دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 21

ډونالډ ټرمپ:د ایران د اټومي پروګرام د ۲۰ کلونو لپاره د ځنډ له طرحې سره موافق یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا د هغو چینایي شرکتونو پر ضد د بندیزونو د لرې کولو امکان ارزوي چې د ایران نفت اخلي، او په دې اړه به په راتلونکو څو ورځو کې پرېکړه وکړي.

ټرمپ د چین له رسمي سفر وروسته د ولسمشرۍ الوتکې کې خبریالانو ته وویل، له هغې طرحې سره موافق دی چې د ایران اټومي پروګرام د شلو کلونو لپاره وځنډول شي، خو ټینګار یې وکړ چې تهران باید ریښتینی تعهد وړاندې کړي.

هغه ویلي، یوازې لنډمهاله محدودیت یا د تولید درول بسنه نه کوي، بلکې ایران باید په بشپړه توګه ډاډ ورکړي چې اټومي وسلې به نه لري.

د ټرمپ په وینا، که ایران هر ډول اټومي وسلې ته د رسېدو هڅه وکړي، امریکا به دغه وړاندیز ونه مني.

اماراتي چارواکی:د نتانیاهو د سفر خبر خپرول د هوکړې خلاف وو

یو لوړپوړي اماراتي چارواکي ویلي، د بنیامین نتانیاهو د پټ سفر د خبر خپرېدل د دواړو لورو ترمنځ د شویو هوکړو خلاف کار و.

نوموړي له یوه خبري بنسټ سره په خبرو کې ویلي، دواړو خواوو ژمنه کړې وه چې دا سفر به محرمانه پاتې کېږي.

بلخوا، وروسته له هغې چې د ایران د جګړې پر مهال متحده عربي اماراتو ته د نتانیاهو د پټ سفر راپورونه خپاره شول، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا دغه راپورونه رد شول.

روسیه:په کابل کې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز پرانیزو

د روسیې د پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې غړی او د دغه هېواد د عامه ډیپلوماسۍ مرکز عمومي رییس دیمیتري سیولوف ویلي، چې روسیه غواړي د ۲۰۲۶ کال تر پایه په کابل کې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز استازولي پرانیزي.

نوموړي د تاتارستان په کازان کې د نړيوال ۱۷م اقتصادي فورم په څنډه کې ویلي چې له افغان لوري سره خبرې روانې دي او هیله لري چې ژر په افغانستان کې خپل کلتوري او ښوونیز پروګرامونه پیل کړي.

د هغه په وینا، د دې مرکز هدف د روسي ژبې پراختیا، د روسیې د تاریخ او کلتور معرفي کول او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د تعلیمي پروژو پلي کول دي.

روسي چارواکي وایي دغه مرکز چې په ۲۰۲۴ کال کې جوړ شوی، اوس په څو افریقایي هېوادونو او ابخازیا کې فعالیت لري او غواړي خپل فعالیت افغانستان ته هم وغځوي.

بلخوا راپورونه وایي چې د طالبانو حکومت یو پلاوی به هم د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي، او تر دې وړاندې دیمیتري سیولوف په مسکو کې د طالبانو حکومت له سفیر ګل حسن حسن سره هم لیدلي وو.

چین کې؛د ډونالډ ټرمپ د امنیتي مامور او چینايي ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جين پينګ ترمنځ د چین د سفر پر مهال د امنیتي ساتونکو لفظي شخړه رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ کله چې دواړه مشران د اسماني معبد لیدنې ته تللي وو، د امریکا د ولسمشر له خبریالانو سره یو امریکايي امنیتي مامور غوښتل معبد ته داخل شي؛ خو چینايي امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

چینايي چارواکو نوموړي ته ویلي چې له وسلې سره د معبد دننه د ننوتلو اجازه نه لري، چې له امله یې د دواړو خواوو ترمنځ توده لفظي شخړه رامنځته شوه.

د عیني شاهدانو په وینا، دا ناندرۍ شاوخوا نیم ساعت روانې وې.

بلخوا، بیجینګ ته د ټرمپ سفر د سختو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره شوی.

