دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 22

عباس عراقچي:اوس هغه وخت را رسېدلی چې د امریکا زورور چلند د تاریخ کثافت‌دانۍ ته وغورځول شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د نړۍ په اوسنیو کړکېچونو کې د پوځي حل لارې منل نور د منلو وړ نه دي او په وینا یې د ایران پر وړاندې د فشار سیاستونه ناکامه ثابت شوي دي.

عباس عراقچي ویلي، چې د «زورګرو سیاستونو» دوره باید پای ته ورسېږي او نړیواله ټولنه باید د خبرو او ډیپلوماسۍ پر لور لاړه شي.

هغه زیاته کړې: «اوس هغه وخت رارسېدلی چې د امریکا زورګر چلند د تاریخ د کثافاتو سطل ته وغورځول شي.»

عراقچي ویلي، ایران د هېڅ ډول پوځي ګواښ پر وړاندې خپل دریځ نه بدلوي.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید د ځواب لپاره په بشپړ چمتووالي کې دي، خو د تهران رسمي دریځ دا دی چې جګړه نه غواړي او د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

عراقچي له نړیوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول د بریکس سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د هغه په وینا د نړیوالو قوانینو د نقض مسئلې په جدي ډول وڅېړي، وغندي او د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي، څو د سیمې کړکېچونه د خبرو له لارې حل شي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د شیخ هبت‌الله لخوا د ښځې او مېړه ترمنځ د جلاوالي اصولنامه په رسمي جریده کې خپره شوه

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویلي، چې د ښځې او مېړه د جلاوالي او تفریق په اړه نوې اصولنامه د دغه حکومت د مشر شېخ هبت الله اخندذاده له منظورۍ وروسته په رسمي جریده کې خپره شوې ده.

د یاد وزارت په وینا، دغه اصولي سند د یوې مقدمې، دوو برخو، دولسو فصلونو او ۳۱ مادو څخه جوړ دی، چې د مېړه او میرمنې ترمنځ د بېلابېلو حقوقي او شرعي شرایطو له مخې د جلاوالي چوکاټ ټاکي.

همداراز په دې اصولنامه کې قضایي محاکمو ته واک ورکړل شوی، څو د اړوندو شرایطو د ثابتېدو په صورت کې د ښځې او مېړه ترمنځ د تفریق پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام:د طالبانوحکومت لخوا په سخت بشري بحران کې نږدې ۱۰۰ فرمانونه د ښځو په ضد نافذ شوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو دوام د هېواد اقتصاد او کاري ځواک له جدي زیان سره مخ کړی دی.

د «افغانستان ټولنیز ـ اقتصادي ارزونې» راپور له مخې، د طالبانو حکومت له لوري له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۱۰۰ فرمانونه لا هم نافذ دي، چې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ازاد تګ راتګ محدودیتونه وضع کوي.

راپور زیاتوي، چې دغه محدودیتونه د ښځو اقتصادي ونډه کمه کړې او د افغانستان د بشري او اقتصادي بحران د ژورېدو لامل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په وینا، د ښځو پر وړاندې محدودیتونه په داسې حال کې دوام لري، چې افغانستان لا دمخه له پراخې بېوزلۍ، بېکارۍ او د نړیوالو مرستو له کمېدو سره مخ دی.

ډونالډ ټرمپ او شي جین پینګ؛په بېجینګ کې د اسماني معبد “جنت معبد” څخه لیدنه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ د بېجینګ په زړه کې د چین له تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه د «د جنت معبد» لیدنه وکړه؛ هغه لرغونی عبادت‌ځای چې د چین د امپراتورۍ د دورې مهم سمبول ګڼل کېږي.

دغه لیدنه د دواړو مشرانو د رسمي پروګرامونو په لړ کې ترسره شوې او د چین د تاریخي میراث او فرهنګي هویت د نندارې یوه برخه بلل کېږي.

د جنت معبد چې د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې شامل دی، څو پېړۍ وړاندې د چینايي امپراتورانو له لوري د ښه حاصلاتو او موسمي برکتونو د دعا لپاره کارېده.

همدا رنګه، یونسکو دغه ځای د ځمکې او اسمان ترمنځ د اړیکې سمبول بللی دی.

