سه شنبه, جولای 28, 2026
Home Blog Page 3

امریکا او ایران؛د تېرو دوو شپو راهيسې پر يو بل پوځي بریدونه درولي

0

د امریکا او ایران ترمنځ له نږدې دوو اوونیو پوځي نښتو وروسته، دواړو لورو د بریدونو د درولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې اوس مهال ډیپلوماسۍ ته د فرصت ورکولو هڅه روانه ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې پرله‌پسې شپې لپاره پر ایران د پوځي بریدونو د نه ترسره کولو پرېکړه کړې، څو د سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو لپاره مناسب فرصت رامنځته شي.

والټز له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، سپینه ماڼۍ غواړي د خبرو اترو بهیر ته وخت ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې ټرمپ لا هم ټول احتمالي انتخابونه پر مېز ساتلي او د اړتیا په صورت کې هر ډول اقدام کولای شي.

بل لور ته، د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي‌نیا هم ویلي چې تهران په سیمه کې پر امریکايي اډو خپل غچ‌اخیستونکي بریدونه درولي دي.

د هغه په وینا، د ایران وروستي پوځي اقدامات د امریکا د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي وو، خو اوس د بریدونو له درېدو سره ایران هم خپل عملیات درولي دي.

هغه ادعا کړې چې د ایران هدف دا و چې واشنګټن د شخړې د پراخېدو پر ځای خبرو ته وهڅوي.

دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې په تېرو نږدې دوو اوونیو کې امریکا پر ایران پرله‌پسې بریدونه کړي وو او ایران هم په سیمه کې پر امریکايي اډو متقابل بریدونه ترسره کړي وو.

د هوا پېژندنې اداره:نن په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو اټکل شوی

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د دوشنبې په ورځ (د اسد ۵مه) په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو احتمال شته.

د ادارې د خبرپاڼې له مخې، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې پکې د ۱۰ تر ۲۵ میلی‌مترو پورې ورښت اټکل شوی او ورسره په ځینو سیمو کې د ناڅاپي سېلونو خطر هم شته.

د هوا پېژندنې ادارې همداراز ویلي، په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې به د باد چټکتیا په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي، چې ښايي د خلکو پر ورځني ژوند او تګ راتګ اغېز وکړي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې نورستان لا هم د تېرې اوونۍ د ویجاړوونکو سېلونو له ناورین سره مخ دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په دغو سېلونو کې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي، لسګونه نور ټپیان او یو شمېر کسان لا هم ورک دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، سېلونو په نورستان کې لسګونه دوکانونه، کورونه او نورې عامه زیربناوې هم ویجاړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا هم ویلي چې زرګونه کسان له دې ناورین څخه اغېزمن شوي او د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او حفظ‌الصحې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

پاکستان تر اوسه د کومو افغان وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی؟د اوو لسیزو مداخلو ته لنډه کتنه

ليکوال: نجيب پاڅون

د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه د پاکستان له جوړېدو سره د افغانستان او یاد هېواد اړیکې له سیاسي اختلافاتو سره پیل شوې. د ډیورنډ فرضي کرښې، د پښتنو سیمو د راتلونکي، د وېشل شوې افغان خاورې او د برېټانوي هند د میراث موضوعات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اختلافاتو لامل شول.
خو د دواړو هېوادونو اختلاف یوازې تر سیاسي بحثونو محدود پاتې نه شول، افغانستان د سړې جګړې، سیمه‌ییزو سیالیو او نړۍوالو رقابتونو په اوږدو کې د لویو قدرتونو د سیالۍ ډګر شو، او پاکستان د خپلې ناوړه امنیتي تګلارې له مخې په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان له ځینو سیاسي او وسله‌والو مخالفو جریانونو سره اړیکې جوړې کړې.
د نړۍوالو اسنادو او څېړنیزو راپورونو له مخې، د پاکستان له‌خوا د افغان مخالفو ډلو د ملاتړ موضوع په ځانګړي ډول له ۱۹۷۳ کال وروسته روښانه کېږي؛ هغه وخت چې د سردار محمد داوود خان د حکومت پر وړاندې د ځینو اسلامپالو او ورانکارو مخالفینو د تنظیم او ملاتړ موضوع مطرح شوه.
په دې لنډه مقاله کې د پاکستان او افغان وسله‌والو ډلو د اړیکو مهم تاریخي پړاوونه څېړل کېږي؛ له مجاهدینو څخه تر طالبانو او له ۲۰۰۱ وروسته د نویو وسله‌والو ډلو ملاتړ تر بحثونو پورې.