راپورونه وایي چې د چین په پلازمېنه کې ګڼ سړکونه او پارکونه تړل شوي وو، او د ټرمپ د الوتکې د رسېدو پر مهال لسګونه الوتنې هم لغوه شوې وې.

منظور پښتین:د پاکستان حکومت د پښتنو اقتصاد، فرهنګ او هویت کمزوری کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې پښتانه د پاکستان تر واک لاندې د امن، سوکالۍ او عزت ژوند نه شي ترلاسه کولی.

نوموړي ادعا کړې چې د پښتنو په سیمو کې روانې جګړې مصنوعي او د پاکستان د پوځ له سیاستونو سره تړلې دي، او موخه یې د سیمې ناامنه کول او د خلکو بې‌ځایه کول دي.

هغه ویلي چې د جګړو تر شا د طبیعي زېرمو کنټرول، د سیمې سیاسي ګټې او نړیوالې پروژې پرتې دي.

د هغه په وینا، پر ملتونو سخت وختونه ناڅاپي نه راځي، بلکې د اوږدې مودې د بې غورۍ پایله وي، او له دغو حالاتو د وتلو لپاره هم اوږدې مبارزې ته اړتیا وي.

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه د پښتنو د حقونو او آزادۍ لپاره مهمه بللې او ویلي چې که څه هم دا مبارزه ستونزې زیاتوي، خو د دایمي حل یوازینۍ لار همدا ده.

هغه پر پاکستاني رسنیو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې ډېری رسنۍ د ریاست او پوځ تر اغېز لاندې فعالیت کوي.

منظور پښتین ويلي چې پښتني سیمې له برېښنا، تعلیم، انټرنیټ او روغتیایي خدمتونو محرومې دي، خو په دغو سیمو کې پوځي مرکزونه له ټولو اسانتیاوو برخمن دي.

هغه پاکستان پر دې هم تورن کړ چې د پښتنو اقتصاد، فرهنګ او هویت کمزوری کوي.

نوموړي ادعا کړې چې په وروستیو اونیو کې پر پښتني سیمو ډرون بریدونه شوي او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د ځینو سیاسي او قومي فعالانو لکه علي وزیر، حاجي صمد، نور الله ترین او حنیف پښتین د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې منظور پښتین بلوڅو ته د ملاتړ پیغام ورکړی او ویلي چې د پښتنو او بلوڅو اړیکې تاریخي دي او دواړه قومونه به یوه ورځ خپلو موخو ته ورسېږي.

شاه محمود میاخیل:د طالبانو حکومت د «خپلواکۍ» شعارونه له عملي سیاستونو سره په ټکر کې دي

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخیل د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د «خپلواکۍ» او «بهرنیو فرمایشونو نه منلو» شعارونه له عملي سیاستونو سره په ټکر کې دي.

میاخیل په خپلو څرګندونو کې ویلي، د «Dichotomy» اصطلاح هغه مهال کارېږي چې یو څوک په یو وخت کې دوه متضاد دریځونه خپل کړي.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت له یوې خوا وایي چې افغانستان د هېچا فرمایش نه مني، خو له بلې خوا له روسیې او نورو هېوادونو غواړي چې د دوی غوښتنې او تګلارې ومني.

هغه زیاته کړې، د طالبانو حکومت باید درک کړي چې نړیوال سیاست د احساساتو او شعارونو پر ځای د هېوادونو د ملي ګټو پر بنسټ روان دی، او هغه هېوادونه چې پیاوړی اقتصاد او نفوذ لري، د بل لوري فرمایشونه نه مني.

میاخیل همداراز د طالبانو حکومت پر تعلیمي سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د نجونو او محصلینو پر وړاندې محدودیتونه نړیواله ټولنه ویني او نه شي کولای دا تګلارې له پامه وغورځوي.

د هغه په خبره، «دا ډول څرګندونې ښایي د کورني تبلیغ لپاره وکارول شي، خو په نړیوالو ستیجونو کې د خندا وړ ښکاري.»

دا غبرګون وروسته له هغه مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د روسیې د تاتارستان په کازان ښار کې د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون د لومړۍ غونډې پر مهال ویلي وو، افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه خپلې پرېکړې خپله کوي او د هېڅ بهرني لوري امر یا فرمایشات نه مني.

