم اغاجان د دیني علماوو د یوه ګډ پلاتفورم د جوړولو یا شخصي پانګونو له امله نیول شوی، حقیقت نه لري او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ خپرې شوې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو د ملا معتصم اغاجان د نېولو خبرونو خپاره کړي وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here