د ۱۹۷۳ کال وروسته؛ د افغان مخالفو ډلو د ملاتړ پیل



د ۱۹۷۳ کال د جولای کودتا چې سردار محمد داوود خان یې واک ته ورساوه، د افغانستان او پاکستان اړیکې نوې مرحلې ته داخلې کړې.
د ګڼو څېړنو او وروسته خپرو شوو اسنادو له مخې، د پاکستان حکومت د داوود خان د حکومت پر وړاندې له هغو افغان اسلامپالو او ورانکارو مخالفینو سره اړیکې جوړې کړې چې له نوي نظام سره مخالف وو.
په دې دوره کې د ګلبدین حکمتیار، برهان‌الدین رباني، احمدشاه مسعود او نورو اشرارو نومونه ډېر یادېږي چې وروسته د افغانستان په ورانولو کې یې مهم رولونه ولوبول.
د موجودو څېړنو له مخې، د ۱۹۷۴ او ۱۹۷۵ کلونو ترمنځ د ډیورند کرښې هاغاړې سیمو کې د افغان مخالفینو او ورانکارو د تنظیم او روزنې لومړني مرکزونه جوړ شول.
د ۱۹۷۵ کال د پنجشیر بغاوت هغه لومړنۍ مهمه پېښه وه چې د افغانستان حکومت یې د پاکستان له خاورې د تنظیمېدو کره ادعا وکړه.
که څه هم دغه بغاوت ناکام شو، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې‌باوري یې زیاته کړه او د افغان مخالفو ورانکارو شبکو او پاکستاني امنیتي ادارو اړیکې یې پیاوړې کړې.

د شوروي یرغل او د مجاهدینو پراخ ملاتړ (۱۹۷۹–۱۹۸۹)

د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد له پوځي مداخلې وروسته، د افغانستان جګړه د سړې جګړې په یوه نړۍواله سیالۍ بدله شوه.
پاکستان د افغان مجاهدینو د تنظیم او د نړۍوالو مرستو د وېش اصلي مرکز شو. د پاکستان استخباراتي ادارې ای‌اېس‌ای د وسلو، مالي مرستو او پوځي امکاناتو په وېش کې مهم رول درلود.



پاکستان د پېښور مېشتو اوو تنظیمونو له لارې د مجاهدینو ملاتړ تنظیم کړ:
۱- حزب اسلامي (ګلبدین حکمتیار)
۲- جمعیت اسلامي (برهان‌الدین رباني)
۳- اتحاد اسلامي (عبدالرب رسول سیاف)
۴- حرکت انقلاب اسلامي (مولوي محمد نبي محمدي)
۵- حزب اسلامي (یونس خالص)
۶- محاذ ملي اسلامي (پیر سید احمد ګیلاني)
۷- جبهه نجات ملي (صبغت الله مجددي)

د ۱۹۸۰ مو کلونو په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاغاړې سیمو کې د افغان مجاهدینو لپاره روزنیز مرکزونه جوړ شول چې پکې د چریکي جګړې، وسلو کارولو، مخابراتو، د افغان وطن ویجاړولو او پوځي تاکتیکونو روزنه ورکول کېده.

