دوشنبه, جولای 27, 2026
Homeکورپاڼهمایکل کوګلمن: ولې د هند او بنګله دېش په څېر پاکستان کې...

مایکل کوګلمن: ولې د هند او بنګله دېش په څېر پاکستان کې د ځوانانو پاڅون نه ترسره کیږي؟

د سویلې اسیا د مسایلو وتلي امریکايي شنونکي او تحلیلګر مایکل کوګلمن پوښتنه راپورته کړې چې ولې په پاکستان کې د سيمې د نورو هېوادونو په څېر د بدلون لپاره د ځوانانو لوی غورځنګ او پاڅون نه رامنځته کېږي.

کوګلمن وایي، په سریلانکا، بنګله دېش، نیپال او هند کې د ځوانانو د تحرکاتو او پاڅونونو اصلي لاملونه لکه اداري فساد، دولتي استبداد، بېکاري او اجتماعي محرومیت په پاکستان کې هم په پراخه کچه شتون لري.

نوموړي زیاته کړې، دا یوه خورا پرځای پوښتنه ده چې ولې د بېکارۍ او سیاسي بې ثباتۍ سره سره، پاکستاني ځوانان د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر د خپلو حقوقو او بدلون لپاره یو منظم او پراخ ولسي حرکت نه پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هند کې د ځوانانو پراخو لاریونونو بلاخره د دغه هېواد د پوهنې وزیر دهرمیندرا پرادهان استعفا ته اړ کړ.

په هند کې د ځوانانو پاڅونونو په نړیواله کچه پام ځان ته را اړولی دی، له همدې په پاکستان کې هم وروستي وضعیت ته په کتو سره د خلکو د پاڅونونو د نه راپورته کېدو پوښتنه مطرح کیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here