د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر د نشهیي توکو د قاچاق او د درنو وسلو د معاملو په تړاو له جدي فدرالي تورونو سره مخ دی.
د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ د فدرالي محکمې د اسنادو له مخې، پر قدیر تور دی چې د هیروئینو او مېتامفېټامینو د امریکا متحدو ایالتونو ته د لېږد د یوې دسیسې برخه و او هم یې د ماشیندارو وسلو، راکټي لاسي بمونو او نورو درنو وسلو د برابرولو او لېږد هڅې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د نشهیي توکو ضد ادارې (DEA) پلټنو ښودلې چې قدیر له ۲۰۲۴ کال د نومبر راهیسې له یوه محرم خبرورکوونکي سره په اړیکه کې و.
ویل کېږي هغه وروسته په جنوبي افریقا کې د ازمایښتي معاملې په ترڅ کې دوه کیلوګرامه مېتامفېټامین پلورلي او د ۱۴ زره ډالرو په ترلاسه کولو سره یې د لویو معاملاتو خبرې هم دوام کړې.
څېړنیز اسناد زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د سلګونو کیلوګرامه هیروئینو او مېتامفېټامینو ترڅنګ د سلګونو ټوپکونو، درنو ماشیندارو وسلو، لاسي بمونو، راکټي بمونو او زرګونو مرمیو د پلورلو په اړه هم خبرې شوې وې.
د DEA په وینا، قدیر ویلي وو چې د سپارلو د ځای له ټاکل کېدو وروسته کولای شي غوښتل شوې وسلې او مهمات په درې ورځو کې برابر کړي.
د امریکا د چارواکو په وینا، قدیر د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې له هغو کسانو سره د لیدنې لپاره تللی و چې ده فکر کاوه د نشهیي توکو د قاچاق د یوې شبکې استازي دي، خو هغوی د DEA پټ همکاران وو.
تر دې لیدنې وروسته د کینیا امنیتي ځواکونو هغه ونیو او وروسته یې امریکا ته وسپاره.
قدیر د جمعې په ورځ د نیویارک په فدرالي محکمه کې حاضر شو او قاضي پرېکړه وکړه چې د محاکمې تر بشپړېدو پورې به په توقیف کې پاتې کېږي.
د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانش ویلي، عبدالظاهر قدیر ځان سیاسي مشر باله، خو د دوی د ادعا له مخې د نشهیي توکو او درنو وسلو د یوې پراخې جنایي شبکې په فعالیتونو کې ښکېل و.
هغه ټینګار کړی چې دا قضیه به د امریکا په محکمه کې وڅېړل شي.
قدیر مخکې پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.
د امریکا د قانون له مخې، تر هغه چې محکمې وروستۍ پرېکړه نه وي کړې، نوموړی بېګناه ګڼل کېږي او که محکمه هغه مجرم وپېژني، د نشهیي توکو او وسلو د تورونو له امله د اوږدمهاله بند، ان تر عمري بند پورې، له سزا سره مخ کېدای شي.

