سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 198

کریم خرم:د ټرمپ د «سولې شورا» پروژه او د داعش بندیانو لېږد د سیمې راتلونکی له ستر خطر سره مخ کوي

د هیواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس، کریم خرم ویلي، چې منځنی ختیځ او سیمه د دوو خطرناکو تحولاتو پر درشل ولاړه ده چې اغېزې به یې تر افغانستان پورې ورسېږي.

خرم په یوه تحلیلي څرګندونه کې ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د غزې لپاره د «سولې شورا» جوړېدل، په حقیقت کې د سولې پروژه نه، بلکې یوه لویه سوداګریزه طرحه ده چې هدف یې د فلسطیني ولس ایستل او د غزې تجارتي استثمار دی.

د کریم خرم په وینا، دا شورا د یوې خصوصي نړیوالې کمپنۍ بڼه لري او مشري یې پخپله ټرمپ او د لوېدیځ میلیاردران کوي، چې غواړي غزه په یوه سوداګریز تفریحي مرکز بدله کړي.

نوموړي همدارنګه د داعش د شاوخوا ۷ زره بندیانو انتقال له سوریې څخه عراق ته ژور امنیتي خطر بللی او ویلي یې دي، چې دا کار داعش ایران، افغانستان او ټولې سیمې ته نږدې کوي.

خرم زیاته کړې چې، که کرد ځواکونو کولی شول دا بندیان وساتي؛ نو د سوریې حکومت یې د ساتلو وړتیا ولې نه لري؟ په داسې حال کې چې عراق پخپله له پراخو ستونزو سره مخ دی.

هغه خبرداری ورکړی چې دا ډول سیاسي او امنیتي لوبې به د سیمې ثبات لا پسې زیانمن کړي او د نوې بې‌ثباتۍ دروازې به پرانیزي.

عبدالسلام ضعیف:د ټرمپ هڅې په منځني ختیځ کې د صهیونیستي رژیم د پیاوړتیا لپاره دي

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې او سیاستونه په منځني ختیځ کې د صهیونیستي رژیم د پیاوړتیا، بقا او د مالي ګټو د ترلاسه کولو لپاره دي.

نوموړي ویلي، ټرمپ غواړي د سولې تر شعار لاندې د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس بې‌وسلې کړي او یو شمېر اسلامي هېوادونه د اسلام په نامه د صهیونیستي رژیم ملاتړ ته وهڅوي.

مولوي عبدالسلام ضعیف دا کړنې د فلسطین د موجودیت پر وړاندې لوی ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې دا تګلاره د فلسطیني ولس له قربانیو سره ښکاره جفا ده.

وال سټریټ ژورنال:امریکا له سوریې څخه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو پر امکان غور کوي

0

‏وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې واشنګټن له سوریې څخه د خپلو ټولو پوځي ځواکونو د بشپړ وتلو پر امکان غور کوي.

د راپور له مخې، دا ارزونه په داسې وخت کې روانه ده چې احمد الشرع هڅه کوي د هېواد د شمال ختیځ سیمو کنټرول بېرته له هغې کردي ملېشې ډلې واخلي چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمنه ده.

وال‌سټریټ ژورنال لیکي، دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د احمد الشرع حکومت د امریکا د پوځ له اوږدمهاله سیمه‌ییز شریک، یعنې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (SDF)، د منحل کېدو امر کړی دی.

اروپايي ټولنې؛د افغان ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره د ۱۰ میلیونه یورو نوی پروګرام اعلان کړ

اروپايي ټولنې د افغان ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره د «ویلیډ» پروګرام د دویم پړاو د پيل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړه.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري عملي کېږي او په هغو ولایتونو کې به پلی شي چې ښځې پکې د کار او مالي خدماتو محدود لاسرسی لري.

د پروګرام موخه د ښځو عاید لوړول، د کورنیو اقتصادي مقاومت پیاوړتیا او په اقتصادي پرېکړو کې د ښځو ونډه زیاتول دي.

ډونالډ ټرمپ؛د «سولې شورا» نړیوال ائتلاف جوړ کړ چې غړیتوب یې یو میلیارد ډالر لګښت لري

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په داووس کې د «سولې شورا» په نوم د یو نوي نړیوال بنسټ منشور لاسلیک کړ، چې هدف یې د نړیوالو شخړو حل او د «تلپاتې سولې» ټینګښت بلل شوی دی.

د دې شورا دایمي غړیتوب یو میلیارد ډالر ټاکل شوی او شاوخوا شلو هېوادونو، د سعودي عربستان، ترکیې، مصر، قطر او پاکستان په ګډون، یې غړیتوب منلی دی.

که څه هم سپینې ماڼۍ په پیل کې دا شورا د غزې د بیا رغونې لپاره اعلان کړې وه، خو په رسمي منشور کې د غزې یادونه نه ده شوې.

بریتانیا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ممکنه ګډون له امله له دې شورا سره یوځای کېدل رد کړي، خو ټرمپ ویلي چې پوتین د غړیتوب بلنه منلې ده.