د معلوماتو له مخې، دا تاریخي مجموعه د پنځلسمې میلادي پېړۍ پر مهال جوړه شوې او د بېجینګ په سوېل کې د پراخو باغونو او لرغونو ونو ترمنځ موقعیت لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام:په ۲۰۲۵کال کې افغانستان کې شاوخوا ۲۸میلیونه خلک د سختې بیوزلې تر کرښې لاندې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د نوي راپور له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، او د راستنېدونکو کډوالو، وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو د هېواد اقتصادي او بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

د راپور پر بنسټ، که څه هم افغانستان د اقتصادي ودې دوهم پرله‌پسې کال تجربه کړی، خو د واقعي ناخالص کورني تولید وده یوازې ۱.۹ سلنه ثبت شوې، چې د نفوس وده ۶.۵ سلنې ته رسېدلې، چې له امله یې د هر وګړي عاید شاوخوا ۲.۱ سلنه کم شوی دی.

راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۹ میلیونه افغانانو راستنېدو له امله ۱.۴ میلیونه نور خلک هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې پنځه میلیونه افغانان هېواد ته بېرته راستانه شوي، چې ډېری یې هغو سیمو ته تللي چې مخکې هم له اقتصادي ستونزو سره مخ وې.

د راپور له مخې، له ۸۰ سلنې ډېرې افغانې کورنۍ پوروړې دي او نږدې درې برخې خلک د ژوند د دوام لپاره منفي لارو چارو ته اړ شوي دي.

همداراز، ۹۲ سلنه تازه راستنېدونکي د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د لاسرسي توان نه لري.

راپور د اقلیمي بدلونونو اغېزو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې وچکالۍ د هېواد ۶۴ سلنه سیمې اغېزمنې کړې دي، او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی هم له ۵۹ سلنې څخه ۴۴ سلنې ته راکم شوی دی.

همدا رنګه، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم د افغانستان پر اقتصاد او کاري ځواک منفي اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو د کار، زده‌کړو او تګ راتګ د محدودولو لپاره نږدې ۱۰۰ فرمانونه لا هم نافذ دي.

راپور همداراز څرګندوي، چې د افغانستان سوداګریز کسر په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د هېواد د ناخالص کورني تولید نږدې ۶۰ سلنه جوړوي.

بل خوا، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله، له ۴۴۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خدمات محدود شوي، چې له امله یې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي کچه له ۱۶ سلنې څخه ۲۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

سرګي شویګو:د شانګهای غړي هېوادونه باید د افغانستان نه د ګواښونو پر وړاندې همغږي زیاته کړي

روسیې یو ځل بیا د افغانستان امنیتي وضعیت د سیمې لپاره اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد دوامداره بې‌ثباتي د شانګهای سازمان غړو هېوادونو ته مستقیم امنیتي ګواښ پېښوي.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د قرغیزستان په کوربه‌توب د شانګهای همکاریو سازمان د امنیت شورا د منشیانو په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت، د اوکراین جګړه او د ایران کړکېچ هغه مهمې مسئلې دي چې د سیمې پر ثبات اغېز لري.

هغه ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ، افراطیت او سرحدي ناامنۍ د مخنیوي لپاره خپلې امنیتي همکارۍ پراخې کړي.

د نوموړي په وینا، مسکو به په نږدې راتلونکې کې د ګډو امنیتي همکاریو لپاره یو شمېر عملي وړاندیزونه هم مطرح کړي.

شویګو زیاته کړې، چې د دغو امنیتي نوښتونو پلي کېدل به د شانګهای همکاریو سازمان نړیوال رول پیاوړی کړي او د غړو هېوادونو ترمنځ به همغږي نوره هم زیاته کړي.

روسیې او د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ناامنۍ او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه ښودلې.

محمود خان اڅکزی:د حکومت تګلارې په بلوچستان کې د بېلتون غوښتنې غږونه زیات کړي

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د حکومت د روانو تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غوښتنې غږونه زیات شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې د «د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې او خبرداری یې ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي په نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم ورته احساسات راپورته شي.

اڅکزي ویلي چې هېواد د جدي او خطرناکو حالاتو پر لور روان دی او هغه کسان چې ولسواکي یې زیانمنه کړې، باید د قانون او ولس پر وړاندې مسوول وبلل شي.

هغه د پاکستان د سیاسي مشرانو لکه نواز شریف، اصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان نومونه یاد کړي او غوښتنه یې کړې چې د اساسي قانون د ساتنې لپاره باید ټول سیاسي مشران یو ګډ دریځ خپل کړي.

نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان په زندانونو کې د ځینو نورو هېوادونو په پرتله ډېر بنديان ساتل کېږي او د حکومت تګلارې د بې ثباتۍ لامل ګرځي.