د شوروي له وتلو وروسته د طالبانو راڅرګندېدل (۱۹۸۹–۲۰۰۱)

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د کورنۍ جګړې له سخت پړاو سره مخ شو. پاکستان هڅه کوله چې په کابل کې داسې حکومت رامنځته شي چې د اسلام‌اباد امنیتي او سیمه‌ییزو ګټو ته نږدې وي.
په دې دوره کې د پاکستان اړیکې له ځینو مجاهدینو، په ځانګړي ډول د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت ګوند برهان‌الدین رباني سره، ډېرې یادې شوي.
په ۱۹۹۴ کال کې طالبان د افغانستان په سوېل کې راڅرګند شول. طالبانو د نظم او امنیت د راوستلو شعار ورکړ او په لومړیو کې یې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ.
د طالبانو د چټک پرمختګ په اړه د پاکستان د رول موضوع له هماغه لومړیو کلونو راهیسې د نړۍوالو څېړنو مهم بحث و. یو شمېر څېړونکي او افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني امنیتي او سیاسي کړیو د طالبانو له ودې سره مرسته کړې وه.
په ۱۹۹۶ کال کې طالبان کابل ته داخل شول او پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

له ۲۰۰۱ وروسته؛ د طالبانو بیا راڅرګندېدل او نوې شخړې

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ نړۍوالو ځواکونو افغانستان ته پوځي مداخله وکړه او د طالبانو حکومت نسکور شو.
له دې وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا د نړۍوال سیاست مهم بحث شو. د افغانستان جمهوري حکومتونو او یو شمېر نړۍوالو چارواکو تل ویل، چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې ځینو مشرانو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
د اشرف غني حکومت هم په لومړیو کې د پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅه وکړه، خو وروسته د وسله‌والو بریدونو له زیاتېدو سره اړیکې بېرته ترینګلې شوې.

له ۲۰۲۱ وروسته نوی امنیتي پړاو او د نویو وسله‌والو ډلو روزل او ملاتړ

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، له دې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیت، ډیورنډ فرضي کرښې او وسله‌والو ډلو په اړه اختلافات زیات شول.
یو شمېر افغان او نړۍوال شنونکي او کره سرچېنې باور لري، چې پاکستان د افغانستان په اړه لا هم د نفوذ پخوانۍ تګلارې تعقیبوي او اوس یې تازه بیا یو شمېر وسله والې ډلې روزلی او ملاتړ یې پیل کړی تر څو په افغانستان کې ناکراري او ورانکاري پیل کړي.

پایله

د تېرو اوو لسیزو تاریخ ښيي چې پاکستان په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې د افغانستان له ځینو مخالفو سیاسي او وسله‌والو جریانونو سره اړیکې لرلې؛ له ۱۹۷۰مو کلونو د اسلامپالو شبکو څخه نیولې، د مجاهدینو (اشرارو) د جګړې، د طالبانو د راڅرګندېدو او له ۲۰۰۱ او له ۲۰۲۱ وروسته د نویو وسله‌والو ډلو تر ملاتړ او بحثونو پورې.

مهمې سرچینې:

United Nations Analytical Support and Sanctions Monitoring Team Reports
SIGAR – Afghanistan Reconstruction Reports
Congressional Research Service (CRS) – Afghanistan Reports
U.S. Department of Defence – Afghanistan Security Reports
Office of the Historian, U.S. Department of State – Afghanistan Documents
Steve Coll – Directorate S
Ahmed Rashid – Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د تخار په خواجه بهاوالدین کې د ځمکو د ملکیت لانجه؛د سيمې اوسېدونکي وایي، محکمو د اصلي مالکانو په ګټه پرېکړه وکړه

په تخار ولایت، خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ځمکو د ملکیت پر سر روانې لانجې د خصوصي محکمو په امر پای ته رسېدلي او د طالبانو حکومت محکمو اصلي امر صادر کړی چې د غاصبینو نه غصب شوې زراعتي ځمکې اصلي مالکينو ته ژر تر ژره وسپاري.