دا شورا به له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي، خو منتقدان وایي دا بنسټ ښايي د ملګرو ملتونو د بدیل په توګه جوړ شوی وي.

ولادیمیر زلنسکي:که د ایران رژیم ته د بقا اجازه ورکړل شي، دا به نورو دیکتاتورانو ته د قتل جواز وي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ایران د حکومت پر وړاندې سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، که نړیواله ټولنه د تهران رژیم ته د بقا اجازه ورکړي، نو دا به نورو مستبدو واکمنانو ته دا پیغام ورکړي چې «که کافي خلک ووژنې، په واک کې پاتې کېدای شې.»

زلنسکي د داووس په غونډه کې ویلي، د ایران د ولس پراخو اعتراضونو د نړۍ پام ځانته اړولی و، خو دا پاڅونونه په وینو کې ډوب کړل شول.

د هغه په وینا، نړیوالې ټولنې د ایران له خلکو سره لازمه مرسته ونه کړه او یوازې یې ننداره کوله.

د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی، هغه مهال چې نړیوال سیاستوال د دریځ نیولو په اړه بحث کاوه، د ایران واکمنو مذهبي مشرانو له وړاندې زرګونه کسان وژلي وو.

زلنسکي دغه څرګندونې د هغو انتقادونو په ترڅ کې کړې چې لوېدیځ هېوادونه د استبدادي نظامونو پر وړاندې نرم دریځ خپلوي او د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي.

هغه خبرداری ورکړی چې د ایران په څېر رژیمونو ته د حساب‌ورکولو پرته پرېښودل، نه یوازې د ایران خلکو ته، بلکې د ټولې نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.

ډونالډ ټرمپ:ایران غواړي چې له موږ سره خبرې وکړي، موږ یې هم ورسره کوو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داووس کې د ایران په اړه ویلي چې ایران غواړي خبرې اترې وکړي او موږ به هم خبرې اترې وکړو.

په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي ویلي چې ټرمپ به د ایران له معترضینو سره د مرستې په اړه ژمن پاتې شي.

د اسرائیل د ۱۲م چینل د راپور له مخې، لوېدیځو استخباراتي ادارو د لومړي ځل لپاره د ایران د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د درز نښې موندلې دي، او سلګونه افسران د سپاه پاسداران او بسیج له لیکو بېل شوي دي.

مولانا فضل‌الرحمان:خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي

0

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د هېواد پر امنیتي وضعیت او د حکومت پر بهرني سیاست سختې نیوکې کړي دي.

هغه ویلي، په خپله سیمه کې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې دولت د خپلو وګړو امنیت نه شي تأمینولای او دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

د دغو څرګندونو وروسته د پاکستان د ملي شورا غونډه وځنډول شوه.

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» غړیتوب منلی دی.

امریکا؛نن له نړیوال روغتیايي سازمانه د وتلو اعلان کوي

0

رویټرز خبري اژانس وایي، تمه ده چې متحده ایالات به نن پنج‌شنبه په رسمي توګه له نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) څخه د وتلو اعلان وکړي.

روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا پرېکړه به نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ پر عامې روغتیا ناوړه اغېز ولري.

دوی وایي دا اقدام د امریکا له نافذه قوانینو سره هم په ټکر کې دی، ځکه حکومت باید د دې سازمان شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره پاتې پورونه ادا کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د ولسمشرۍ د دورې په لومړۍ ورځ د یوه اجرایي فرمان له لارې د نړیوال روغتیايي سازمان څخه د امریکا د وتلو پرېکړه اعلان کړې وه.

د امریکا د قوانینو له مخې، حکومت مکلف دی چې لږ تر لږه یو کال مخکې د وتلو رسمي خبر ورکړي او تر وتلو وړاندې ټول مالي مکلفیتونه بشپړ کړي.

د استونیا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې رییس:لوېدیځ باید په عمل کې هم له ځانه دفاع وکړي

0

د استونیا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې رییس مارکو میکلسون ویلي، لوېدیځ باید یوازې په ویناوو او سیاسي دریځونو بسنه ونه کړي، بلکې په عملي توګه هم د خپلو ارزښتونو او امنیت دفاع وکړي.

د هغه په وینا، د لوېدیځ د تګلارې اصلي محور باید د روسیې د پراختیا غوښتونکو سیاستونو ماتول وي.

میکلسون همداراز ټینګار کړی، چې لوېدیځ باید د ایران له خلکو سره همکاري او ملاتړ وکړي، څو وکولای شي د هغه پراخ ترور پر وړاندې مقاومت وکړي چې د یوې اسلامپالې دیکتاتورۍ له لوري پرې تپل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا ډول روښانه او عملي دریځ به وټاکي، چې اروپایي هېوادونه به د نوي نړیوال نظم په رامنځته کېدو کې څه ډول او څومره اغېزمن رول ولري.