یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 22

خواجه آصف:هند د افغانستان له لارې د پاکستان پر ضد نیابتي فعالیتونه کوي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا ادعا کړې چې هند له افغانستان څخه د اسلام‌اباد پر ضد د خپلو اهدافو لپاره استفاده کوي.

نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د هند د نیابتي فعالیتونو پر مرکز بدل شوی او د ده په وینا، ځینې وسله‌والې ډلې د بهرني ملاتړ په مټ د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

هغه زیاته کړې چې د وروستیو کړکېچونو پر مهال پاکستاني ځواکونو د هند د “زورواکۍ” پر وړاندې مقاومت کړی او ادعا یې کړې چې دغه وضعیت د هند پر پوځ هم اغېز کړی دی.

خواجه آصف ټینګار کړی چې پاکستان د سیمې د ثبات غوښتونکی دی، خو په عین حال کې یې بیا هم ادعا کړې چې هند د افغانستان له خاورې د نیابتي فعالیتونو ملاتړ کوي.

بلخوا، د طالبانو حکومت هر کله د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې دي او برعکس یې پاکستاني ځواکونه د سرحدي سیمو په نښه کولو تورن کړي دي.

تازه د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د پاکستان لخوا د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار:ایران د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یو ګواښ دی

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار انور قرقاش ویلي چې د ابوظبي د یوه نفت‌وړونکي کښتۍ پر ضد برید د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی او دا د ایران له لوري د کړکېچ زیاتېدو ښکارندويي کوي.

د اماراتو د ملي نفتو شرکت (ادنوک) ویلي چې د “برکه” په نوم نفت‌وړونکې کښتۍ د عمان ساحل ته نږدې د دوو بې‌پیلوټه الوتکو له برید سره مخ شوې ده.

شرکت زیاتوي چې دغه کښتۍ د برید پر مهال خالي وه او په پېښه کې د عملې هېڅ غړي ته زیان نه دی رسېدلی.

چارواکي وایي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د سیمې د سمندري امنیت د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي.

راپورونه:د بنیامین نتنیاهو د فساد اړوند قضیه په ناڅاپي ډول لغوه شوه

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د فساد قضیې اړوند د محکمې ټاکل شوې غونډه نن په ناڅاپي ډول لغوه شوې ده.

د الجزیره د راپور له مخې، د نتانیاهو مدافع ټیم تېره شپه محکمې ته عاجل غوښتنلیک وړاندې کړی او د غونډې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د محکمې ادارې په یوه لنډ بیان کې یوازې دومره ویلي چې «د نن ورځې غونډه به ترسره نه شي»، خو د پرېکړې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

ټاکل شوې وه چې نتانیاهو په دې غونډه کې د فساد اړوند تورونو، چې پکې رشوت، درغلي او د عامه باور نقض شامل دي؛ په اړه یې خپل ځواب وړاندې کړي.

د دغو تورونو د ثابتېدو په صورت کې هغه تر لسو کلونو پورې د بند له سزا سره مخ کېدای شي.

دا قضیه، چې له اوږدې مودې راهیسې روانه ده، څو ځله د امنیتي او سیاسي تحولاتو له امله ځنډېدلې ده.

حمدالله فطرت:د کونړ په دانګام کې د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو له کبله درې ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ زیانونه اوښتي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د خپلو جنایتونو په دوام ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه د کونړ دانګام ولسوالۍ کې د ولسې خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیایي مرکز او جوماتونه په نښه کړي دي.

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فطرت زیاتوي چې په بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیایي مرکز او دوه جوماتونه هم ویجاړ شوي دي.

همدارنګه ویل شوي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۸۰ څاروي هم تلف شوي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست:سږ کال دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات زیات شوي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې سږ کال په دې ولایت کې د شفتالو حاصلات د تېر کال په پرتله د زیاتوالي په حال کې دي.

د ریاست د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲ زره او ۲۱ جریبه ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي، او اټکل کېږي چې له دې باغونو څخه به له ۱۱ زره مټریک ټنو څخه زیات حاصل ترلاسه شي.

د چارواکو په وینا، تېر کال هم د شاوخوا ۱۱ زره مټریک ټنو په اندازه شفتالو حاصل ترلاسه شوی و، چې سږنی اټکل د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا ښکارندویي کوي.

د کرنې ریاست زیاتوي چې په ننګرهار کې د مېوو باغدارۍ وده د بزګرانو د عاید د زیاتوالي او د کرنې د پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي.

اسماعیل بقایي:د لبنان حزب‌الله د اسلامي نړۍ ویاړ دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې حزب‌الله او د لبنان مقاومت د دې هېواد، عربي نړۍ او اسلامي امت د ویاړ سبب دي.

هغه زیاته کړې چې د جګړې درول، په ځانګړي ډول د لبنان په ګډون په ټولو جبهاتو کې، د هغه اوربند له مهمو مواردو څخه و چې د تېرې موافقې پر مهال پرې هوکړه شوې وه.

