سه شنبه, جولای 28, 2026
Home Blog Page 2

د دویچه ویله راپور: د پاکستان اټومي وړتیا تشې لافې دي؛ دغه هېواد له جدي بحران سره مخ دی

0

د المان دولتي رسنۍ «دویچه ویله» په یوه نوي څېړنیز مستند راپور کې ویلي چې د خپل اټومي ځواک په اړه د پاکستان ادعاوې او ګواښونه یوازې یو بهرنی نمایش دی او دا هېواد نور له چا سره د سیالۍ توان نه لري.

په راپور کې راغلي چې پاکستان له سخت اقتصادي افلاس سره مخ دی، سیاست یې د پوځ په ولکه کې دی، مشهور سیاسي مشران یې زنداني شوي او افراطیت په کې اوج ته رسېدلی دی.

دویچه ویله پوښتنه کړې، هغه هېواد چې د خپلو خلکو نفقې او اقتصاد ته حیران دی، د خپلو اټومي وسلو خوندیتوب او له نورو سره سیالي به څنګه وکړای شي؟ د دغې رسنۍ په وینا، پاکستان له دننه تش شوی او د ویجاړۍ خوا ته روان دی.

د دویچه ویله راپور په پاکستان دننه د سیاسي او رسنیزو کړیو ترمنځ توند غبرګونونه راپارولي او یاد راپور یې د هندي او اسرائیلي زړو طرحو او ډرامو بیا تکرار بللی چې په وینا یې د پاکستان دفاعي اټومي پروګرام بدناموي.

مایکل کوګلمن: ولې د هند او بنګله دېش په څېر پاکستان کې د ځوانانو پاڅون نه ترسره کیږي؟

0

د سویلې اسیا د مسایلو وتلي امریکايي شنونکي او تحلیلګر مایکل کوګلمن پوښتنه راپورته کړې چې ولې په پاکستان کې د سيمې د نورو هېوادونو په څېر د بدلون لپاره د ځوانانو لوی غورځنګ او پاڅون نه رامنځته کېږي.

کوګلمن وایي، په سریلانکا، بنګله دېش، نیپال او هند کې د ځوانانو د تحرکاتو او پاڅونونو اصلي لاملونه لکه اداري فساد، دولتي استبداد، بېکاري او اجتماعي محرومیت په پاکستان کې هم په پراخه کچه شتون لري.

نوموړي زیاته کړې، دا یوه خورا پرځای پوښتنه ده چې ولې د بېکارۍ او سیاسي بې ثباتۍ سره سره، پاکستاني ځوانان د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر د خپلو حقوقو او بدلون لپاره یو منظم او پراخ ولسي حرکت نه پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هند کې د ځوانانو پراخو لاریونونو بلاخره د دغه هېواد د پوهنې وزیر دهرمیندرا پرادهان استعفا ته اړ کړ.

په هند کې د ځوانانو پاڅونونو په نړیواله کچه پام ځان ته را اړولی دی، له همدې په پاکستان کې هم وروستي وضعیت ته په کتو سره د خلکو د پاڅونونو د نه راپورته کېدو پوښتنه مطرح کیږي.

نتنیاهو امریکا ته په سفر روان شو؛له ټرمپ سره د ایران په اړه خبرې کوي

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبر ورکړی چې واشنګټن ته په سفر روان شوی او هلته به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.

نتنیاهو په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«دا به د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو راهیسې له هغه سره زما اتمه لیدنه وي.»

نوموړي زیاته کړې چې په دې لیدنه کې به د ایران مسله د خبرو په سر کې وي او اصلي موخه یې د اسرائیل د امنیت ډاډمنول، د پوځي توان پیاوړي کول او د سولې د پروسې پراخول دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر همداراز ویلي، د دغه رسمي سفر پر مهال به د سناتور لینډسي ګراهام د جنازې او درناوي مراسمو کې هم ګډون وکړي او هغه یې د اسرائیل تاریخي او ریښتینی ملګری وباله.

اختر مینګل: که د بلوچستان ستونزې حل نه شي، د بنګله دېش تاریخ بیا تکرارېدونکی دی

0

د بلوچستان ملي ګوند مشر سردار اختر جان مینګل خبرداری ورکړی چې که د بلوچستان ستونزې حل نه شي، د بنګله دېش تاریخ به بیا تکرار شي او بلوچستان به له پاکستانه جلا شي.

نوموړي وویل، که د خلکو د صبر کاسه ډکه شي او نارضایتي، اجباري ورکېدنې او د امنیتي ادارو اوسنی چلند همدا ډول دوام وکړي، نو پایله به یې ډېره خرابه وي.

اختر مینګل د اسلام اباد پر پالیسیو د نیوکې ترڅنګ زیاته کړې چې د ولس او فدرالي حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی.

د افغانستان او ازبکستان؛ترمنځ د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۲ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د افغان- ازبک سوداګریز فورم په لړ کې د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۲ بېلابېل هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

په دغه فورم کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، د کابل او تاشکند ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پراختیا او پرمختګ په حال کې دي او موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵ میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

هم مهاله په دې فورم کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف وویل افغانستان پراخ اقتصادي ظرفیت لري او تاشکند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او پراختیا لپاره اقدامات په پام کې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې او راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

احدي: سویس کې د افغانستان شتمني ۴.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق غړي ډاکټر انورالحق احدي ویلي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو ارزښت ۴.۲ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، دغو پیسو ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې او تر اوسه ترې هېڅ مصرف نه دی شوی. په وینا یې، د حالاتو له عادي کېدو سره به دا ټولې پیسې بېرته د افغانستان ملي بانک ته وسپارل شي.

