شنبه, جولای 11, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:که د ترور هڅه مې وشي، امریکا به ایران په بشپړه...

ډونالډ ټرمپ:که د ترور هڅه مې وشي، امریکا به ایران په بشپړه توګه ویجاړ او نابود کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ده د ترور هر ډول هڅه وشي او ایران پکې ښکېل وبلل شي، متحده ایالات به د غبرګون په توګه ایران په بشپړه توګه ویجاړ او له منځه یوسي.

ټرمپ دا څرګندونې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې او ټینګار یې کړی چې امریکا د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د قاطع ځواب ورکولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه ویلي: «که زما د ترور هڅه وشي، امریکا به ایران په بشپړه توګه ویجاړ او نابود کړي.»

د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او پوځي کړکېچونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here