وال سټریټ ژورنال د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا سمندري ځواکونو د دوشنبې ورځې له سهاره د ایران د جنوبي سواحلو د محاصرې له پیل راهیسې د اته تیلو وړونکو غټو بېړیو مسیر اړولی دی.
د راپور له مخې، دغه بېړۍ یا د ایران بندرونو ته داخلېدلې او یا ترې وتلې.
امریکايي چارواکو ویلي، چې په ټولو اتو پېښو کې د امریکا ځواکونو د راډیويي اړیکو له لارې د بېړۍ له عملې سره تماس نیولی او هغوی ته یې د مسیر د بدلولو امر کړی دی.
د سرچینې په وینا، ټولو بېړیو د امریکا د ځواکونو لارښوونې منلې دي، او اړتیا نه ده پېښه شوې چې بېړۍ وپلټل شي یا پرې مستقیم عملیات ترسره شي.
تر اوسه د دې پېښې په اړه د ایران له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

