د بلوچستان په بارکان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو او وسلهوالو ترمنځ په دوو جلا نښتو کې د یو لوړپوړي پوځي افسر په ګډون ټول ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) په یوه بیان کې ویلي، چې دا پېښه د بارکان ولسوالۍ د نوشام په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونو د وسلهوالو پر ضد عملیات پیل کړي وو.
د پوځ په وینا، په دغو نښتو کې د پاکستاني پوځیانو د یو جګپوړي افسر په ګډون ۵ پوځیان وژل شوي.
همدا رنګه، د پوځ په وینا په دغو نښتو کې ۷وسله وال هم وژل شوي.

