دوشنبه, جولای 27, 2026
Homeکورپاڼهاختر مینګل: که د بلوچستان ستونزې حل نه شي، د بنګله دېش...

اختر مینګل: که د بلوچستان ستونزې حل نه شي، د بنګله دېش تاریخ بیا تکرارېدونکی دی

د بلوچستان ملي ګوند مشر سردار اختر جان مینګل خبرداری ورکړی چې که د بلوچستان ستونزې حل نه شي، د بنګله دېش تاریخ به بیا تکرار شي او بلوچستان به له پاکستانه جلا شي.

نوموړي وویل، که د خلکو د صبر کاسه ډکه شي او نارضایتي، اجباري ورکېدنې او د امنیتي ادارو اوسنی چلند همدا ډول دوام وکړي، نو پایله به یې ډېره خرابه وي.

اختر مینګل د اسلام اباد پر پالیسیو د نیوکې ترڅنګ زیاته کړې چې د ولس او فدرالي حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here