د دغه سیمې اوسېدونکو ويلي، کومو غاصبینو چې د‌ دوی ځمکې غصب کړې وې، اوس خپله پټ دي؛ خو هڅه کوي چې د ښځو په را ايستلو سره مظاهرې وکړي، تر څو له دې لارې ځانونه بريالي کړي.

د سیمې یو اوسېدونکي حاجي محمد ولي زیاته کړې چې يادې ځمکې له کلونو راهیسې ترې جنګسالارانو او د بدخشان او نورو ولسوالیو نه راغلیو جنګیالیو ویشلې وې؛ خو اوس حکومت د ټولو محکمو د پرېکړو نه وروسته د اصلي مالکينو په ګټه پرېکړه کړې ده او ځايي مسوولينو ته یې امر کړی چې د ځمکو ملکیت اصلي مالکینو ته وسپاري.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د هند دفاع وزیر:که له پاکستان سره خبرې وشي، یوازې به د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اړه وي

0

د هند د دفاع وزیر راجنات سنګ ویلي، نوی ډیلي له پاکستان سره د عادي خبرو اترو اراده نه لري، او که هر ډول خبرې ترسره شي، نو یوازې به د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په اړه وي.

سنګ د کارګیل جګړې د بریا د ۲۷مې کلیزې په مراسمو کې وویل، د هند دریځ روښانه دی او پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د هند برخه ګڼي.

هغه پاکستان یو ځل بیا د تروریزم په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه چې اسلام‌اباد تروریزم د خپلې دولتي پالیسۍ برخه ګرځولې، په داسې حال کې چې هند د ټکنالوژۍ، نوښت او اقتصادي پرمختګ پر لور روان دی.

د هند دفاع وزیر د تېر کال د «سندور عملیاتو» یادونه هم وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که پاکستان د هند پر ضد هر ډول اقدام وکړي، نو نوی ډیلي به ورته په کلک غبرګون ځواب ورکړي.

سنګ همداراز وویل، هند به نور د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو ترمنځ توپیر ونه کړي او د دواړو پر وړاندې به یو شان چلند وکړي.

د هغه په وینا، د کارګیل جګړه یوازې پوځي بریا نه وه، بلکې د هند لپاره یوه ډیپلوماتیکه لاسته‌راوړنه هم وه، ځکه نړۍ ته یې د هندي ځواکونو وړتیا او قربانۍ وښودلې.

کمال ناصر اصولي:پر هېواد او ولس د جګړې تپل جنایت دی

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، په هره پلمه او انګیزه پر هېواد او ولس د جګړې تپل یو جنایت دی.

هغه ویلي، جګړې هېواد وران کړی او د افغانستان د وروسته پاتې کېدو تر ټولو لوی لامل هم همدا څو لسیزې جګړه ده.

سپاه پاسداران:د ایران پر ضد بهرني پلانونه له نږدې څارو

0

د ایران د سپاه پاسداران ویاند ویلي، د هېواد امنیتي ځواکونه د ایران پر ضد د احتمالي ګواښونو او پلانونو په اړه بشپړ معلومات لري او یوازې د هرمز تنګي ته نه دي متوجه.

هغه ادعا کړې چې د ایران مخالفې ډلې، د حکومت وسله‌وال مخالفین او شاهي پلویان د بهرنیو ملاتړونو په مرسته هڅه کوي د هېواد دننه ګډوډۍ رامنځته کړي او د تېرو کلونو د اعتراضونو په څېر وضعیت تکرار کړي.

د سپاه پاسداران ویاند ویلي، د امریکا په ملاتړ ځینې بېلتون‌پالې ډلې غواړي د ایران خاورې ته ننوځي او له داخلي ناارامیو څخه په استفادې بریدونه ترسره کړي.

د نوموړي په وینا، په شمال لوېدیځو سیمو کې د سپاه روان عملیات د همدې لپاره دي، څو د دغو ډلو فعالیتونه له پراخېدو مخکې وځپل شي.

