د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې پښتانه د پاکستان تر واک لاندې د امن، سوکالۍ او عزت ژوند نه شي ترلاسه کولی.
نوموړي ادعا کړې چې د پښتنو په سیمو کې روانې جګړې مصنوعي او د پاکستان د پوځ له سیاستونو سره تړلې دي، او موخه یې د سیمې ناامنه کول او د خلکو بېځایه کول دي.
هغه ویلي چې د جګړو تر شا د طبیعي زېرمو کنټرول، د سیمې سیاسي ګټې او نړیوالې پروژې پرتې دي.
د هغه په وینا، پر ملتونو سخت وختونه ناڅاپي نه راځي، بلکې د اوږدې مودې د بې غورۍ پایله وي، او له دغو حالاتو د وتلو لپاره هم اوږدې مبارزې ته اړتیا وي.
نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه د پښتنو د حقونو او آزادۍ لپاره مهمه بللې او ویلي چې که څه هم دا مبارزه ستونزې زیاتوي، خو د دایمي حل یوازینۍ لار همدا ده.
هغه پر پاکستاني رسنیو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې ډېری رسنۍ د ریاست او پوځ تر اغېز لاندې فعالیت کوي.
منظور پښتین ويلي چې پښتني سیمې له برېښنا، تعلیم، انټرنیټ او روغتیایي خدمتونو محرومې دي، خو په دغو سیمو کې پوځي مرکزونه له ټولو اسانتیاوو برخمن دي.
هغه پاکستان پر دې هم تورن کړ چې د پښتنو اقتصاد، فرهنګ او هویت کمزوری کوي.
نوموړي ادعا کړې چې په وروستیو اونیو کې پر پښتني سیمو ډرون بریدونه شوي او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د ځینو سیاسي او قومي فعالانو لکه علي وزیر، حاجي صمد، نور الله ترین او حنیف پښتین د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.
د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې منظور پښتین بلوڅو ته د ملاتړ پیغام ورکړی او ویلي چې د پښتنو او بلوڅو اړیکې تاریخي دي او دواړه قومونه به یوه ورځ خپلو موخو ته ورسېږي.