اڅکزي همدارنګه ویلي چې د اساسي قانون بدلونونه باید د هېواد د یووالي لپاره د پیاوړتیا وسیله وي، نه د کمزوري کولو، ځکه د هغه په وینا که قانون کمزوری شي نو هېواد له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

تحریک انصاف ګوند:عمران خان د زندان دننه له سختو ستونزو سره مخ دی او د یوې سترګې دید یې له لاسه ورکړی

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا ادعا کړې چې د ګوند بنسټګر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د زندان دننه له سخت چلند سره مخ دی او وهل کېږي.

نوموړي ویلي چې عمران خان د یوې سترګې لید په بشپړ ډول له لاسه ورکړی او د هغه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه زیاتوي چې د عمران خان مېرمن بشرا بي‌بي هم له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ ده.

سلمان اکرم راجا د پاکستان سترې محکمې مخې ته خبریالانو ته ویلي چې د محکمې له خوا د ملاقاتونو امرونه نه عملي کېږي او د عدالتي پرېکړو پر وړاندې خنډونه موجود دي.

هغه زیاته کړې چې د تحریک انصاف له لوري څو ځله قانوني غوښتنې وړاندې شوې، خو تر اوسه یې اورېدنه نه ده شوې.

نوموړي ویلي چې ګوند به خپل دریځ اوس مستقیماً د ولس مخې ته وړاندې کړي.

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپرېدی او د عمران خان د کورنۍ ځینو غړو هم د هغه د روغتیا لپاره د سملاسي طبي انتقال غوښتنه کړې وه او د اقدام نه کولو په صورت کې یې د سختو غبرګونونو خبرداری ورکړی و.

ماهرنګ بلوچ:بلوچستان کې هغه خلک چې د خپل حق غوښتنه کوي، له ګواښونو سره مخ دي

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوچ ویلي چې په بلوچستان کې د سوله‌ییزو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره فضا ورځ تر بلې تنګېږي او هغه کسان چې د عدالت او حق غوښتنه کوي له فشارونو او ګواښونو سره مخ دي.

نوموړې ویلي چې د بشري حقونو فعال او د دغه غورځنګ غړی نظار مري بلوڅ په جبري توګه بې‌درکه شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

همدارنګه د ذیشان ظهیر بلوڅ کورنۍ وايي، د هغه پلار له ۲۰۱۵ کال راهیسې بې‌درکه و او وروسته په ۲۰۲۵ کال د جون په ۲۹مه وژل شوی دی. کورنۍ یې وایي چې کلونه کېږي له سختو کړاوونو او بې‌درکیو سره مخ دي.

ماهرنګ بلوڅ ادعا کړې چې د ذیشان خور ادیبه بلوڅ د فشارونو له امله اړ شوې څو په یوه خبري غونډه کې له دغه غورځنګ څخه د بېلتون اعلان وکړي، چې د بشري حقونو فعالان یې د رواني فشار بېلګه بولي.

هغه زیاتوي چې فوزیه بلوڅ او د هغې کورنۍ هم له ورته فشارونو سره مخ شوي، او د هغې ورور دادشاه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه له خپل کور څخه بې‌درکه شوی دی.

راپورونه وایي چې د عدالت غوښتنې له امله د کورنۍ غړي نیول شوي او وروسته خوشې شوي دي.

ماهرنګ بلوڅ ټینګار کړی چې د دوی غورځنګ سوله‌ییز دی او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکوي، او له نړیوالو بشري حقونو ادارو یې غوښتي چې د بلوچستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

ټرمپ ته د شي جین پینګ خبرداری:د تایوان مسئله د چین او امریکا اړیکې خطرناک حالت ته بیولی شي

د چین ولسمشر شي جین پینګ په بېجینګ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی، که د تایوان مسئله په سمه توګه مدیریت نه شي، نو چین او امریکا ښايي له ټکر او حتی شخړې سره مخ شي.

شي جین پینګ ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکې به ډېر خطرناک حالت ته ولاړې شي که د تایوان موضوع په احتیاط او تفاهم حل نه شي.

نوموړي تایوان د بېجینګ او واشنګټن ترمنځ تر ټولو مهمه موضوع بللې.

چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي، خو تایوان دا ادعا ردوي او ځان خپلواک اداره کېدونکی ټاپو بولي.

همدارنګه، بېجینګ تایوان ته د امریکا د وسلو له پلور سره هم سخت مخالفت ښودلی دی.