پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Homeکورپاڼهایران نوي مذهبي مشر؛د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د نوو اصولو...

ایران نوي مذهبي مشر؛د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د نوو اصولو اعلان وکړ

د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی علي خامنه‌یي په یوه پیغام کې ویلي چې ایران غواړي د هرمز تنګي او د فارس خلیج لپاره نوي قوانین او مدیریت جوړ کړي.

هغه ویلي چې دا کار به د سیمې هېوادونو ته امنیت او اقتصادي ګټه ورسوي.

همدارنګه یې ادعا کړې چې امریکا په سیمه کې په خپلو پوځي پلانونو کې ناکامه شوې ده، او ایران به د هرمز تنګي د مدیریت له لارې د سیمې امنیت ښه کړي.

هغه دا هم ویلي چې ایران د خلیج هېوادونو سره ګډ برخلیک لري او غواړي ورسره اړیکې وساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here