د ایران پوځ:د امریکا د بریدونو له درېدو وروسته مو غچ اخیستونکي عملیات هم ودرول

0

د ایران د پوځ ویاند ویلي، د امریکا له لوري د وروستیو بریدونو له بندېدو وروسته ایران هم خپل غچ اخیستونکي پوځي عملیات درولي دي.

د نوموړي په وینا، د جګړې پر مهال د ایران ستراتیژي د متقابلو بریدونو ترسره کول وو، خو کله چې امریکا په تېرو دوو شپو کې خپل بریدونه ودرول، ایران هم عملیات وځنډول.

بل لور ته، یو شمېر امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لږ تر لږه د اوس لپاره پرېکړه کړې چې پر ایران پوځي بریدونه نور پراخ نه کړي.

د دغو راپورونو له مخې، دا پرېکړه د جمعې په ورځ وروسته له هغې وشوه چې امریکايي چارواکو د پاتریوټ دفاعي توغندیو د زېرمو د کمېدو او د خلیج د عربي متحدانو د احتمالي ناخوښۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

رويټرز:برازیل د امریکا د دوو چارواکو ویزې رد کړې

0

رويټرز وايي، برازیل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوو لوړپوړو چارواکو ویزې رد کړې، چې له امله یې د هغوی پلان شوی سفر لغوه شو.

د راپورونو له مخې، برازیلي چارواکي اندېښمن وو چې یاد امریکايي چارواکي غواړي د برازیل د برېښنايي رایه‌ورکونې د سیستم امنیت تر پوښتنې لاندې راولي، چې ښايي د اکتوبر میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د خلکو باور زیانمن کړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د سفر موخه د ټاکنو د روڼتیا، مذهبي ازادۍ او د بیان د ازادۍ په اړه خبرې کولې.

راپور زیاتوي چې امریکايي چارواکو غوښتل د ولسمشرۍ له نوماند فلاویو بولسونارو سره هم وګوري، هغه سیاستوال چې مخکې یې د ټاکنو د درغلیو په اړه ناتایید شوې ادعاوې مطرح کړې دي.

ملګري ملتونه:د نشه‌يي توکو نړیواله کارونه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

0

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د ناقانونه نشه‌يي توکو د کاروونکو شمېر بې‌سارې کچې ته لوړ شوی دی.

د راپور له مخې، د ۱۵ تر ۶۴ کلونو عمر لرونکو کسانو له ډلې تر ۶ سلنې ډېر خلک نشه‌يي توکي کاروي، چې دا شمېر د تېرو لسو کلونو په پرتله شاوخوا ۳۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

ملګري ملتونه وایي، دغه راپور د نشه‌يي توکو د کارونې د پراختیا، د نړیوالو قاچاقي بازارونو د بدلونونو او د روغتیا، امنیت او ټولنیزو ستونزو په اړه مهم معلومات وړاندې کوي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د تریاکو تولید په پراخه کچه راکم شوی دی.

افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د نړۍ د ناقانونه تریاکو شاوخوا ۸۰ سلنه تولیدوونکی هېواد بلل کېده، اوس یې د تریاکو په تولید کې نږدې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د کوکنارو د کښت ساحه له ۲۳۲ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته راټیټه شوې، او د تریاکو تولید له نږدې ۶۲۰۰ ټنو څخه ۲۹۶ ټنو ته کم شوی دی.

سره له دې، ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د تریاکو پخوانۍ زېرمې لا هم موجودې دي او ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه د بازار یوه برخه پرې متکي وي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان او سیمې په ځینو هېوادونو کې د تریاکو او هېرویینو یوه برخه لا هم له همدې پاتې زېرمو سره تړاو لري.

ملګرو ملتونو ویلي، تر اوسه هېڅ بل هېواد نه دی توانېدلی چې د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت په بشپړه توګه جبران کړي، که څه هم میانمار له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نړۍ له مهمو تریاکو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.