پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeکورپاڼهد ملګرو ملتونو خبرداری؛اقلیمي بدلون د پرمختګ او امنیت بڼه بدلوي

د ملګرو ملتونو خبرداری؛اقلیمي بدلون د پرمختګ او امنیت بڼه بدلوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې نړۍ له اقلیمي بدلون څخه تېښته نه شي کولی، ځکه د دې اغېزې لا له وړاندې په بېلابېلو هېوادونو کې ښکاره شوي دي.

نوموړي په خپله اېکس لیکلي چې اقلیمي بدلون د پرمختګ، ثبات او امنیت بڼه بدلوي او د هېوادونو پر ټولنیزو او اقتصادي نظامونو ژور اغېز لري.

ګوترېش ټینګار کړی چې هېوادونه باید د دې بدلونونو سره سم خپل اقدامات عیار کړي او د اقلیم پر وړاندې چمتووالی زیات کړي.

هغه همدارنګه ویلي چې د اقلیمي بدلون سره ځان عیارول یا “Adaptation” خیرات نه دی، بلکې یوه بنسټیزه اړتیا ده چې د خلکو ژوند ژغوري، ټولنې خوندي کوي او د ټولنیز ثبات په ساتلو کې مهم رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې د جون میاشتې له پیل راهیسې د نړۍ په ټولو لویو وچو کې د تودوخې درجه لوړه شوې او په ځینو اروپایي هېوادونو کې د ګرمې هوا له امله یو شمېر کسان هم مړه شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here