دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 229

بریټانیا او فرانسې؛په سوریه کې د داعش پر مرکز هوايي بریدونه کړي دي

0

د بریټانیا او فرانسې هوايي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د سوریې په پالمیرا ښار کې د داعش پر یوه مهم مرکز هوايي بریدونه کړي دي.

د بریټانیا د دفاع وزارت ویلي، دغه بریدونه د شنبې په ورځ ترسره شوي او پکې د داعش د وسلو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دا بریدونه په داسې مهال شوي چې امریکا هم په وروستیو اوونیو کې په سوریه کې د داعش پر یو شمېر مرکزونو هوايي حملې کړې دي.

زهران ممداني:واشنګټن د وینزویلا په وړاندې غیر قانوني اقدام کړی

0

د نیویارک ښار نوی ښاروال، زهران ممداني، د امریکا له خوا د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو اقدام د قانون خلاف او د جګړې عمل بللی.

ښاروال ممداني دا اقدام د یو اړخیزې پوځي مداخلې او د نړیوال او فدرالي قانون خلاف ګام بللی.

ممداني په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه یواړخیزه پوځي مداخله نه یوازې د وینزویلا خلک، بلکې نیویارک کې مېشت زرګونه وینزویلایان هم اغېزمنوي.

ممداني زیاته کړې:«زما لومړیتوب د نیویارک د ټولو اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د وینزویلایانو، خوندیتوب دی. زموږ اداره به وضعیت له نږدې څاري او اړوند لارښوونې به خلکو ته وړاندې کوي.»

زلمي خلیلزاد:د وینزویلا عملیات بې‌ساري او په لوړه کچه بریالي وو

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که څه هم لا روښانه نه ده چې د وینزویلا په تړاو به بل ګام څه وي؛ خو ترسره شوی عملیات بې‌ساری او په لوړه کچه په مسلکي ډول عملي شوی دی.

خلیلزاد د امریکا د پوځ، استخباراتي ادارو او قانون پلي کوونکو ځواکونو ستاینه کړې.

هغه دغه راز زیاته کړې چې دا یو ډېر بریالی او اغېزمن اقدام و.

قطر؛د افغانستان د سېلاب‌ځپلو خلکو سره د خواخوږۍ او مرستې اعلان وکړ

د قطر دولت د افغانستان له خلکو سره د هغو ویجاړوونکو سېلابونو له امله خواخوږي او د مرستې اعلان وکړ چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه سېلابونو د ګڼو کسانو د مړینې او ټپي کېدو سبب ګرځېدلي دي.

قطر د دې غمیزې له امله د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د قطر حکومت او ولس د طالبانو له حکومت او خلکو سره خپل بشپړ پیوستون اعلانوي او ټولو ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

د مادورو نیونه:ډونالډ ټرمپ پر «ایوو جیما» جنګي بېړۍ کې د هغه لومړنی انځور خپور کړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د نیکولاس مادورو لومړنی انځور تر نیول کېدو وروسته پر «ایوو جیما» جنګي بېړۍ کې خپور کړ.

نیکولاس مادورو د امریکا د ځانګړو ځواکونو په یوه هدفمند عملیاتو کې نیول شوی.

واشنګټن وايي چې دا اقدام د نشه‌يي توکو د قاچاق، نارکوترهګرۍ، د وسله‌والو ډلو سره د همکارۍ او د امریکايي اتباعو د زیانمنېدو په تورونو کې د هغه د رول له امله شوی.

د امریکايي چارواکو په وینا، مادورو تر نیول کېدو وروسته د سمندر له لارې انتقال او پر «ایوو جیما» جنګي بېړۍ کې وساتل شو، څو د امریکا عدلي بهیر ته وسپارل شي.

لیندسي ګراهام:د نیکولاس مادورو نیول د وینزویلا د ازادۍ پر لور لوی ګام دی

0

د امریکا د سنا جرګې غړي، لیندسي ګراهام، د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي، چې دا د امریکا د پوځ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر قوماندې لاندې یو مهم او تاریخي اقدام دی.

ګراهام په خپله ایکس پاڼه مادورو «ناقانونه او د نشه‌يي توکو له ترهګرۍ سره تړلی دیکتاتور» بللی او ټینګار یې کړی، چې د هغه سقوط د وینزویلا د خلکو لپاره د ازادۍ، سولې او سوکالۍ نوې لاره پرانیزي.

