په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق غړي ډاکټر انورالحق احدي ویلي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو ارزښت ۴.۲ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، دغو پیسو ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې او تر اوسه ترې هېڅ مصرف نه دی شوی. په وینا یې، د حالاتو له عادي کېدو سره به دا ټولې پیسې بېرته د افغانستان ملي بانک ته وسپارل شي.
احدي دا خبرې د «افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر عنوان لاندې د افغانستان د پوهانو او متخصصانو په آنلاین غونډه کې کړې دي.
هغه همداراز ویلي، په امریکا کې د پاتې ۳.۵ میلیارد ډالرو په اړه دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړه کړې او تمه ده چې وروستۍ محکمه هم د دې پیسو د ازادېدو حکم ورکړي.

