پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Homeکورپاڼهاېن‌بي‌سي نیوز:سپینه ماڼۍ او کانګرس د ایران ضد د عملیاتو د قانوني...

اېن‌بي‌سي نیوز:سپینه ماڼۍ او کانګرس د ایران ضد د عملیاتو د قانوني اجازې پر سر خبرې کوي

اېن‌بي‌سي نیوز په یو راپور کې وایي، چې د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکي له کانګرس غړو سره د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د قانوني اجازې په اړه خبرې کوي.

په همدې حال کې، د استازو جرګې مشر مایک جانسن ویلي چې د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره د کانګرس رایې ته اړتیا نشته، ځکه د هغه په وینا امریکا د جګړې په حالت کې نه ده.

دا بحثونه په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا د جګړې د صلاحیتونو قانون مهلت پای ته نږدې دی او د حکومت او کانګرس ترمنځ پر قانوني صلاحیتونو اختلافات موجود دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here