روسي رسنۍ:ولسمشر پوتین به په لنډو ورځو کې چین ته ولاړ شي

د کریملېن ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې د دې سفر لپاره ټولې تیاریانې بشپړې شوې دي، خو تر اوسه د سفر دقیق مهالویش نه دی اعلان شوی.

د روسې ارټي رسنۍ راپور ورکړی، چې ښايي پوتین راتلونکې اوونۍ بېجینګ ته ولاړ شي او هلته له چینایي چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چین ته سفر کړی او د دواړو قدرتونو اړیکې د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.

پوتین وروستی ځل تېر کال بېجینګ ته تللی و، چې هلته یې په پوځي مراسمو او لوړې کچې غونډو کې ګډون کړی و.

شي جین‌پینګ، ډونالډ ټرمپ ته:چین او امریکا باید شریکان وي، نه رقیبان

د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د رسمي ماښامنۍ په پیل کې د دوستانه فضا تر څنګ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پیغامونه تبادله شول.

شي جین‌پینګ د مراسمو په ترڅ کې د جام پورته کولو سره د امریکايي پلاوي هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې واشنګټن او بیجینګ باید د رقابت پر ځای د ګډې همکارۍ لاره غوره کړي.

هغه وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د شراکت پر بنسټ ولاړې وي، نه د سیالۍ پر بنسټ.

د چین ولسمشر د ۲۰۲۶ کال یادونه هم کړې، چې د امریکا د خپلواکۍ د اعلان ۲۵۰مه کلیزه ده، او زیاته یې کړه چې چین او امریکا دواړه لوی ملتونه دي چې تاریخي ارزښت لري.

هغه ټینګار کړی، چې د چین د بیا راژوندي کېدو هدف او د امریکا د بیا ځواکمنېدو ارمانونه په ورته وخت کې پر مخ تللی شي، او دواړه هېوادونه کولای شي د یو بل د پرمختګ ملاتړ وکړي او د نړیوالې سوکالۍ لپاره ګډ رول ولوبوي.

بلوچستان؛پر پاکستاني پوځیانو په دوه جلا بریدونو کې ۵ پوځیان وژل شوي

د بلوچستان په بارکان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو او وسله‌والو ترمنځ په دوو جلا نښتو کې د یو لوړپوړي پوځي افسر په ګډون ټول ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) په یوه بیان کې ویلي، چې دا پېښه د بارکان ولسوالۍ د نوشام په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونو د وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي وو.

د پوځ په وینا، په دغو نښتو کې د پاکستاني پوځیانو د یو جګپوړي افسر په ګډون ۵ پوځیان وژل شوي.

همدا رنګه، د پوځ په وینا په دغو نښتو کې ۷وسله وال هم وژل شوي.

عباس عراقچي:اوس هغه وخت را رسېدلی چې د امریکا زورور چلند د تاریخ کثافت‌دانۍ ته وغورځول شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د نړۍ په اوسنیو کړکېچونو کې د پوځي حل لارې منل نور د منلو وړ نه دي او په وینا یې د ایران پر وړاندې د فشار سیاستونه ناکامه ثابت شوي دي.

عباس عراقچي ویلي، چې د «زورګرو سیاستونو» دوره باید پای ته ورسېږي او نړیواله ټولنه باید د خبرو او ډیپلوماسۍ پر لور لاړه شي.

هغه زیاته کړې: «اوس هغه وخت رارسېدلی چې د امریکا زورګر چلند د تاریخ د کثافاتو سطل ته وغورځول شي.»

عراقچي ویلي، ایران د هېڅ ډول پوځي ګواښ پر وړاندې خپل دریځ نه بدلوي.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید د ځواب لپاره په بشپړ چمتووالي کې دي، خو د تهران رسمي دریځ دا دی چې جګړه نه غواړي او د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

عراقچي له نړیوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول د بریکس سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د هغه په وینا د نړیوالو قوانینو د نقض مسئلې په جدي ډول وڅېړي، وغندي او د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي، څو د سیمې کړکېچونه د خبرو له لارې حل شي.