د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د ایران لپاره د یورانیمو غني کول یو قانوني حق دی او باید درناوی یې وشي.
لاوروف ویلي، روسیه به له هر هغه تصمیم څخه ملاتړ وکړي چې د غني شوي یورانیمو په اړه د ایران رضایت د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ترلاسه کړي.
نوموړي همداراز لوېدیځ هېوادونه تورن کړي، چې هڅه کوي د منځنۍ اسیا او جنوبي قفقاز هېوادونو ته هم دا وښيي چې خپلې اړیکې څنګه تنظیم کړي.
بلخوا، امریکا پر ایران فشار زیات کړی او ټینګار کوي چې تهران باید د یورانیمو غني کول په بشپړه توګه ودروي.
د راپورونو له مخې، امریکايي پلاوي په اسلام اباد کې ایران ته د ۲۰ کلونو لپاره د غني کولو د ځنډولو وړاندیز کړی و؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندیز سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ایران د اټومي فعالیتونو بشپړ درول اړین دي.

