شنبه, جولای 11, 2026
Homeافغانستاند روغتیا نړیوال سازمان:اافغانستان لا هم د ګوزڼ د ختمولو په مبارزه...

د روغتیا نړیوال سازمان:اافغانستان لا هم د ګوزڼ د ختمولو په مبارزه کې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ختیځې مدیترانې سیمې مشرې، ډاکټر حنان بلخي، افغانستان ته د خپل سفر په پای کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې د ګوزڼ وحشي ویروس پکې له منځه نه دی تللی، او د دې ناروغۍ د بشپړ ختمولو لپاره دوامدار نړیوال ملاتړ او پانګونه اړینه ده.

ډاکټر بلخي، چې د ګوزڼ د څارنې بورډ د پلاوي مشري یې کوله، د سعودي عربستان د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز او د ګوزڼ د له منځه وړلو نړیوال نوښت له استازو سره یوځای کابل او کندهار ته سفر کړی و. پلاوي د سفر پر مهال له افغان چارواکو، د ملګرو ملتونو له استازو، تمویلوونکو او روغتیايي کارکوونکو سره د واکسیناسیون او روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

هغې ټینګار وکړ چې د ګوزڼ له منځه وړل یوازې د واکسین کمپاینونو پورې محدود نه دي، بلکې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، د ناروغیو اغېزمنه څارنه، د باوري روغتیايي کارکوونکو ملاتړ او د واکسین دوامدارو پروګرامونو ته هم اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، لا هم په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېلي سیمو کې داسې ماشومان شته چې واکسین ته نه دي رسېدلي، او هغوی ته د واکسین رسول د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره اساسي اړتیا ده.

طالب چارواکو هم د ګوزڼ د له منځه وړلو پر ژمنتیا ټینګار کړی، خو ویلي یې دي چې د روغتیايي سکټور د بودجې کمښت د اساسي روغتیايي خدمتونو پر دوام منفي اغېز کړی دی.

د WHO د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې نږدې ۱۴.۴ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. دغه سازمان وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د مالي سرچینو د کمښت له امله شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي، چې له کبله یې زرګونه کسان له روغتیايي خدماتو بې‌برخې شوي دي.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۶ کال د روغتیايي بېړني غبرګون لپاره د اړتیا وړ ۱۹۰.۸ میلیونه ډالرو څخه، د جون تر پایه یوازې ۱۷ سلنه بودجه ترلاسه شوې ده.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر اډوین سېنیزا سلواډور، ویلي چې روغتیايي خدمتونه باید د هېواد تر ټولو لرې پرتو سیمو ته هم ورسېږي. هغه زیاته کړې چې WHO به د افغان روغتیايي چارواکو او نړیوالو شریکانو په همکارۍ د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو او د ناروغیو د څارنې له پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان د روغتیايي لاسته راوړنو د خوندي ساتلو او میلیونونو خلکو ته د ژوند ژغورونکو خدمتونو د دوام لپاره دوامدار نړیوال مالي ملاتړ حیاتي اهمیت لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here