د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ پای ته نږدې شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې کړې دي، چې ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ په بشپړه توګه خپره شي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران جګړه پای ته رسېدلې، ویلي: «هو، زه فکر کوم چې پای ته نږدې ده.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکایي چارواکو او ایران ترمنځ د سولې خبرو اترو د نوي پړاو د پیل په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د راپورونو له مخې، تمه ده چې دواړه لوري به د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرې اترې پیل کړي.
تر اوسه د دواړو هېوادونو له لوري د دغو خبرو د پایلو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي، او د وضعیت په اړه لا هم ابهام موجود دی.