بقایي ټینګار کړی چې په هر ډول راتلونکي توافق کې باید د لبنان د جګړې پای ته رسېدل هم په پام کې ونیول شي.

نوموړي د امریکا په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ایران هم یو “ابرقدرت” دی او د مقابلې لپاره لازم امکانات لري.

هغه همداراز ویلي چې د اسرائیل په اړه د ایران سیاست نه دی بدل شوی او لا هم دغه هېواد په رسمیت نه پېژني.

د شیخ هبت‌الله د حکم پر اساس؛د حکومت په بېلابېلو ملکي او امنیتي برخو کې نوې ټاکنې ترسره شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د حکومت په بېلابېلو ملکي او امنیتي برخو کې نوې ټاکنې ترسره شوې دي.

مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو بدلونونو له مخې د فاریاب پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه ټاکل شوی، او پر ځای یې ملا محمد حنیف حمزه د فاریاب د والي دنده پر غاړه اخیستې ده.

د هغه په خبره، مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست والي او مولوي عبدالله مختار د بغلان والي ټاکل شوي دي.

همداراز ملا محمد ولي جان د بادغیس د والي په توګه ګومارل شوی دی.

مجاهد زیاته کړې چې په امنیتي برخه کې هم بدلونونه راغلي، چې له مخې یې مولوي عبدالقیوم هلال د بغلان امنیه قومندان، ملا عبدالحق د میدان وردګ امنیه قومندان او مولوي محمد عمر مخلص د نیمروز امنیه قومندان ټاکل شوي دي.

د مجاهد په وینا، یو شمېر نور کسان د مرستیالانو او اړوندو ادارو په مهمو بستونو کې هم ټاکل شوي، چې موخه یې د ادارو لا پیاوړتیا او د چارو ښه تنظیم بلل شوی دی.

سي‌اېن‌اېن:د احتمالي کودتا د وېرې له امله کرملین د پوتین امنیت په بې‌ساري ډول سخت کړی

د سي‌اېن‌اېن (CNN) د راپور له مخې، د یوې اروپايي استخباراتي ادارې په تازه معلوماتو کې ویل شوي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین شاوخوا امنیتي تدابیر په بې‌ساري ډول سخت شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د لوړپوړو روسي پوځي چارواکو د وژنو او د احتمالي کودتا د وېرې له امله کرملین د پوتین د نږدې کسانو امنیت نور هم زیات کړی دی.

سرچینه وایي چې د پوتین د نږدې کارکوونکو په کورونو کې د څارنې سیسټمونه نصب شوي، او د هغوی پر سفرونو او اړیکو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

همدارنګه ویل شوي چې د پوتین لیدونکو نه دوه ځله امنیتي پلټنه کېږي او هغه کسان چې له هغه سره نږدې کار کوي، یوازې د انټرنېټ پرته ټیلیفونونه کارولای شي.

راپور زیاتوي چې د اوکراین له جګړې وروسته پوتین زیات وخت په خوندي ځایونو او بنکرونو کې تېروي او د عامه سفرونو شمېر یې هم کم شوی دی.

اروپايي ټولنه:د هرمز تنګي د امنیت لپاره موږ سمندري مرستې ته چمتو یو

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي چې اروپايي ټولنه چمتو ده د هرمز تنګي د امنیت د تأمین لپاره خپل سمندري امکانات وکاروي او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په هڅو کې برخه واخلي.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم غوښتنه کړې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو په چوکاټ کې دې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو موضوع جدي وڅېړل شي.

اروپايي چارواکي ټینګار کوي چې د هرمز تنګي د امنیت خرابېدل د نړیوالې انرژۍ پر بازار مستقیم اغېز لري، نو ځکه د ګډو نړیوالو هڅو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.

چین:د ایران جګړه د ټرمپ او شي جین پینګ د مهمې ناستې پر اجنډا سیوری غوړوي

د چین حکومت ویلي چې د ولسمشر شي جین پینګ او د ډونالډ ټرمپ ترمنځ راتلونکې لوړه کچه لیدنه به د منځني ختیځ د وضعیت له بدلونونو سره سره ترسره شي.

د راپورونو له مخې، چین دا ناسته چې د مې په ۱۴ او ۱۵ نېټه پلان شوې، د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت ګڼلی، سره له دې چې د منځني ختیځ جګړه لا هم دوام لري.

چینايي سرچینې وایي چې د هرمز تنګي د تړل کېدو احتمال د دې غونډې پر اهمیت ژور اغېز لري، ځکه چین د خپلو تېلو او ګازو شاوخوا یو پر درې برخه له همدې لارې واردوي.

بل لور ته، د چین د حکومتي کړیو ځینې کسان اندېښنه لري چې د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ به د نړیوالې انرژۍ بازار او د لویو قدرتونو اړیکې نورې هم پېچلې کړي.

سرچینې زیاتوي چې د ټرمپ د سفر پایلې به د امریکا او چین پر راتلونکو اړیکو اوږدمهاله اغېز ولري.