احدي دا خبرې د «افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر عنوان لاندې د افغانستان د پوهانو او متخصصانو په آنلاین غونډه کې کړې دي.

هغه همداراز ویلي، په امریکا کې د پاتې ۳.۵ میلیارد ډالرو په اړه دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړه کړې او تمه ده چې وروستۍ محکمه هم د دې پیسو د ازادېدو حکم ورکړي.

کاهش نزدیک به ۵ درصدی بهای نفت پس از توقف حملات آمریکا و ایران

0

قیمت نفت خام برنت، شاخص جهانی قیمت نفت در معاملات صبح دوشنبه با ادامه توقف حملات متقابل میان آمریکا و ایران نزدیک به ۵ درصد کاهش یافت و به حدود ۹۲ دلار در هر بشکه رسید تحلیلگران می‌گویند کاهش نگرانی‌ها درباره اختلال در عرضه نفت و افزایش امید به ادامه تلاش‌های دیپلماتیک از عوامل اصلی افت قیمت بوده است.

بر اساس گزارش‌ها از شام روز پنج‌شنبه تاکنون حمله تازه‌ای میان آمریکا و ایران گزارش نشده و هم‌زمان تلاش‌های میانجی‌ گرانه برای کاهش تنش‌ها ادامه دارد بازارهای جهانی نیز به این تحولات واکنش مثبت نشان داده‌اند و قیمت نفت پس از هفته‌ها نوسان، روند نزولی گرفته است.

در همین حال، گزارش شده است که بنیامین نتانیاهو نخست‌وزیر اسرائیل امروز برای دیدار با مقام‌های آمریکایی به واشنگتن سفر می‌کند سفری که انتظار می‌رود محور اصلی آن تحولات اخیر خاورمیانه و وضعیت ایران باشد.

کاهش نزدیک به ۵ درصدی بهای نفت پس از توقف حملات آمریکا و ایران

0

قیمت نفت خام برنت، شاخص جهانی قیمت نفت در معاملات صبح دوشنبه با ادامه توقف حملات متقابل میان آمریکا و ایران نزدیک به ۵ درصد کاهش یافت و به حدود ۹۲ دلار در هر بشکه رسید تحلیلگران می‌گویند کاهش نگرانی‌ها درباره اختلال در عرضه نفت و افزایش امید به ادامه تلاش‌های دیپلماتیک از عوامل اصلی افت قیمت بوده است. بر اساس گزارش‌ها از شام روز پنج‌شنبه تاکنون حمله تازه‌ای میان آمریکا و ایران گزارش نشده و هم‌زمان تلاش‌های میانجی‌ گرانه برای کاهش تنش‌ها ادامه دارد بازارهای جهانی نیز به این تحولات واکنش مثبت نشان داده‌اند و قیمت نفت پس از هفته‌ها نوسان، روند نزولی گرفته است. در همین حال، گزارش شده است که بنیامین نتانیاهو نخست‌وزیر اسرائیل امروز برای دیدار با مقام‌های آمریکایی به واشنگتن سفر می‌کند سفری که انتظار می‌رود محور اصلی آن تحولات اخیر خاورمیانه و وضعیت ایران باشد.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی؛عبدالغفور روان فرهادي په ۹۶ کلنۍ کې وفات شو

د افغانستان نومیالی ډیپلوماټ، څېړونکی او لیکوال عبدالغفور روان فرهادي د امریکا د سانفرانسیسکو په ښار کې د ۹۶ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

فرهادي د افغانستان په فرهنګي او ډیپلوماتیکو چارو کې اوږدمهاله خدمتونه کړي وو او له لسو کلونو زیات یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه خپلې لوړې زده کړې په پاریس او یو شمېر نورو هېوادونو کې کړې وې او د سیاسي، اقتصادي او نړیوالو اړیکو په برخو کې یې ګڼې لیکنې او څېړنې کړې وې.

عبدالغفور روان فرهادي د افغانستان د معاصر ډیپلوماسۍ له پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېده.

د هغه مړینه د هېواد د فرهنګي او ډیپلوماتیکې ټولنې لپاره د پام وړ ضایعه بلل شوې ده.

کابل کې؛د ازبکستان د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو

په کابل کې د ازبکستان د تولیدي او صنعتي محصولاتو دایمي نندارتون پرانیستل شو؛ هغه نوښت چې موخه یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراخول او د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه نندارتون به د ازبکستان د تولیداتو د پېژندنې لپاره د یوه دایمي مرکز په توګه فعالیت کوي او افغان سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ته به دا زمینه برابره کړي چې د ازبکستان له صنعتي ظرفیتونو او تولیداتو سره له نږدې اشنا شي.

چارواکي وایي، د دې مرکز له لارې به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ همکاري زیاته شي، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره به نوې لارې پرانېستل شي او پانګونې ته به هم ښه فرصتونه برابر شي.

د پرانیستې په مراسمو کې ویناوالو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا، د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر اسانتیا او د ګډو سوداګریزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، د محصولاتو نندارې ته وړاندې کول، د سوداګریزو غونډو جوړول او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د همکاریو پراخول د دې نندارتون له مهمو موخو څخه دي.

افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او ګډو اقتصادي پروژو د پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.