د چین د ولسمشر شي جینپینګ او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د رسمي ماښامنۍ په پیل کې د دوستانه فضا تر څنګ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پیغامونه تبادله شول.
شي جینپینګ د مراسمو په ترڅ کې د جام پورته کولو سره د امریکايي پلاوي هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې واشنګټن او بیجینګ باید د رقابت پر ځای د ګډې همکارۍ لاره غوره کړي.
هغه وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د شراکت پر بنسټ ولاړې وي، نه د سیالۍ پر بنسټ.
د چین ولسمشر د ۲۰۲۶ کال یادونه هم کړې، چې د امریکا د خپلواکۍ د اعلان ۲۵۰مه کلیزه ده، او زیاته یې کړه چې چین او امریکا دواړه لوی ملتونه دي چې تاریخي ارزښت لري.
هغه ټینګار کړی، چې د چین د بیا راژوندي کېدو هدف او د امریکا د بیا ځواکمنېدو ارمانونه په ورته وخت کې پر مخ تللی شي، او دواړه هېوادونه کولای شي د یو بل د پرمختګ ملاتړ وکړي او د نړیوالې سوکالۍ لپاره ګډ رول ولوبوي.