نوموړي ویلي، امریکا باید مادورو عدالت ته وسپاري او د وینزویلا له ولس سره د نوي راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د وینزویلا په محور ولاړ د نشه‌يي توکو «کالیفیت» د امریکا ملي امنیت ته جدي ګواښ دی او د مادورو نیول کېدل د دې شبکې د ړنګېدو پیل دی.

د امریکا لویه څارنوالي:نیکولاس مادورو او میرمن یې نیویارک کې تر تعقیب او څار لاندې دي

0

د امریکا لویې څارنوالۍ پم باندي، اعلان کړی چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او مېرمن یې د امریکا په قضایي سیستم کې تعقیب شوي دي.

مادورو د «د مخدره موادو د تروریستي فعالیتونو، کوکائین قاچاق، د اتوماتیک وسلو او چاودیدونکو توکو ساتلو» په تور محکمې ته وړاندې کېږي.

پم باندي د امریکا د پوځ د هغو ځواکونو ستاینه کړې چې د دواړو بین‌المللي قاچاقچیانو د نیولو عملیات په بریالي توګه ترسره کړل.

د نیکولاس مادورو د میرمنې د جرمونو په تړاو جزییات لا روښانه نه دي.

د وینزویلا مرستیال ولسمشر:ژر تر ژره دې د نیکولاس مادورو د ژوندي پاتې کېدو ثبوت را سره شریک شي

0

د وینزویلا مرستیال ولسمشر دلسي رودریګز غوښتنه کړې چې د ولسمشر نیکولاس مادورو د ژوند د ثبوت لپاره دې عاجل اسناد وړاندې شي.

رودریګز ویلي چې د مادورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلورس ځای معلوم نه دی او حکومت غواړي چې د دوی د ژوند شتون په ډاګه شي.

مرستیال ولسمشر څرګنده کړې، چې د وینزویلا حکومت د مادورو او د هغه د مېرمنې د اوسني موقعیت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

هغه دغه راز ویلي، چې حکومت یې جدي غوښتنه کوي چې د هغه د ژوند په اړه د باور وړ شواهد وړاندې کړل شي.

بل لورته د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په یوې تازه مرکه کې د وینزویلا د ولسمشر، نیکولاس مادورو، نیول د “یو بریالي او ستر عملیات” په توګه ستایلي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:تېر یو کال کې مو له ۶۰۰ زیاتې امنیتي پوستې په سرحدي سیمو کې جوړې کړې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په خپل یو کلن راپور کې ویلي، چې په تېر میلادي کال کې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې امنیتي تدابیر پراخ شوي دي.

د راپور پر بنسټ، وزارت له ۶۰۰ څخه زیاتې نوې امنیتي پوستې په معیاري ډول جوړې کړې او په همدې سیمو کې د پلان شويو سړکونو شاوخوا ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د راپور له مخې، د یادې مودې پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ګڼ شمېر وسلې، مهمات، پوځي تجهیزات، نشه‌يي توکي او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.

وزارت وایي، دا اقدامات د سرحدي امنیت د ټینګښت او د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې د دفاع وزارت اړوندو قطعاتو په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې د عامه سړکونو د جوړولو چارې هم عملي کړې، څو د امنیت ترڅنګ د خلکو د تګ راتګ ستونزې هم راکمې شي.

ډونالډ ټرمپ:د وینزویلا د ولسمشر نیول یو بریالی عملیات و

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په یوې تازه مرکه کې د وینزویلا د ولسمشر، نیکولاس مادورو، نیول د “یو بریالي او ستر عملیات” په توګه ستایلي.

ټرمپ ویلي، امریکا د وینزویلا پر ضد پراخ پوځي عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې مادورو او د هغه میرمن له هېواد څخه بهر شوي دي.

د سی‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، مادورو د امریکا د ځانګړو ځواکونو، په ځانګړي ډول د دلتا ځواک، په عملیاتو کې ونیول شو.

سناتور مایک لی هم د خپل ټویټ له لارې څرګنده کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، مادورو د امریکا د قضایي چارو د رسیده‌ګۍ لپاره نیول شوی دی.