دوشنبه, جولای 27, 2026
Homeافغانستانکابل کې؛د ازبکستان د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو

کابل کې؛د ازبکستان د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو

په کابل کې د ازبکستان د تولیدي او صنعتي محصولاتو دایمي نندارتون پرانیستل شو؛ هغه نوښت چې موخه یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراخول او د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه نندارتون به د ازبکستان د تولیداتو د پېژندنې لپاره د یوه دایمي مرکز په توګه فعالیت کوي او افغان سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ته به دا زمینه برابره کړي چې د ازبکستان له صنعتي ظرفیتونو او تولیداتو سره له نږدې اشنا شي.

چارواکي وایي، د دې مرکز له لارې به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ همکاري زیاته شي، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره به نوې لارې پرانېستل شي او پانګونې ته به هم ښه فرصتونه برابر شي.

د پرانیستې په مراسمو کې ویناوالو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا، د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر اسانتیا او د ګډو سوداګریزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، د محصولاتو نندارې ته وړاندې کول، د سوداګریزو غونډو جوړول او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د همکاریو پراخول د دې نندارتون له مهمو موخو څخه دي.

افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او ګډو اقتصادي پروژو د پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here